Home » دار الافتاء » په روژه کې دتلویزیون یاموبائل په وسیله دسروزونو اوریدل یافلمونوکتل !!

په روژه کې دتلویزیون یاموبائل په وسیله دسروزونو اوریدل یافلمونوکتل !!

الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! موږ دلته په کراچې کې دمسافرۍ ژوندکوو،دماښام  له لمانځه وروسته موځيني ملګري  تلویزیون چالوکړي موږورته وایو چې  دروژې میاشت ده ،له دغې ګناه څخه بایدځان وګورو ، خومني  یې نه نوپوښتنه داده :چې په دغسي  عمل باندي سړی ګنهګار بلل کیږي  اوکنه ،اوبل که دورځې له مخې  څوک تلویزیون ګوري نوروژه يې خرابیږي اوکنه ؟

زماهمدغه پوښتنه  دهغه ملګروپه اړه هم ده چې دورځې یاشپې خپلوموبائلونوکې اخته وي اودپردیوښځو تصویرونه مخ ته ورته راځې ،یاقصدا دنورو فلمونه ګوري  ، که په دې اړه پوره وضاحت راکړئ  احسان به مووي .

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد:دروژې مبارکه میاشت ټوله درحمت  برکت اومغفرت میاشت ده ، ددې میاشتي دورځې له مخې روژې نیول فرض اوشپې يې په عبادت  تیرول یولوی سعادت ده،په دغه شپه یاورځ  کې په دغه مبارکوساعاتوکې  یوحرام  ،مکروه یاناروا عمل کول بیالویه بدبختي اوشقاوت دی ، که مسلمان په دې مبارکه میاشت کې له ګناهونو څخه ځان ونه ژغوري  نویواځې دخوراک اوځښاک په پريښودلو سره خودروژي اجراوثوابونه نشی ترلاسه کولای .

فلمونه کتل ،سروزونه اوریدل اوداسي نورناروالیدل ټول منکرات دي ،که دتلویزیون په مټ وی  اوکه دموبائل په وسیله  نوترڅوچې مومن د ذکرشوو منکراتوڅخه ځان ونه ساتي  هغه ته دغه روژه ګټه نه کوي ،بلکه  که يې توبه ونه کړه نوددې هرعمل حساب به ورسره وشي .

قال الله تعالی  ( ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله بغير علم ويتّخذها هزوا أولئك لهم عذاب مهين *

عن ابي هريرة  رضي الله  تعالى عنه  قال : قا ل  النبي  صلى الله عليه وسلم    من لم  يدع  قول الزور  والعمل  به  فليس لله حاجة  في ان يدع  طعامه  وشرابه    .  رواه البخاري ۳\۳۳،   والترمذي  .وفتح الباري ۴\۱۰۴- ۱۱۶ والاتحاف للهيتمي رح ۶۴

عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه  قال سمعت رسول الله  صلى الله عليه وسلم  يقول الصيام  جنة  مالم يخرقها .   قيل  وبم يخرقها قال بكذب  وغيبة  . رواه الطبراني  والبيهقي ۱\۲۷۸

دمفتي ابویاسر له فتاوی صیام څخه

About admin