Home » بېلا بېلي لیکني » دتفسیر ددورې په اړه هدایات اومشورې [۱]

دتفسیر ددورې په اړه هدایات اومشورې [۱]

دتفسیر ددورې پیل بایددوشنبه وي ،ځکه دوشنبه په اسعدالایام کې  راځې  ،او درسول  الله صلی الله علیه وسلم  ولادت  اودقران کریم  دنزول   دپیل  ورځ ده . نودتفسیر ددورې  پیل  یوښه تفاول  دی ،

اودامسئله هم باید په یاد ولرو چې  تفاول  مستحب  اومسنون عمل دی . اوځکه موسلفو  دوشنبه یاهم چهارشنبه ددرسونو دپیل  ورځې  ټاکې .والاقتداء  بالسلف  امرمستحسن  ایضا .

اودلته  باید دځينو خلګو تېروتني  ته هم متوجه شووچې  په دوشنبه  دکارونوپیل  لکه فرض یاواجب  داسې  ګڼي .بلکه عقیده مو باید داسي  وي  چې ټولې ورځې  ښې  دي  البته  فرق  یواځې دافضلیت  ده .

داسلام  عقیده ده چې  منحوسیت  یابدوالی  په ورځو اومیاشتوکې  نشته ،،بلکه منحوس  زموږ  بداعمال  اوبدې  عقیدي  دي  چې ځانونه ساتل  ځېني  ضروري دي .

دشعبان مبارکه میاشت

په دې باید پوه شو چې  رمضان  المبارک  دقرآن کریم  میاشت ،په احادیثوکې  په شهرالقران مسمی  ده ، ځکه چې  دقرآن کریم  دنزول  ، سماع   ،تلاوت  ،اودور میاشت  ده ،

اوشعبان  میاشت  ددې  مبارکې میاشتې  مقدمه ده ، اومقدمه خو دمقصود په حکم کې وي  ، ځکه به رسول  الله صلی الله  علیه  وسلم  دغه میاشت کې  ترټولو ډيرې  روژي نیولي  .

اوپه یوه حدیث کې  راځې  رجب  شهرالله  ،والشعبان  شهري  . الحدیث ضعیف

طریقة  السلف دی

ددوري  څلویښت  ورځنی سفر

په  هرسفرکې یوڅوک  هدف  لري  ،زموږ  هدف  باید معلوم  وي  . موږ  په دې  سفرکې  ترټولو عظیم ،پاک  اومبارک  هدف  اومقصد  لرو هغه دالله تعالی  دکتاب  زده کړه  ده .

تاسوته  باید معلومه  وي  چې  دغه  هدفته  دوه  ډوله سفرونه کیدلای  شي  .

  • طویل المیعاد سفر
  • اوقصیرالمیعاد

لمړی  سفرزموږ  اوستاسو نږدي  څوارلس  څخه  تراتلس  کلونو پوري  وي  چې  دمختلفو فنونوپه  زده کړه  یومحیط  سفردی  .

اودوهم  سفرمو دتفسیرددوري څلویښت  ورځنی  یوقصیرالمیعادسفردی .

دواړه سفرونه دخیردي  ،مګر په مینځ کې  يې  فرقونه   شته :

  • لمړی فرق دادی:چې  لمړی سفر  په وسائلو مشتمل  دی  اودوهم  په عین مقصود .
  • اودوهم فرق  دادی : چې دادرسول  الله صلی الله علیه وسلم  اوصحابه ودقرآن کریم دتعلیم طریقه ،
  • دریم داچې لمړی  سفرډيرځلې  نیمګړی  شي اودغه  سفر زیاتره  مکمل  شي .
  • دریم فرق  دادی  :چې  په دوهم  سفرکې  دزده کړي  ،تاثر  اوعمل  برخه  زیاته وي  .خوپه دې  شرط چې دوره  په اصلي  بڼه وشي  .

اوددې مثال  داسې  دی لکه نحو اوصرف  چې  دفن  په حیث  يې درسونه ډیره موده یعني  دوه یادري کلونه اخلی  خودوره يې  دمیاشتې  اوڅلويښت  ورځو په موده محېطه وي  ،اوترهغه څه ډيرپه کې  زده کېږي چې  دیوه یوه کتاب  په لوست سره سرته رسیږي .

نوربیا …….

دمفتي ابویاسر له درسونو څخه

About admin