Home » عصري مسائل » ایادرمضان المبارک په میاشت کې کسب اوکار کول ښه نه دی؟

ایادرمضان المبارک په میاشت کې کسب اوکار کول ښه نه دی؟

پوښتنه :ځیني خلګ وايې چې دروژي مبارکې په میاشت کې کارونه کول ښه نه دي یاوایې چې په دغه میاشت کې باید عبادت ته وخت ورکړل شی داڅرنګه خبره ده ؟

الجواب :کوم خلګ چې  په رزق اوروزي کې فراخي لري اواقتصاديې ښه وي نوهغه باید دروژي مبارکه میاشت کې ځان دعبادت لپاره فارغ کړي اوکوشش وکړي چې په دغه میاشت کې ډیر عبادت وکړي  ځکه دغه میاشت دعبادت سیزن ده اوپه نفلوکې يې دومره ثواب وي لکه دبل وقت دفرضو .

البته هغه خلګ چې اقتصادي مشکلات لري نودهغوئ لپاره بیا کسب اوکار کول افضل دي څو دخپل اولاد حلاله نفقه حاصله کړي  .

في الموسوعة الفقهیة ۲۳\۱۴۶ترک التکسب في الرمضان  للتفرغ للعبادة  :  وَعَلَيْهِ فَمَنْ مَلَكَ مَا يَكْفِي حَاجَتَهُ فِي رَمَضَانَ كَانَ الأَْفْضَل فِي حَقِّهِ التَّفَرُّغَ لِلْعِبَادَةِ طَلَبًا لِلْفَضْل فِي هَذَا الشَّهْرِ، وَإِلاَّ كَانَ الأَْفْضَل فِي حَقِّهِ التَّكَسُّبَ حَتَّى لاَ يَتْرُكَ مَا افْتُرِضَ عَلَيْهِ مِنْ تَحْصِيل مَا لاَ بُدَّ مِنْهُ .

من فتاوی مفتی ابی یاسر عفی عنه

About admin