Home » درس القرآن » په امت دروژې فرضیت :

په امت دروژې فرضیت :

قال الله تعالی :  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183) أَيَّامًا مَعْدُودَات البقرة

ژباړه :ای مؤمنانو روژه درباندي فرض کړی  شوي ده ،لکه چي روژه فرض کړی شوي وه په هغه خلګوچې له تاسو څخه وړاندي تيرشوي ،یعني وړانديني قومونه اوامتونه ، دا ددي لپاره چې تاسو ځانونه دګناهونوڅخه وساتئ  اوپاک شئ ،

لنډتفسیر :  دزياترومفسرينوپه نزد دغه آية درمضان المبارک دروژي دفرضيت لپاره نازل شوی ، اوپه دغه آیة باندي درمضان المبارک دمياشتي روژه نيول فرض شوي ،

څرنګه چې دنفس اوهوا پرستانوباندي دروژي نيول ګران  وي نوځکه په آية شريف کې دتاکيدپه الفاظو بيان شوی ،اوبيا وويل شول  چې همدغه روژه  په وړاندينیو قومونواوامتونوکې  هم وه آن ترادم  علیه السلام پوري په ټولوامتونوکي روژه فرض وه ،البته دهرقوم اوملت روژه دبلي نه  په کميت یاپه کيفيت کې څه توپيردرلود ، په اخیر کې الله تعالی دروژي اجمالي ګټواوحکتونوته اشاره کړي اوفرمایلي يې دي : چې داروژه ددي لپاره فرض کړي شوه  چې تاسوله ګناهونوڅخه  پاک شئ ، دنفسي خواهشاتوپه پريښودلوکي عادت شئ اوداسې نور …چې دتقوی په مفهوم کې نغښتي دي  .

 

About admin