Home » ځانګړي ليکني » شهرالقرآن

شهرالقرآن

دروژي مبارکي  میاشتې ته شهرالقرآن له دي امله وایې : چې په همدغه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی دی . اوعجیبه داده چې قرآن کریم دوه ځلې نازل شوی [یوځل له لوح محفوظ څخه بیت المعمور ته اودوهم ځل له  بیت المعمور څخه رسول الله صلی علیه وسلم ته ] اودواړه نزوله یې په همدغه مبارکه میاشت کې شوي دي .

دقرآن کریم دواړه نزولونه

دلمړي نزول په هكله ابن حجر رحمه الله وايې چي دانزول په څلورویشتم درمضان المبارك شوى لكه الله تعالى چي فرمايي [ انا انزلناه في ليلة مباركة .]الدخان ،په ځینوروایاتوکې ددغه نزول  تاریخ دپیغمبرe دپیدایښت شپه ښودل  شوي  یعني له بعثت اونبوت  څخه نږدي څلویښت کاله  وړاندي  :

اودوهم نزول هم په رمضان المبارك كي په دوشنبه ۲۷ چي دشبقدرشپه هم وه دهجرت نه ديارلس كاله وړاندي دسوره علق په لمړي آيتونو سره دحراء په غار كي پيل شوى اوبيا داليوم اكملت لكم دينكم په آيت پاى ته رسيدلى .

 

اودوهم له دي امله ورته شهرالقرآن وایې چې په دغه میاشت کې به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دقرآن کریم زیات اهتمام کاوه ،اوجبرائیل علیه  السلام  به په ځانګړي ډول په دغه میاشت کې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه دقرآن کریم داوریدلو لپاره راتلو .

 

له ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی ……جبرئيل علیه وسلم به درمضان المبارک په هره شپه کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم  سره یوځای کيده  ،اوپيغمبرصلی الله علیه وسلم به قرآن کريم ورته تلاوت کاوه  ،

دروژي  اوقرآن کریم یوبل ممثالة په دي کې هم دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي  : چې قرآن کریم اوروژه به دقیامت په ورځ  دمؤمن شفاعت کوي.

نتیجه:

داچې مومن به په دغه میاشت کې دقرآن کریم سره تربل هروخت زیات تعلق ساتي ،دقرآن کریم تلاوت .دهغه اوریدل ،په ترجمه اوتفسیرکې ګډون کول یانوروته درسول باید له وړاندي معمول څخه زیات وي . که دچاقرآن کریم نه وي زده هغوئ د سورة الفاتحه اوسورة الاخلاص په تلاوت سره هم دغه خیر اوښېګڼه ترلاسه کولای شي . بلکه په اوس وخت کې خو دموبايل یانورو آلاتو څخه تلاوت اوریدل ډيراسانه شوي دي نودتلاوت کولو په ځای دي دتلاوت اوریدل کوي هغه هم دغومره ثواب لري لکه دتلاوت  .

مأخذونه  :  تمهيدالقراّن ص\99-  100  اوعلوم القراّن ص\ ۲- ۶ ، الاتقان ۱\۵۰  –  -۵۴ دسیوطي رح  ، البرهان  دزرکشي  اوداسي نور  .

دمفتي ابویاسر له فقه رمضان څخه

About admin