Home » روژه » هغه عذرونه چي دروژي ماتول رواكوي

هغه عذرونه چي دروژي ماتول رواكوي

لیکوال: مفتي ابویاسر

هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله دي   چي دلته يې له لنډيز سره نقلوو .

لمړى : سفر

هغه سفر چي په اته څلويښت ميله يا ۷۸ كيلومتره يا له هغه نه   په زياته مسافه پيل شي   (يعني هغه سفر چي لمونځ ورباندي قصر كيږي ) دروژي خوراك روا كوي يعني دي ډول مسافر ته دروژي ماته ول روا دي .

مسئله : كه يو تن په پشليمي دروژي نيت كړى وو بيا يې سهار سفر پيل كړ نو دي تن ته په همدي ورځ دروژي ماتول نه دي روا . التاتارخانيه ۲\۳۸۳ 

مسئله : هغه مسافر چي په يوه ښار ياكلي كښي داقامت نيت وكړي   هغه ته دروژي ماتول مكروه دي .

  التاتارخانيه ۲\ ۳۸۳   مسافر دخل مصرا   واقام به   يكره   له ان   يفـــطر الخ

مسئله : مسافر ته كه دروژي دنيولو څخه تكليف رسيده نوبيا روژه نيول ورته مكروه ده اوكه دروژي له نيولو سره نه په تكليف كيده اودنورو ملګرو يې هم روژه وه   نوبيا مسافر ته دروژي نيول غوره ده اوكه يې ملګرو روژه ماتوله نوبيا دده لپاره هم روژه ماتول غوره ده .

 خلاصة الفتاوى . تاتارخانيه ۲\۳۸۳ ومثله في الهنديه ۱\ ۲۰۷

مسئله : كه يوه سړي   سفر پيل كړ له ښاره ووت   خوبيرته په سامان يا بل څه پسي كورته راغى نو په كور كښي روژه ماتول   نه دي ورته روا كه يې ماته كړه نو له قضاسره كفاره هم باندي لازميږي

 الهنديه ۱\۲۰۶۷ 

مسئله : كه يو مسافر په ورځ كښي كورته راشي نو پاته ورځ   دي امساك وكړي يعني خورك اوڅښاك دي نه كوي .

  الكامليه ص\۱۶ 

دوهم     بيماري ، مرض

كه مريض په دي پوه شي [ يعني غالب ګمان يې وي يا كوم مسلمان پوه طبيب ياډاكټر ورته ووايې ] چي كه روژه كړي نو ژوند به دلاسه وركړي ، يابه يي دتن كوم اندام له كاره ولويږي ، يابه يې بيماري پسي زياته شي ، يابه يې بيماري اوږده شي . نو په دي ټولو صورتونو كښي دي بيمار ته جائز[ روا ] ده چي روژه ماته كړي .

  الهنديه ۱\۲۰۷ المريض اذا خاف على نفسه التلف ، اوذهاب عضو يفطر بالاجماع وان خاف زيادة العلة وامتداده فكذلك عندنا وعليه القضاء اذا فطر ثم يعرف ذلك باجتهاد المريض والاجتهاد غير مجرد الوهم بل هوغلبة الظن عن امارة اوتجربة اوباخبار طبيب مسلم غير ظاهر الفسق الخ

مسئله : هغه نارينه   ياميرمن چي په ظاهره (ښكاره ) روغ وي خو دى ويريږي كه روژه كړي نوسخت بيمار به شي   هغه دبيمار په حكم كښي ده يعني روژه خوړل ورته رواده .لمافي الهنديه ۱\ ۲۰۷ والصحيح الذي يخشي ان يمرض بالصوم فهوكالمريض هكذا في التبيين الخ

مسئله : هغه سړى كه   دتبي نښي ورباندي ښكاره شوي يايې دتبي نوبت وو نوله تبي وړاندي يې روژه ماته كړه يعني دوا يې وخوړه   نو داكوم باك نه لري يعني داسي كول ورته روا دي   . خوبيا به ددي روژي قضا راوړي .

 كمافي الهنديه ۱\۲۰۷ ولوكان له نوبة الحمى فاكل قبل ان تظهر الحمى لاباس به كذا في فتح القدير الخ 

دريم بډا توب [ كبرالسن ]

 

هغه بډا يابډۍ [ سپيږيرى او سپينسري ] چي دډير عمر شي اودروژي نيولو قدرت اوطاقت نه لري   هغوۍ ته رواده چي روژه ونه نيسي اوپه ځاى يې فديه وركړي (دفديې تفصيل به ان شاءا لله دفديي په مسائلو كښي راشي )

 الهنديه ۱\ ۲۰۷ و التاتارخانيه ۲\ ۳۸۷

څلورم : دميرمنو ځانګړي بيمارۍ    [ حيض اونفاس ]

كه دروژي   په ورځ كښي ميرمنو ته له حيض يانفاس څخه كومه يوه بيماري ورپيښه شي نوروژه دي ماته كړي .

مسئله : كه يوي ميرمني په دي نيت روژه ماته كړه چي داورځ يې دحيض موده ده يا يې دماشوم دږيدو نيټه ده خوبيا له د ي بيماريو څخه يوه هم ورپيښه نشوه نو په داسي ميرمني قضااوكفاره دواړه شته .

 الهنديه ۱\ ۲۰۷ 

مسئله :   كه يوه ميرمن له خپلي بيمارۍ څخه په داسي مهال   (يعني دسپيدو نه څومنټه وړاندي په دومره موده كښي چي ددي غسل نه پكښي ځاييده ) پاكه شوه چي دي غسل كاوه نوسپيدي شوي نوپه داسي ميرمن روژه نيول فرض نه ده ځكه دغسل وخت   په حيض كښي شمارل كيږي . خوداهله كه يې خپله موده ترلسو ورځو كمه وه   .

  الهنديه ۱\۲۰۷ و التاتارخانية ۲\۳۸۷

مسئله : همداراز كه ديوي ميرمني   ترلسو ورځو عادة كم وو نو كه يې له شپي څخه دومره وخت ووت چي غسل يې پكښي وكړ اوليږ وخت نور هم تير شو( يعني څومنټه زيات ووتل )   نوبيا دي روژه نيسي . روژه ورباندي فرض ده .

 الهنديه ۱\ ۲۰۷ و التاتارخانيه ۲\ ۳۸۷

مسئله : هر هغه ميرمن چي له حيض يانفاس څخه دروژي په ورځ كښي پاكه شي نو پاته ورځ دي   امساك كوي يعني خوراك اوڅښاك دي نه كوي

 الكامليه ص\۱۶

څلورم حمل اورضعة :

مسئله : هغه ميرمن چي په نس كښي ماشوم ولري ، يا زوكړى ماشوم   ولري   نو كه دروژي له امله يې   دځان دمرګ يا دماشوم دمرګ ويره وه   روژه ماتول ورته روا دي .

الحامل والمرضع اذا خافتا على انفسهما اوولدهما افطرتا وقضتا ولاكفارة عليهما كذا في الخلاصه . هنديه ۱\۲۰۷

پنځم لوږه او تنده –   ( الجوع والعطش )

كه دتندي يا دلوږي څخه داسي حالت ته ورسيده چي نږدي وه خپل ژوند دلاسه وركړي   يايې دما غ ته څه تاوان رسيږي نو روژه   ماته ول ورته     روادي .

 التاتارخانيه ۲\۳۸۷ اذا خيف من العطش والجوع الهلاك اونقصان العقل كالامة اذا ضعفت عن العمل وخشيت الهلاك بالصوم ( يفطر) كذا في الهنديه ۱\۲۰۷

مسئله : كه بزګر يا لوګرى دكروندي دريبلوسره روژه نشي نيولاى او دغه ريبل وروسته كولاى [ځنډولى ] هم نشي نوداسي سړي ته رواده چي روژه وخوري اوبيا يې قضا راوړي الكامليه ص\ ۱۶

About admin