Home » ځانګړي ليکني » دموضوعي احادیثو ځيني علامات

دموضوعي احادیثو ځيني علامات

دموضوعي احادیثو دمعرفت  څوعلامې محدیثینو ذکرکړي  دي :په همدغه  علاموباندي  محدیثینو دموضوعي حدیثونه  څرک  لګاوه . داعلامات  دوه ډوله وي :

  • دسندڅخه دوضع معرفت
  • له متن څخه  دوضع معرفت .

لمړی  دسند څخه دوضع معرفت  : دوضع  ډيرمعرفت له همدغې  لارې  کیده ، ځکه کاذب  راوي  معرفت آسانه اوڅرګندو .ځکه  په متعددطرقودراوي کذب څرګندیده . مثلا :

  • راوي له داسي شیخ  څخه روایت وکړي  چې  له  هغه سره دده عدم  ملاقات ثابت  وي .

اودابیا په څوطریقو کیدلای شي  :

۱= دراوي  عُمر دسماع نه وي .

۲= راوي  دشیخ  دمرګ ورسته پیداشوی  وي .

۳= راوي  په داسي  ځای کې دسماع  دعوی وکړي  چې هلته يې کله هم شیخ  سفرنه وي کړی .

مثالونه : لکه مامون  بن احمدهروي  چې  وویل  : ده له هشام بن  عمار څخه حدیثونه اوریدلي ، امام ابن حبان ورڅخه وپوښتل ته څه مهال شام ته ولاړي  ؟ ده ورته وويل  : ۲۵۰ هجري کې ،هغه ورته وويل : هشام چې ته ورڅخه روایتونه نقل کوي  هغه په ۲۴۵ کې  له دنیاڅخه تللی  .

همداراز  عبدالله بن اسحاق کرماني  له محمدبن ابي  یعقوب  څخه داحادیثوروایت کاوو، امام  ابوعلي النیشابوري له ده څخه  دده دولادت  نیټه وپوښتله ،ده ورته  ویل  :۲۵۱ کې ،امام ابوعلی ورته وویل  چې له کوم  شیخ څخه چې  ته روایت کوي  هغه ستاله ولادت څخه  نه کاله وړاندي وفات شوی .

همداراز محمدبن حاتم  له عبدبن حمید څخه حدیثونه بیانول ،حاکم ابوعبدالله رح وفرمایل :محمدبن حاتم  له عبدبن حمیدڅخه  دهغه له وفات نه دیارلس کاله وروسته حدیثونه اوریدلي  .

۲=   دراوي  خپل ذاتي حالات  وي  .

لکه  حاکم  دسیف بن عمر تمیمي څخه روایت  نقل کوي :چې  موږ دسعدبن طریف سره ناست  وچې  دهغه زوی  دمدرسي  څخه راغی اوژړل يې :سعدبن طریف  دژړا لامل  ځيني  وپوښتل  ،هغه ورته وويل :چې  استاذ ووهل ،سعدبن طریف  وویل :زه به نن  دوئ  رسواکوم ،سمدستي  يې  له  ځانه حدیث  پیل کړ،حدثني  عکرمة  عن  ابن  عباس  مرفوعا :معلموصبیانکم  شرارکم  ،اقلهم  رحمة للیتیم  ،واغلظهم  علی المساکین  . ( اللالی المصنوعة  ۲/۴۷۰)

۳=  راوي  داهل البدعة څخه وي  : اوپه بدعت کې  افراطي  ،داعي  اودخپل  مسلک  لپاره حدیثونه  روایت کونکی وي ،په اهل البدعة کې  خوارج ،روافض ،کرامیه ،قرامطه  ،شیعه اونورداخل دي،،

۴= کله خپله  دراوي  اقرار وي  لکه ابوعصمة نوح  بن ابي مریم  یاوړاندي چې  يې تذکره وشوه چې  احادیث  يې وضع کړي . (فن اسماء الرجال۵۳)

دمفتی ابویاسرصاحب له درسونو څخه

About admin