Home » درس الحديث » درمضان المبارک روژي اودمسلمانانو دګناهونومغفرت

درمضان المبارک روژي اودمسلمانانو دګناهونومغفرت

عن ابي هريرة  رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم   من صام رمضان ايما نًا  واحتسابًا غفر له ماتقدم  من ذنبه : الحديث . متفق عليه

اخرجه البخاري في کتاب الصوم ، ومسلم ايضافي کتاب الصوم .

ژباړه  :ابوهریرة رض  وایې  چې  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل  : چاچې په  پوره ایمانداري اوخالص دالله تعالی لپاره  روژه  ونیوه نوټول  وړاندیني  ګناهونه    به  ور وبخښل  شې  .

 

تشریح  :  یعني چاچې په  ښه نیت اوایمانداري سره   خالص  دالله  تعالی  لپاره روژه ونیوه  دچادویري  یاشرم یاپیغور له امله نه  وه  نودغه  روژه  به  یې دټولو ګناهونو      کفاره  شې   ؛

اوځینوعلماوبیاویلي دي : چې  دايمانا معنی داچې ايمان يې باعث وي په روژه نيوله يعني داخپل ايمان يې دې ته هڅوي چې بايدارومرو روژه ونيسي ځکه دادالله تعالی يوه فريضه ده  اوداحتسابامعنی داده چې په ښه صبر اوزغم سره روژه ونیسې اوله  ټولوناوړو خبرواواعمالوڅخه  ځان  وساتي  اودغه  روژه  په  ځان درنه اوتکلیف نه ګڼې  نووړاندینی ټول ګناهونه به یې معاف  شې  ؛

يا داچې څوك خالص د الله تعالى درضا لپاره  په  خوښي  روژه ونيسي  دورځي  داوږد والي  يا ديخنۍ  اوګرمۍ ،لوږي اوتندي ،څخه  شكايت    ونه کړي ،نو لوى خداى به ترټولو ګناهونوورتيرشي .

About admin