Home » ځانګړي ليکني » موضوعي احادیث اوموخي يې ۲ برخه

موضوعي احادیث اوموخي يې ۲ برخه

په تېرپسي :

۳=  دخپل  مسلک  یا طرز اوطریقې  لپاره.

دابیابه په طریقت اوتصوفوکې  داهل باطل  ډلي  وي چې  دخپل مسلک یاطرز  اوطريقي  لپاره يې حدیثونه وضع کړي مثلا دخپل یومخصوص  لباس  لپاره  ،دخپل  ځانګړي تګ راتګ  ،ناستي  ولاړي  ،خوراکاوڅښاک لپاره لکه دوی  به ویل چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم  داډول لباس  فلان صحابي  ته ورکړی ، اورسول  الله صلی الله علیه وسلم  اویس  قرني  ته  خپله جبه ورکړه اوداسي  نور.

۴=  دخپل تقلید دتائید اوتقویت لپاره .

یعني  ځيني  خلګوبه دیوه خاص  مجتهددتقویت  لپاره حدیثونه وضع کول  .

دې  ډلي  به هم  څوډوله حدیثونه وضع کول  مثلا  :

  • دخپل مذهب  دیوې  مسئلي  دتائیدلپاره .لکه  ځينو چې داډول  حدیثونه وضع کړي : من رفع یدیه في  الرکوع  فلاصلوة له .
  • یاپه بل مذهب  باندي  درد لپاره لکه : من  قرء خلف الامام ملئ فوه نارا.اوداسي نور
  • په یوه بحث یامباحثه کې دغلبي لپاره . لکه ځينوچې  دمني  ودطهارت  لپاره حدیث وضع کول .

۵=  دیوه عمل  څخه دترهیب  یا په یوه عمل دترغیب لپاره .

دې  خلګوهم څوډوله حدیثونه وضع کول :

  • دخپل یوې ځانګړي طریقې  ته دترغیب  اودعوت  لپاره .
  • دخپل یوه ځانګړي طرز داختیارولو لپاره
  • دځينو ناخوښو څېزونو څخه دخلګودګرزولو لپاره . اوداسي نور

دوئ  دډېرې  غلوفي  الدين له وجې داکار کول ،اوعلماو لیکلي  چې ترټولودوئ  دین ته ډير ضررورسول ځکه خلقو به ددوئ  په ورع اوتقوی باندي اعتمادکاوه اوددوئ  هرډول حدیثونه به يې قبلول .

۶=  دخپلو دنیوي ګټولپاره   .

دغه ډلي  هم څوډوله حدیثونه وضع کول  :

  • لکه دخلګوپه مینځ کې په نابلده اوعجیبه خبرو سره دشهرت موندلولپاره  به ځیني واعظانو داکارکول
  • یابادشاه ته دقربت  اونزدیکت  لپاره داکار کاو لکه غیاث  بن ابراهیم  چې دخلیفه مهدي په وړاندي هغه ته دقرب له امله وويل : لاسبق الافي  نصل  اوخف  اوحافر اوجناح  .

۷=  ددنیا دلاس  ته راوړلو لپاره  :

ځيني  خلګو یواځې  ددنیا دګټلو اولاس  ته راوړلو لپاره داکار کاو لکه امام  شعبه رح چې  فرمايې  :چې  ابومهزم  البصري چې  دبصري  په مسجدکې  اوسیده که به کوم  چایودرهم ورکړ نوپنځوس حدیثونه يې هم  ورته  وضع کول . همداراز ابوسعیدالمدائنی  اونور . ’’الآثار المرفوعۃ‘‘او ’’الاسرار المرفوعة ؛

 

نوربیا……….

About admin