Home » روژه » درحمتونو دورښت ورځې

درحمتونو دورښت ورځې

ژباړه :حبيب الله

د روژې مبارکه میاشت په درې برخو ویشل شوې ده، چې لومړیو لسو ورځو ته یې د رحمتونو لسیزه وایي.

د روژې د لومړیو لسو ورځو د رحمتونو ښایست په همدې کې دی، چې پدې کې د برکتونو او نیکمرغیو له پاسه نوربرکتونه وي.

مسلمانان پدې پوه دي چې روژه یو روحاني فرصت دی، مګر رحمتونه په حقیقت کې د مسلمانانو لپاره څه معنی لري؟

د الله تعالی یو نوم الرحمان دی، یعنې ډیر زیات رحم کونکې، او مسلمانان چې هر کار کوې نو د الله دغه نوم پکې یادوي. نو دا به کومه د حیرانتیا خبره نه وي، چې رحمتونه په هغه میاشت کې ډیر راڅرګند شې ،کومې ته چې الله خپله میاشت ویلې ده.

په یو قدسي حدیث کې الله تعالی فرمایي:

اې د آدم زویه! تر هغه چې ته له ما غوښتنه کوې او په ما تکیه کوې، زه تاته بخښنه کوم او هغه څه چې تا کړي، زه یې بد نه ګڼم. ای د آدم زویه! که ستا ګناهونه د اسمان تر وریځو ورسیږي، او بیا هم ته له ما بخښنه وغواړې، نو زه به درته بخښنه وکړم. ای د آدم زویه! که ته پرته لدې چې له ما سره شریک ونیسې ،ماته له دومره ګناه سره راشي، چې دا ټوله زمکه به پرې ډکه شي، نو زه به درته بیا هم بخښنه وکړم. (الباني دغه حدیث د منلو وړ(صحیح) ګرځولې)

ډیر مومنان به پدې اړه ډیر وارخطا وي، چې روژې ته پداسې حال کې ننوځي چې ډیر ګناهونه په پوهه او غلطۍ ورنه شوي. خو سره لدې هم الله تعالی ورته د بخښنې وعده ورکوي. او دا هم ورته راپه یادوي چې له شرک څخه ځان وساتي.

په پورته ذکر شوې حدیث کې الله تعالې مونږ ته دا رایادوي، چې هغه جل جلاله الرحمان او الرحیم یعنې ډیر زیات مهربان او رحم کونکی دی. د الله په رحمت کې راتاویدل او د جنت غوښتنه خو هغه څه دي چې هر مسلمان یې له الله تعالی څخه غواړي او د هغه جلاجلاله له عذاب څخه ویره کوي. الله تعالی فرمايي:
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳)
ووایه، ای زما هغو بنده ګانو چې پر خپلو نفسونو مو تیری کړی، د الله تعالی له رحمت څخه مه نا امیده کیږﺉ. یقینا الله ټول ګناهونه بخښي. او هغه په ریښتیني ډول بخښونکی او مهربان دی .

دعا او ذکر د الله تعالی د رحمت کیلي ګانې دي:

د مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره لاره چې د الله عبادت پکې وکړي داده، چې په لومړیو لسوورځو کې پداسې حال کې چې د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ دروازې بندې دي او د الله د بنده ګانو لپاره د الله ج نه د رحمت د غوښتو ښه وخت او موقع ده، دوئ دې الله تعالی ته د رحمت دعاګانې او اذکار وایي. ، او الله تعالی هیڅکله هم له خپلې وعدې نه اوړي. یوه ډیره ښه دعا دا هم ده:

وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ (المومنون ۱۱۸)

و ووايه ای زما ربه! بخښنه وکړه او رحم وکړه، بیشکه ته غوره رحم کونکې یې.
دغه رازالله تعالی فرمایي:

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُون (البقره ۱۵۲)

تاسو ما یاد ساتئ زه به تاسو یاد ساتم او زما شکر پرځای کړئ او ناشکري مه کوئ .

دا یقینا یوه غوره یادونه ده، چې تل د الله تعالی څخه د مهربانۍ او رحمت دعا وغواړو، فرق نکوي که زمونږ غوښتنه هر څومره ورو او یا هم کمزورې وي او یا که مسلمانان په هر څومره مشکلاتو کې اخته وي. بنده ګان باید هیڅکله هم د الله تعالی له رحمت څخه نهیلې نه شي.

روژه پخپله یو رحمت دې داسلام د یو ې بناء په ډول د روژې نیول خپله یو رحمت دې. په روژه کې مسلمانان د ښه صحت لرونکې وي او له معنوې اړخه ډیر قوي کیږي. مسلمانان په روژه کې په ډیرو کمو خوړو هم شکر وباسې او د هغه چا په حال خبریږي چې له دوئ لږ لري او یا هم دومره بیوزله وي ،چې د روژه ماتې لپاره ورته د اړتیا وړ خواړه هم نه پيدا کیږي.

روژه د مسلمانانو لپاره یو چانس دی، چې په هغه څه شکر وباسي چې الله ورکړي، او د هغه چا له حاله خبر شي ،چې له دوئ یې حال خراب او له ډیرو مشکلاتو سره مخ وي.
مګر الله تعالی لدی هم د زیات شې وعده کړیده، هغه فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ (البقره ۱۸۳)
اې مومنانو روژه پرتاسې فرض شوي، لکه څرنګه چې په تیرو امتونو فرض شوې وه، ښایې چې تاسو پرهیزګاره شۍ.

یقینا روژه د مسلمانانو لپاره د الله یو تر ټولو غوره ډالۍ ده ،چې خپلو بنده ګانو ته یې ورکړې او د روژې دغه ټول برکات او رحمتونه به مونږ هلته لاسته راوړي وي ،چې په صحیح توګه او لکه څرنګه چې لازمه ده د الله تعالی بنده ګي وکړو.

روژه ونیسه او د رحمتونو په دې دور کې له الله وغواړه .

د روژې لمړۍ لس ورځې لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه ،د رحمتونو د ورښت ورځې دي او الله تعالی خپل بې انتها رحمتونه په خپلو ټولو هغو بنده ګانو وروي ،چې ښه عملونه کوي او د نیکو عملونو بدله په څو برابره زیاته ورکوي او حتی الله تعالی پدې ورځو کې هغه چاته چې غافله او بد عمله دي او په صدق توبه وباسي بخښنه کوي. الله تعالی پدی میاشت کې د مسلمانانو زړونه پاکوي او هغوې ته په صحیح او ښه ډول د الله تعالی د عبادت کولو لار ورښايي.
الله تعالی فرمايي:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات ۵۶)

او ما (الله) نه دې پیدا کړي پیریان او انسانان مګر د عبادت لپاره.

روژه خو یقینا ډیر فضیلت لري او یو بهتري یې په دې کې هم ده ،چې الله وایې روژه زما ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الله تعالی فرمايي: د ادم د زوی هر عمل د خپل ځان لپاره دی غیرله روژې څخه، روژه زما لپاره ده او زه به يي بدله (روژه نیونکي) ته ورکوم. په حقیقت کې د روژه دار د خولې بوی الله تعالی ته د مښکو له بوی څخه غوره دی. صحیح البخاري .

پدې ډول بې اندازې اجرونه او ثوابونه به د روژې په جریان کې ټولو هغو خلکو ته ورکول کیږي ،چې یوازې د الله تعالی عبادت وکړي او په اخلاص توبه وباسي.

About admin