Home » بېلا بېلي لیکني » درمضان المبارک بیلابیل نومونه اودهغوئ وجي

درمضان المبارک بیلابیل نومونه اودهغوئ وجي

په عربي ژبه کې هرمهم شی ډيرنومونه لري ،له دغه جملې څخه درمضان المبارک میاشت هم ده، چې محدثینو اومفسرینو يې ډیرنومونه ذکرکړي دي ، البته دانومونه یې په قرآن کریم یاهم په احادیثوکې ذکرشوي  دي ،له هغوئ څخه څونومونه په لاندي ډول دي :

۱= شهرالقرآن

۲= شهررمضان

۳= شهرالصبر

۴= شهرالمواساة

۵= شهربرکة

۶= شهرعظیم

۷= شهرالامة

۸= شهرالرحمة

۹=شهر الصیام

۱=  سیدالشهور

۱۱= شهرالغفران

په ذکرشوي اسماؤ  دنومول کیدو  وجه :

۱= دروژي مبارکي  میاشتې ته شهرالقرآن له دي امله وایې : چې په همدغه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی دی . اوعجیبه داده چې قرآن کریم دوه ځلې نازل شوی اودواړه نزوله یې په همدغه مبارکه میاشت کې شوي دي .

دقرآن کریم ددي دواړونزولونو مهال

دلمړي نزول په هكله ابن حجر رحمه الله وايې چي دانزول په څلورویشتم درمضان المبارك شوى لكه الله تعالى چي فرمايي [ انا انزلناه في ليلة مباركة .]الدخان ،په ځینوروایاتوکې ددغه نزول  تاریخ دپیغمبرصلی الله علیه وسلم  دپیدایښت شپه ښودل  شوي  یعني له بعثت اونبوت  څخه نږدي څلویښت کاله  وړاندي  :

اودوهم نزول هم په رمضان المبارك كي په دوشنبه ۲۷ چي دشبقدرشپه هم وه دهجرت نه ديارلس كاله وړاندي دسوره علق په لمړي آيتونو سره دحراء په غار كي پيل شوى اوبيا داليوم اكملت لكم دينكم په آيت پاى ته رسيدلى .

مأخذونه  :  تمهيدالقراّن ص\99-  100

اودوهم له دي امله ورته شهرالقرآن وایې چې په دغه میاشت کې به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دقرآن کریم زیات اهتمام کاوه ،اوجبرائیل علیه  السلام  به په ځانګړي ډول په دغه میاشت کې دپیغمبرصلی الله علیه وسلم څخه دقرآن کریم داوریدلو لپاره راتلو .

 له ابن عباس رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی ……جبرئيل علیه وسلم به درمضان المبارک په هره شپه کې پیغمبرصلی الله علیه وسلم  سره یوځای کيده  ،اوپيغمبرصلی الله علیه وسلم به قرآن کريم ورته تلاوت کاوه  ،

دروژي  اوقرآن کریم یوبل ممثالة په دي کې هم دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایلي  : چې قرآن کریم اوروژه به دقیامت په ورځ  دمؤمن شفاعت کوي

 

۲= شهر رمضان  بیا له دي امله ورته وایې چې رمضان درمض څخه اخستل شوي اورمض

سوزیدلو ته ویل کیږي  ، څرنګه چې په دغه مبارکه میاشت کې هم دانسانانو ګناهونه توئیږي  سوزول کیږي  نوځکه ورته  رمضان وویل شو . لکه په بحرالرائق اونورو کتابونوکې راغلي دي  :

۶\۱۳۹ شامله  :  وهو في الأصل من رمض إذا احترق سمي به ؛ لأن الذنوب تحترق فيه ، وهو غير منصرف للعلمية والألف والنون قال الجوهري : يجمع على أرمضاء ورمضانات ،

دمفتی ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

About admin