Home » دار الافتاء » ایاموږ په روژه کې جمع بین الصلوتین کولی شو؟

ایاموږ په روژه کې جمع بین الصلوتین کولی شو؟

ښاغلی مفتی صاحب سلامونه او نیکی هیلی الله ج دی وکړی چی روغ او جوړاوسی
پوښتنه

!!!!!
زه په اروپا کی اوسیږم دروژی یوه ورځ پوره نولس 19 ساعته ده یعنی په دری بجی پیشمنی باید بندشی او په لس بجی روژه ماتی دی. او دماښام لمونځ هم باید په همدی وخت کی وشی خو د ماخوستن لمونځ بیا په دولس بجی او لس دقیقی دلته کیږی چی تراویح سره یوساعت وخت نیسی نو دیوی بجی نه تر دوو بجو خو بیا خوب هم نشی کیدای چی پیشمنی ته راجګ شی مجبور یو چی انتظار وباسو بیا چی پیشمنی وکړو که ویده کیږو دسحر لمونځ قضا کیږی که نه ویده کیږو نو باید تر څلورو بجو د سحر لمونڅ خلاص او بیا ویده شو. داچی مو دلته کار کوو او یا هم مکتب ته ځو نو اته بجی باید په کار او یا هم مکتب کی اووسو. نو ایا مونږ ته د دماښام او مخوستن دصلاتین اجازه شته اوکنه که وی په کوم قسم.

آیت شریف:::: لَا یُکلف الله نفساً الا وسعها

هیله لرم چی یو څه عاجل جواب راکړی ځکه روژه ‌‌‌‌‌‌ډیره نږدی راغله.

الله پاک مو دا او هغه دنیا روښانه کړه.

مننه
رازمحمد شیرزاد د بیلجیم هیواد.

 

الجواب حامدا ومصلیا وبعد : دامام ابوحنیفه رحمه الله په مذهب کې جمع بین الصلوتین که څه هم دضرورت په مهال یواځي صورة جائز ده (صورتا داچې دماسپښین لمونځ په آخري وخت کې وکړي اوبیادمازدیګرلمونځ په لمړي وخت کې وکړي ، یادماښام لمونځ په آخري وخت کې اداء کړي چې سمدستي دماسخوتن وخت داخل شي نو دماسخوتن لمونځ اداء کړي ) خوحقیقتا جمع یې (چې دیوه وخت لمونځ په بل وخت کې اداء کړل شي ) له عرفات او مزدلفه پرته بل ځای نه ده جائز ، او داحنافو مذهب ډیرمحتاط دی اوډیرزیات دلیلونه لري چې دټولو ذکرکولو خو یې دغه ځای نه دی البته یوڅو دګوتوپه شمار دلائل یې دغه دي

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایې : ان الصلوة کانت علی المؤمنین کتابا موقوتا (سورة النساء)

بېشکه لمونځ په مومنانوباندي دوخت په پابندي سره فرض کړل شوی دی

په صحیح مسلم کې له حضرت ابوقتاده رضی الله تعالی عنه څخه یواوږد مرفوع حدیث رانقل کړی چې په یوه برخه کې یې راغلي : قال : اماانه لیس فی النوم تفریط انماالتفریط علی من لم یصلی الصلوة حتی یجیئ وقت صلوة اخری (مسلم ۱/ی۲۳۸)

یعني دهغه چاګناه نشته چې ویده وي ، ګناه دهغه چاده چې قصدا (په خپل وخت کې ) لمونځ نه کوي آن تردې چې دبل لمانځه وخت راشي ،

په ترمذي شریف کې راغلي : عن ابن عباس عن النبي صلی الله علیه وسلم قال : من جمع بین الصلوتین من غیرعذر فقداتی بابامن ابواب الکبائر ( ترمذي ۱/۶۶ باب ماجاء فی الجمع بین الصلوتین )

یعني عبدالله بن عباس رضی الله عنهما فرمایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچې له کوم عذر پرته دوه لمونځونه سره یوځای کړل نوله کبائرو(غټوګناهونو) څخه یې یوه کبیره ترسره کړه

امام محمد رحمه الله په موطأ کې دحضرت عمرفاروق رضی الله عنه یوفرمان نقل کړی چې : انه کتب في الافاق ینهاهم ان یجمعوا بین الصلوتین ویخبرهم ان الجمع بین الصلوتین في وقت واحد کبیرة من الکبائر(المؤطاء جمع الصلوتین فی السفر والمطرص ۱۰۳)

یعني حضرت عمر رضی الله عنه خپل شاوخوا خطونه ولیږل اوپه هغه کې یې خلک له دې منع کړل چې دوه لمونځونه په یوه وخت کې وکړي او داسي یې ولیکل چې جمع بین الصلوتین په یوه وخت کې له کبائروڅخه یوه کبیره ده

الله تعالی دهرلمانځه لپاره وخت مقررکړی ځکه نو ترخپل وخت وړاندي په لمونځ کولوسره هغه لمونځ نه اداء کیږي ، اوله وخت وروسته که څه هم صحیح کیږي خو دقضاء ګناه یې په غاړه کیږي

آن داچې مجاهدینته دجګړې ېه حالت کې د صلوة خوف حکم دی خو دلمانځه له خپل وخت څخه اړول اودجمع بین صلوتین حکم پکې نشته ،او که دجهادپه میدان کې جګړه یومخ سخته شي او لمونځ وځنډول شي نوهم دجمع بین صلوتین حکم نه دی ورکړل شوی بلکه دقضاء حکم یې دی ، دخندق دغزا په مهال چې کله له نبي کریم صلی الله علیه وسلم اوصحابه کرامو رضی الله عنهم څخه په بعضي لمونځونوکې تاخیروشو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې باندي ډيرافسوس وکړ که دې ته دجمع تاخیر بین الصلوتین عنوان ورکول کیدلی شوی نورسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې باندي دومره افسوس نه کاؤ ، ( بخاري شریف ۱/۴۱۰ مسلم شریف ۱/۲۲۷)

 

همداراز په دې خبره دټول امت اتفاق دی هغه حدیثونه چې جمع بین الصلوتین ورڅخه ثابتیږي خبراحاد دي چې دقرآني آیت او متواتر اومشهورحدیث په مقابل کې واجب التاویل دي نوځکه دهغه حدیثونو چې دجمع بین الصلوتین په هکله راغلي په جمع صوري او جمع عملي یافعلي باندي حمل کوو ترڅو دقطعیاتو مخالفت رانه شي او دظني دلیل له امله په قطعي دلائلوکې تخصیص اوتاویل کول له انصاف نه لیري خبره ده

ظاهري جمع

دسفر یاکوم بل عذر په حالت کې دجمع صوري یعني ظاهري جمع اجازت شته خو په دې کې هم دوخت پابندي کول اودوخت خیال ساتل ډیرمهم دي ، اوله عرفات او مزدلفه پرته چې هرڅومره روایات د جمع بین صلوتین په اړه راغلي هغه ټول د جمع صوري اوظاهري صورتونه دي ،

چې ترټولو ښه واضح دلیل یې دادی چې داحادیثوپه ټوله ذخیره کې درسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل څخه یواځي دهمدې ۲وختونو( ماسپښین اومازدیګر، ماښام اوماسخوتن ) ثبوت شته چې دا داسي وختونه دي چې سرحدونه یې یوله بل سره نښتي دي اوترمابین یې کوم مکروه وخت هم نشته ، چې له امله یې په جمع صوري اوجمع عملي باندي عمل کیدلی شي ، له دې پرته هغه لمونځونه چې وختونه یې یو له بل سره متصل نه دي لکه دسهار او ماسپښین ، یایې په مابین کې مکروه وخت وي لکه مازدیګر اوماښام ، ماسخوتن اوسهار چې دماسخوتن لمونځ دشپې ترآخره پوري ځنډول مکروه دي نو دداسي لمونځونوپه مابین کې جمع صوري یاجمع عملي ممکنه نه ده او نه هم په دې دریو وختونوکې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه جمع بین صلوتین ثابته ده اودامت په اجماع سره جائزهم نه ده ، حال داچې جمع حقیقي په دې ټولو صورتونوکې هم کیدلی شي ، نوکه جمع حقیقي جائزوای نو بیا به په دې ټولو صورتونوکې په احادیثو ثابته شوي وای او دټول امت به بیا په دې خبره اتفاق هم ؤ لیکن حقیقت ددې خلاف دی .

له دې څخه څرګنده شوه چې دجمع بین صلوتین حدیثونه په جمع صوري او جمع عملي باندي محمول دي نه په جمع حقیقي باندي ، نوتاسو محترمین باید هرلمونځ په خپل وخت کې اداء کړئ او له سپیدو چاودیدلوسره دسهارلمونځ اداء کړئ او بیا لږ ارام وکړئ

په دې اړه نور زیات تفصیل لپاره دي وکتل شي ( عمدة القاري شرح صحیح البخاري ۷ /۱۴۸ فتح الملهم شرح صحیح مسلم ۲/۲۶۱، معارف السنن ۴/۴۸۱، اوجزالمسالک شرح موطاامام مالک ۲/۵۸ فتاوی رحیمیه ۴/۱۲۱ نیل الاوطار۳/۹۳ )

والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم

کتبه : م / محمد

About admin