Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۱۲) برخه

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۱۲) برخه

 

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

12 – دوو لسمه برخه :

په افغانستان کې له امریکایانو سره سوله د شریعت او واقعیت په رڼا کې

له څو لسیزوراهیسي زموږ هیواد وال له جنګ او جګړو نه کړيږي ، هر انقلاب ورته تر هغه بل خونړی وي ، امریکایانو بیا پر افغانانو هغه ظلمونه وکړل ، چې تاریخ يې ساری نلري ، په دې وروستیو کې د الله تعالی په نصرت سره امریکایان د ماتي سره مخ دي، هغوی کوښښ کوي، چې په هر قیمت وي، په افغانستان او سیمه کې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، او یا لږ تر لږه پر خپله رسوا ناکامي پرده واچوي؛ نو ځکه امریکایان اوس د هري حربې نه کار اخلي، که له یوې خوا نه خپل وحشت ته دوام ورکوي، خو بل طرف ته د سولي شعارهم زمزمه کوي، د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن د روان کال د نوروز په مناسبت د مارچ د میاشت په 18 مه نیټه د بګرام په هوائي میدان کې په خپله وینا کې وویل : (د روان 2018م کال په اوږدو کې به پر طالبانو ټولنیز، مذهبي او سفارتي فشارونه زیات شي، ترڅو هغوی سولې ته غاړه کښېږدي) .
د یرغل پر وړاندي پر افغانانو باندي د شریعت پر بنسټ دفاعي جهاد فرض دی، او که دښمن سولي ته میلان ولري؛ نو بیا هم د شریعت د اصولو موافق باید سوله ورسره وشي، په دې شرط که د ښمن له سولي نه د یو حربې کار وانخلي، لکه اوس چې امریکایی اشغالګر همدا کار کوي، او د سولي په اړه يې د عامه مسلمانانو په اذهانو کې ډول ډول شکوک او شبهات را پارولي، هغه څوک چې د اشغال تر چتر لاندي خپلي ګټي ګوري، هغوی وایې، په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ؛ طالبان باید نور سوله وکړي .
موږ کوښښ کوو، چې د فقهي اسلامي له لید لوري د سولي/صلح پر موضوع د شریعت له نظره یو عادلانه څيړنه وکړو او پر لاندینيو سرلیکونو باندي په راتلونکو څو پرلپسي برخو کې بحث وکړو،

– د سولي شرعي حیثیت او تعریف ؟
– د شریعت له نظره د سولي اهداف باید څه وي ؟
– له متجاوز دښمن سره د کومو اصولو پر بنسټ سوله کیدای شي؟
– له محارب دښمن سره د سولي واک باید د چا په لاس کې وي ؟
– د شعاري سولي په اړه د قرآن کریم فیصله
– د صلح الحدبیه او صلح الرمله اهداف او مقاصد
– په اسلام کې هم سوله شته او هم جنګ ، حقیقت څه دی ؟
– له شرعي موازینو پرته له یرغلګرو سره سوله، او د فقهي اسلامی حکم
– په اسلامي تاریخ کې سوله او د هغې بېلګې

1- صلح په شریعت کې څه ته وايې ؟

د فقهي په اصطلاح کې د سولې لپاره د (الصلح)، (المصاحلة)، (الهدنة) او (الموادعة) الفاظ استعمال شوي دي.
الصلح : په (المعجم الوسیط) کې د جنګ په ختمېدو سره تعبیر شوې.
الهدنة : هغه اوربند ته ویل کیږي، چې په هغه کې د صلح او مصالحي لپاره تیاری وشي. علامه زیلعي رحمه الله تعالی د [الموادعة] معنا داسي کړې:
« إنما سميت المصالحة موادعة ؛ لما فيها من ترك القتال، والودع الترك. بیین الحقائق : 3/ 245) .
ژباړه : مصالحې ته ځکه موادعه هم ویله کیږي، چې په دې کې د قتال درېدل او پريښودل وي، او (ودع) د ترک په معنا ده .
الصُّلْحُ: إنهاءُ الخصومة، مسالمة وتوافق ووئام. ( صلح د جګړي ختميدلو روغي جوړي او موافقې ته ویل کیږي)
الصُّلْحُ : إنهاء حالة الحرب. (صلح د جنګي حالت ختميدو ته وايې)
الصُّلْحُ : السَّلم. (صلح، مسالمي او روغي جوړي ته ویل کیږي)
علامه جرجاني او علامه مناوي صلح داسي را پيژني: « الصلح في اللغة: اسم من المصالحة وهي المسالمة بعد المنازعة، وفي الشريعة عقد يرفع النزاع »
( صلح د مصالحې نوم دی، او مصالحه د منازعي وروسته روغي ته ویل کیږي، په اصطلاح کې هغه عقد ته وايې، چې نزاع ورباندي ختمه شي )
په قرآن کریم کې چې زیاتره د صلح اصطلاح استعمال شوې؛ د هغې نه د مسلمانانو په منځ کې صلح مراد ده، او هغه صلح مراد ده چې د عدل و انصاف پر بنسټ ولاړه وي، غیرعادلانه او یا د جبر او زور په استعمال سره تر حق تیریدلو ته د قرآن په اصطلاح کې سوله نشو ویلای.
بلکي د شعاري سولي تر عنوان لاندي، فرض جهاد پريښودل، یو ستر جرم او فساد فی الأرض دی، الله تعالی فرمايې : فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ . [الحجرات: 9] .
ژباړه: پس د هغوی په منځ کې سوله کوئ، او په (هره معامله کې) د انصاف نه کار واخلئ ، بېشکه الله له انصاف کونکو سره محبت کوي.
ابن كثيررحِمَهُ الله د دې آیة په تفسیرکې فرمايې: «أي اعدلوا بينهم فيما كان أصاب بعضهم لبعض. تفسير ابن كثير ت سلامة -7/ 375) (یعني د دوی په منځ کې د عدل او انصاف معامله کوئ)
پر سولي او مسالمي باندي په قرآن کریم، د نبي (صلوسلم عل ) په احادیثو او د فقهي په کتابونو کې زیات ټنګار شوی، او د سوله کونکو لپاره الله رب العزت د ډیرو ثوابونو وعده کړې، خو هغه سوله چې پر عدل او انصاف ولاړه وي، د شریعت له اصولو او قانون سره برابره وي.
که له حقي داعيې نه تیريدل او هوسا زندګي تیرولو ته سوله ویل کيدای، نو د اسلام په ابتداء کې، به په هغو سختو وختونو کې رسول الله (صلوسلم عل ) د مکې د مشرکینو وړاندیزونه منلي وای، او د حق تر داعیې به تیر شوی وای.

مشرکینو شعاري سوله غوښتله

لومړی هغوی کوښښ کاوه چې خپل هدف (د بُتانو دفاع) ته په زور او جبر ځانونه ورسوي، مګر کله چې له نا کامۍ سره مخ شول، نو یې شعاري سولي ته مخه کړه او رسول الله (صلوسلم عل ) ته یې وړاندیز وکړ چې: ښایسته ښځي به درکړو، مال او دولت به درکړو، سرداري او ملکي به درکړو، د زمکي پرسر چې څه غواړي؛ هغه به در کړو، ته یوازي دا زموږ بتانو ته بد رد مه وایه !
خو د دې ټولو وړانديزونو سره سره بیا هم رسول الله (صلوسلم عل ) د حق داعيې ته دوام ورکړ او هر رنګه سختۍ يې پر ځان او پر ضعیفو او کمزورو مسلمانانو باندي ومنلې.
نو که نن سبا په افغانستان کې له یرغلګرو او د هغوی له کورني همکارانو سره داسي سوله وشي، چې د افغانانو اصلي غوښتني پکې تضمین نه وي، د اشغال خاتمه نه وي، د افغانانو ازادي سلب وي، داسي سولې ته کله هم په شریعت کې د حدیبيې او یا د رملې په شان سوله نشي ویل کیدای، بلکي په ښکاره د رسول الله (صلوسلم عل ) د تعلیماتو خلاف، او ستر جرم او فساد في الأرض دی.

د دې لپاره چې پر لوستونکو دا بحث اوږد نشي؛ نو دا پاتي پوښتني به په راتلونکو برخو کې را وسپړو.

نور بیا …..

About admin