Home » دار الافتاء » آیا زه دخپلې ورکې میمورې حق لرم ؟

آیا زه دخپلې ورکې میمورې حق لرم ؟

الاستفتاء  رقم  ………  محترم  مفتي  صاحب ! ما خپل  موبائل  یومستري  ته ورکړ ،څه خراب  وچې  راجوړيې کړي ،په موبائل کې  مي  اته  جیبي یوه میموري هم  وه ،چې  له مستري  څخه مي موبائل  راواخست  ،میموري  په کې نه وه ،ماله مستري ځخه  پوښتنه وکړه هغه وايې  چې  ماخومیموري  نه ده په کې لیدلي  ،شاوخوايې  وکتل  مګر پیدايې نه کړه ،نوزه اوس  دمیموري حق  په مستري  لرم  اوکنه ؟ یوسائل

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد: په ذکرشوي  صورت  کې  دغه  میموري  له مستري  سره امانت  ګڼله  کیږي  ،اوپه امانت  کې  که تقصیر ونشي  نوضمان[تاوان ]يې نشته ،یعني که دمستري  غفلت  ،یاتعدی  نه وي  مستري  ضامن  نه ده اوکه يې  مستري په ساتنه کې کوتاهي کړي وي ،یاپه خپله ځيني  ماته شوي  وي  یایې بل چاته ورکړي وي نوبیا دمیموري  تاوان  ځیني اخستلای  شي .

في  شرح  المختصرللطحاوي رح  ۲۱۰ ويدل على نفي ضمانها: قول الله تعالى: {مَا عَلَى المُحْسِنِينَ مِنْ سَبِيلٍ}، وهو محسن في حفظ مال أخيه المسلم إذا استحفظه إياه .  وقال: {وتَعَاوَنُوا عَلَى البِرِّ والتَّقْوَى}

وفي ردالمحتار ۸\۵۴۳  والمعتبر في ضمان المودع التقصير في الحفظ ألا ترى أنه لو وضعها في داره الحصينة وخرج وكانت زوجته غير أمينة يضمن، ولو أحد سرقها يقطع؛ لأن الدار حرز، وإنما ضمن للتقصير في الحفظ، ولو وضعها في الدار وخرج، والباب مفتوح، ولم يكن في الدار أحد أو في الحمام أو المسجد أو الطريق أو نحو ذلك وغاب يضمن

About admin