Home » دار الافتاء » په روژه کې دجهاد دفضيلة په اړه

په روژه کې دجهاد دفضيلة په اړه

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب يوه پوښتنه لرم که يې په اړه مفصل ځواب راکړئ ښه به وي . پوښتنه داده :چې په سيمه  کې مقابل جانب دروژي مبارکي دراتلوپه اړه دجنګ دبندولو درخواست کړی ،نوکه بياهم په روژه کې جنګ روان وي دابه دروژي مبارکي ددرناوي  سره نامناسب عمل نه وي اوکه څرنګه ؟

الجواب حامدا ومصلياوبعد: محترم وروره : په  اسلام کې داخبره دلمر په څير روښانه ده چې کله کافران په یوه اسلامي ملک باندي تير ی وکړي نو په مسلمانانوباندي جهاد فرض عين دی ، تردي چې  جهاد په دغه وقت کې ترهرعبادة  لمړيتوب لري ،آن ترلمانځه روژي حج اونورو ارکانوداسلام هم مقدم دی ځکه خوچې کله مجاهدين دجهاد سنګر ته ځې یاپه سنګرکې وي اوله دښمن سره مخ کيږي اودروژي په نيولوسره ضعيفه کيږي نودروژي خورک ورته روادي ،اودجګړي په وخت کې  لمونځ  ایله کولی شې ، همداراز به فرضي حج ځنډوي  . البته په دغه صورتونوکې دقضاء راوړل بيله مسئله ده .

پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي : چې په روژه کې دنفلوثواب دفرضو دثواب په شان وي ،اودفرضو ثواب يې داویاو فرضونودثواب سره برابر وي ،

عن سلمان عن النبي صلی الله علیه وسلم في حديث طويل : انه … قال : …..  من تَقرّب فيه  بخصلةٍ  من الخير كا ن كمن  أدّى  فريضة  فيماسواه ومن أدّى  فريضة كان كمن  أدّى سبعين  فريضة  فيما سواه … الحديث مشكوة  ص\۱۷۳ الترغيب والترهيب  ۱\ ۲۵۴  الزواجر  ۱\ ۲۸۳

همداراز پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي : چې ترايمان وروسته ترټولو سترعبادة جهاد دی . انظر مشکوة ص\۳۳۳او۳۳۰

لهذا په روژه کې دجهادپه شان په یوعظيم فرضي عبادة باندي[ چې ترايمان وروسته ترټولو عباداتوافضل دی] داویاو داسې نوروسترو فرضي عباداتو ثواب ورکول کیږي .

اودغه لایشعرون : ته بايدداخبره هم معلومه شې چې دغه جاري جهاد خوکوم خپل مينځنې  شخړه نه ده چې دوئ یې دروژي دمبارکي مياشتي ددرناوی په خاطر دبندولو درخواست  کړي ،

داسلام ترټولوستره غزوه بدر په همدغه رمضان المبارک کې شوي ، پيغمبرصلی الله علیه وسلم خپله څوغزاګانوته  په روژه مبارکه کې تشکيلونه ليږلي ، چې له جملي څخه یې دشپږم هجري کال دزيدبن حارثه رضي الله تعالی عنه سريه [تشکيل ]ده چې دام فرقه سيمي ته یې ليږلي ،اوپه اوم هجري کال کې يې دبني عبدبن ثعلبة سريه وه چې ميفعه ته یې ليږلي وه همدارازدصحابه و اوتابعينو اونورو اسلامي سپه سالارانو ډیری ستر فتوحات په همدغه مياشت کي سرته رسيدلي ،وګورئ  مغازي الواقدي –   ج 1 / ص 727  –  او ج 1 / ص 564  سيرة المصطفی دوهم ټوک ، البداية والنهاية لابن کثير رحمه الله .

الحاصل : دغه مفسدين بایددروژي دمبارکي مياشتي په درناوي کې دوطن په پلازمينه  او ولایاتوکې دکيبلونوسينماو،شرابو، اونورو فحشاو آډي تړلي وای ، اوله خپلوبادارانوڅخه يې غوښتی وای چې دروژي دمياشتي په درناوي کې دي په مظلوموافغانانو خپل وحشتونه بندکړي .نه داچې مجاهدين دي له يوه  سپيڅلي فریضي اوعبادة څخه لاس واخلي

About admin