Home » عصري مسائل » فرضي طواف یاسعی دلاس په ګاډیوکې ؟؟

فرضي طواف یاسعی دلاس په ګاډیوکې ؟؟

پوښتنه: محترم  مفتي  صاحب !دلاس  په ګاډیوکې  طواف  یادصفااومروی  سعی  څرنګه ده ،ډيرخلګ  چې  لیږستومانه شي  نوطواف اوسعی  دلاس  په ریړیوکې  شروع  کړي ،نوپوښتنه  داده چې  که  یوڅوک  فرضي  طواف  یاسعی په دغه ډول وکړي نودم  خوبه نه  پرلازمیږي ؟ حاجي  موسی  کل

الجواب :که چېري  یو:څوک  دعذر له امله  مثلا بیمار ، ګوډ اوشل  وي یا  پیاده په طواف  یاسعی  باندي قدرت  نه لري  هغه ته جائزده چې  دلاس په ریړیوکې  طواف  وکړي .

اوکه څوک  په پښوباندي دطواف یاسعی  قدرت  لري  مګر صرف  دستوماني  له امله دلاس په ریړیو کې طواف کوي  نوداطواف  به  بیرته راګرزوي  ،که یې راونه ګرزول  دم  ورباندي لازم دي .

في  المبسوط  ۴\وإن طاف كذلك زحفا فعليه الإعادة ما دام بمكة، وإن رجع إلى أهله فعليه دم بمنزلة ما لو طاف محمولا أو راكبا على ما بينا.

وفي  البدائع  ۲\۱۳۰ وعلى هذا أيضا يخرج ما إذا طاف محمولا أنه إن كان لعذر جاز، ولا شيء عليه، وإن كان لغير عذر جاز، ويلزمه الدم؛ لأن الطواف ماشيا، واجب عند القدرة على المشي، وترك الواجب من غير عذر يوجب الدم.

وفي  الوالوالجیه  ۱\۲۹۲وکذلک  لوطاف  محمولاکان علیه  دم انکان من غیرعذر وفیه ۲۹۴ ولوسعی  راکبا من غیرعذرلزمه الدم  ان  لم  یعدلان المشی واجب  وترک  الواجب من غیرعذر یوجب  الدم  .

کذافي  التاتارخانیه  ۳\۵۰۳

کتبه : مفتي  لطیف  الله .

About admin