Home » درس القرآن » رمضان المبارک :اومسلمانانو ته دروژي نیولوحکم

رمضان المبارک :اومسلمانانو ته دروژي نیولوحکم

وقال الله تعالی : شَهْرُ رَمضانَ الذي أنْزِلَ فيه القرآنُ هدًى للناّس وبيِّنَاتٍ منَ الهدى والفُرقانْ فَمَنْ شَهِدَ منْكم الشهْرَ فلْيَصمْه () البقره۱۸۴

 

ژباړه : رمضان [المبارک ]هغه میاشت ده چې قرآن کريم ورپکښې نازل  شوی چې دبشريت لپاره هدايت ده،او نورښکاره دلائل دهدايت ورپکې نغښتي دي ،نوکه له تاسوڅخه کوموکسانو درمضان  المبارک مياشت  وليده نوروژه کوي دي .

لنډتفسير : په دغه آيتونوکې الله تعالی دروژي دمبارکي مياشتي عظمت اوشرف ته اشاره کوي چې دالله تعالی سترکتا ب قرآن کريم چې دبشريت دسوکالۍ خوشحالۍ لپاره راغلی ،اويوهراړخيز لارښود دی په همدغه مياشت کې نازل شوی ،  په حديثو اواثارو کې ددي خبري دتفصيل په اړه راغلي  :

څرنګه چې قرآن کريم  دالله تعالی  بلاکيفه  کلام  ده  نوځکه په ازل کې په لوح  محفوظ کې موجودؤ ، خووروسته دقرآن  کريم نزول دوه ځله شوی  :

لمړی  : دلوح محفوظ څخه بيت  المعمورته  [ چي په لمړي اسمان کې دبيت  الله  په برابر دملائکو کعبه  اومطاف  ده ]
اودوهم نزول  يې له بيت المعمورڅخه په پيغمبرصلی الله عليه وسلم باندي شوی دي  ،
په دغه دواړونزولونوکې حکمت اوسر دقرآن  کريم  عظمت  ، شرافت  ،حفاظت ،اوله نورواسماني کتابونوڅخه يوامتياز  اوخصوصيت  وو ؛ دلمړي نزول په هكله ابن حجر رحمه الله وايې : چي دانزول په څلورويشتم درمضان المبارك شوى لكه الله تعالى چي فرمايي [ انا انزلناه في ليلة مباركة .]الدخان ،په ځينورواياتوکې ددغه نزول  تاريخ دپيغمبر صلی الله عليه وسلم دپيدايښت شپه ښودل  شوي  يعني له بعثت اونبوت  څخه څلويښت کاله  وړاندي قرآن کريم له لوح محفوظ څخه  بيت المعمورته راغلی ؤ :

اودوهم نزول هم په رمضان المبارك كي په دوشنبه چي دقدرشپه هم وه دهجرت نه ديارلس كاله وړاندي دسوره علق په لمړي آيتونو سره دحراء په غار كي پيل شوى اوبيا داليوم اكملت لكم دينكم په آيت پاى ته رسيدلى (كه څه هم  داخري اية په هكله نور روايات هم شته  )

دي دوهم  تدريجي نزول ټول دوه ويشت كاله 2 مياشتي او22 ورځي نيولي،چي ورسره 9 كلونه 9 مياشتي او9 ورځي په مدينه منوره كي او12 كاله 5 مياشتي 13 ورځي په مكه مكرمه كي تيري شوي .

نوکله چې الله تعالی دروژي دمبارکي مياشتي عظمت ته اشاره وکړه وروسته يې داحکم وکړ چې له تاسوڅخه چې څوک درمضان المبارک مياشت وويني نوروژه کوئ يې  یعني دغه میاشت په يوه ځانګړي عبادت باندي تيره کړئ چې  هغه روژه کول دي له سپيدوڅخه بيا ترلمرلويدوپوري دخوراک څښاک جماع اونوروګناهونوڅخه دځان ساتل دي .

علماؤ ليکلي دي : چې لمړی په دي امت په هره مياشت کې  دري روژي فرض وي ،چې هغه دايام البيض يعني دهري مياشتي د۱۳\۱۴\۱۵دورځوروژي وي ،همدغه روژي دحضرت ابراهيم عليه السلام په ملة کې هم فرض وي ، وروسته دعاشورا روژه هم ورزياته شوه ،اوبيادهجرت څخه نږدي يونيم کال وروسته د” شهررمضان الذي …. فمن شهدمنکم الشهرفليصمه  الآية “دنزول سره درمضان المبارک دمياشتي روژي نيول فرض شوي او ورسره دايام البيض اوعاشورا دروژوفرضيت منسوخ شو ،البته استحباب اوسنتية يې اوس هم پاته دی  .

 

About admin