Home » عصري مسائل » په روژه کې ډاکټرکولای شي چې ښځېنه ناروغانې معاینه کړي ؟

په روژه کې ډاکټرکولای شي چې ښځېنه ناروغانې معاینه کړي ؟

الاستفتاء : محترم  مفتي صاحب ! زه په یوه روغتون کې کار کوم  ،ډیروخت  په جراحې  برخه کې  عاجل  مریضان وی مثلا ایکسډنډ یعنی دترافیکې پېښو ژوبل  شوي  مریضان وي  په دې  کې نارینه اوښځېنه  دواړه وي  ،کله ناکله  زموږ لاسونه په اجنبي [پردۍ ]میرمنو لګیږي یايې په علاج کې برخه اخلو، یایې معاینه کوو اوروژه موهم وي نوپه دې سره خوبه  موروژې ته تاوان نه رسیږي ؟ حمادافغانستان

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد: په اسلام کې دښځې  بدن ټول مستورګڼل شوی  پرته له مخ اولاسونو څخه تربندوپوري ،مګر دعلاج  په مهال يې دضرورت  له امله طبیب  اوډاکټر ته رواده چې  دښځې بدن ته وګوري  یالاس وروړي  البته بقدرضرورت  ،

لهذاپه ذکرشوي صورت  کې ستاسو روژې  ته نقصان نه رسیږي،اومعاینه يې داړتیاله امله یومشروع عمل دی ،

لمافي  الهدایة   ۴\۳۶۹ کتاب الکراهیة  فصل  في اللمس والنظر  :  ويجوز للطبيب أن ينظر إلى موضع المرض منها” للضرورة “وينبغي أن يعلم امرأة مداواتها” لأن نظر الجنس إلى الجنس أسهل “فإن لم يقدروا يستر كل عضو منها سوى موضع المرض” ثم ينظر ويغض بصره ما استطاع؛ لأن ما ثبت بالضرورة يتقدر بقدرها

و في البدائع    ۷\۴۸  فصل في  بیان ماتظهربه الحدود :  ويباح لهم النظر إليها لقصد إقامة الحسبة، كما يباح للطبيب لقصد المعالجة.

وفي  الجوهرة  ۲\ ۲۸۴ الحضروالاباحة  (ويجوز للطبيب أن ينظر إلى موضع المرض منها) أما إذا كان المرض في سائر بدنها غير الفرج فإنه يجوز له النظر إليه عند الدواء؛ لأنه موضع ضرورة وإن كان في موضع الفرج فينبغي أن يعلم امرأة تداويها فإن لم توجد امرأة تداويها وخافوا عليها أن تهلك أو يصبيها بلاء أو وجع لا يحتمل ستروا منها كل شيء إلا الموضع الذي فيه العلة ثم يداويها الرجل ويغض بصره ما استطاع إلا من موضع الجرح .

من فتاوی مفتي ابي یاسرعفی عنه

About admin