Home » دمېرمنو اسلام » د کور جوړول :لمړۍ برخه د ښي او نیکي ښځي اختیارول

د کور جوړول :لمړۍ برخه د ښي او نیکي ښځي اختیارول

ژباړه : عامرحسن

الله تعالی فرمایی«وَأَنْكِحُوا الْأَيامى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبادِكُمْ وَإِمائِكُمْ.. إِنْ يَكُونُوا فُقَراءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ واسِعٌ عَلِيمٌ»[1]

((او كونډي ښځي په نکاح باندی ورکړی او خپلو نیکانو غلامانو او وینزو لره نکاح وکړی  که چیرته دوی غریبانان وی نو الله به په خپل فضل سره دوی مالداره کړی او الله پراخه او پوهه ذات دی))

د هر مسلمان لپاره پکار دی چی د یوی نیکی ښځی انتخاب وکړی او دا په لاندی شرطونو باندی

” تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ عَلَى إِحْدَى خِصَالٍ ثَلَاثٍ: عَلَى مَالِهَا، عَلَى جَمَالِهَا، عَلَى دِينِهَا، فَعَلَيْكَ بِذَاتِ الدِّينِ وَالْخُلُقِ تَرِبَتْ يَمِينُكَ”( [2] )

((د څلورو صفاتو د وجی نه د ښځی سره نکاح کولی شی ۱ د هغی د مال دوجی ۲ دهغی دنسب د وجی ۳ دهغی دښایست دوجی ۴ دهغی ددین دوجی نو ددینداری سره نکاح وکړه کامیاب به شی))

نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: ((الدُّنْيَا مَتَاعٌ, وَخَيْرُ مَتَاعِهَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَة)([3] ))ُ

ترجمه :دنیا ټولی فایدی فایدی دی او نیکه ښځه ددنیا د غوره فایدو څخه ده

((لِسَانًا ذَاكِرًا، وَقَلْبًا شَاكِرًا، وَزَوْجَةً تُعِينُ عَلَى الْآخِرَةِ “)( [4]))

په تاسو کی دی یو تن شکر ګزار زړه والا وی او د ذکر کونکی ژبی والا دی او باید دداسی ښځی سره دی نکاح وکړی چی د اخرت په اعمالو کی د خاوند مدد کوی

او په یو روایت کی د ی رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ ته فرمایی” يَا مُعَاذُ، قَلْبٌ شَاكِرٌ، وَلِسَانٌ ذَاكِرٌ، وَزَوْجَةٌ صَالِحَةٌ تُعِينُكَ عَلَى أَمْرِ دُنْيَاكَ، وَدِينِكَ خَيْرٌ، مَا اكْتَنَزَ النَّاسُ( [5])

ای معاذ باید ستا زړه د ی شکر ګزار وی او ژبه دی ذکر کونکی او داسی ښځه چی ستا مدد ددین او دنیا په کارونو کی کوی ستا لپاره د هغه څه نه غوره ده چی خلک یی خزانه کوی

«تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ؛ فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمُ الْأُمَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»( [6])

د ډیر محبت او ډیر بچو راړونکی ښځو سره نکاح وکړی بیشکه زه غواړم چی د قیامت په ورځ ستاسو په کثرت سره په نورو انبیا باندی فخر وکړم

«عَلَيْكُمْ بِالْأَبْكَارِ، فَإِنَّهُنَّ أَنْتَقُ أَرْحَامًا، وأَعْذَبُ أَفْوَاهًا، وَأَقَلُّ خِبًّا، وَأَرْضَى بِالْيَسِيرِ»([7] )

تاسو باید د د ځوانو ښځو سره نکاح وکړی ځکه د هغوی خولی خوږی وی او رحمونه یی پراخه وی په لګ شی باندی راضی کیږی او په یو روایت کی راځی هغوی دهوکی کمی ورکوی

لکه څنګه چی نیکه ښځه د هغه څلور شیانو څخه ده چی د سعادت اسباب دی نو دغه شان بده ښځه د هغه څلور شیانو څخه ده چی د بدبختی اسباب دی

لکه په یو صحیح حدیث کی راغلی دی نبی علیه السلام فرمایی(( فَمِنَ السَّعَادَةِ: الْمَرْأَةُ تَرَاهَا تُعْجِبُكَ، وَتَغِيبُ فَتَأْمَنُهَا عَلَى نَفْسِهَا، وَمَالِكَ، وَمِنَ الشَّقَاوَةِ)) ( [8])

د سعادت د اسبابو نه یو هغه ښځه ده چی ته ورته وګوری نو تا تعجب کی اچوی نو ته هغه د هغی د نفس او ستا مال باره کی امانت ګره ګنړی

: الْمَرْأَةُ تَرَاهَا فَتَسُوءُكَ، وَتَحْمِلُ لِسَانَهَا عَلَيْكَ، وَإِنْ غِبْتَ عَنْهَا لَمْ تَأْمَنْهَا عَلَى نَفْسِهَا

او دبدبختی داسبابو نه یو هغه ښځه ده چی ته ورته وګوری نو خفه کوی دی او ستا په خلاف یی ژبه راویستلی وی او ته هغه د هغی د نفس او ستا د مال باره کی امانت ګره نه ګنړی

او دغه شان بالعکس باید د هغه کس په حال کی وګتلی شی چی هغه دیوی ښځی د نکاح مطالبه کوی او باید هغه کی دا لاندینی شرطونه موجود وی

«إِذَا أَتَاكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ خُلُقَهُ وَدِينَهُ فَزَوِّجُوهُ، إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ»( [9])

کله چی تاسو ته هغه څوک د نکاح مطالبه وکړی چی ستاسو دهغه اخلاق او دین خوښ وی نو هغه سره رشته وکړی او که چیرته دا کار ونه کړی نو په ځمکه کی به فتنه او  فساد وی

 

اوددی ټولو مذکوره شیانو سره باید دهغه باره کی پوښتنه او تحقیق وکړی شی او معلومات راجمع کړی شی او باید هغه چا باندی اعتماد وی چی هغوی د یو چا باره کی معلومات نقل کوی  دی دپاره چی کور وران او ویجاړ نشی

او کله چی نیک سړی د نیکی ښځی سره یو ځای نو دواړه یو ښه کور جوړوی ځکه د پاکی ځمکی فصل دالله په اجازه راوځی او کومه ځمکه چی خبیثه وی د هغی فصل کوټه راوځی

………………………………………………………………………

[1]       سورة النور الآية 32

[2]       متفق عليه

[3]      رواه مسلم 1468

[4]       رواه أحمد ” 5/282″

[5]      رواه البيهقي صحيح الجامع 4285

[6]     رواه أحمد و هو صحيح الإرواء 6/ 195

[7]     صحيح ابن ماجه (8051).

[8]      رواه ابن حبان وهو في السلسلة الصحيحة 282

[9]       رواه ابن ماجه 1957

 

About admin