Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۱۱)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۱۱)

 

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

له طالبانو سره د جګړې علت بغاوت دی؟
آیا هغوی د موجوده دولت نه باغیان بلل کیږي؟
د شریعت له نظره حقیقت څه دی ؟

د امریکایانو په مقابل کې د افغان ولس روان جهاد ته دوې ډلي خلک د شک په سترګه ګوري، یو هغه څوک چې د اشغال تر چتر لاندي خپلي شخصي ګټي لټوي او بل هغه څوک چې علمي مستوا یې د دې وړتیا نلري چې حقیقت ځان ته معلوم کړي، نو دا دواړي ډلي کوشش کوي، چې داسي مبررات د ځان د تسلې لپاره وړاندي کړي، چې د بني اسرائلو د علماء و په شان يې داسي تراشلي وي، چې د ځان په ګټه ترینه کار واخلي، مثلاً دوی وایې: چې ګواکي طالبان د دوی په اصطلاح د اوسني دولت څخه باغیان دي، او په اسلام کې د باغیانو مبارزې ته جهاد نه، بلکي فتنه ویل کیږي.
دا چې د دوی دا خبره حقیقت دی او که هسي ځان دوکه کول دی؛ موږ هڅه کوو، چې د فقهي اسلامي د مشهورو کتابو په استناد د باغي تعریف وکړو، او د هغه په رڼا کې دا را وسپړو چې واقعاً طالبان باغیان دي؟، جګړه یې جهاد نه، بلکي فساد او فتنه ده ؟ او که د افغانانو مقابله د یرغلګرو محارب امریکایانو پر وړاندي بر حق او سپيڅلی جهاد دی ؟

د حنفي فقهي له لیدلوري، باغي چا ته ویل کیږي؟

په دې اړه زموږ د مذهب مشهورو کتابونو د باغي تعریف داسي کړی :
علامه ابن الهمام رحمه الله تعالی وايې : ( والباغي في عرف الفقهاء : الخارج عن طاعة إمام الحق . فتح القدير للكمال ابن الهمام: 6/ 99)
ژباړه : د فقهاء په اصطلاح کې باغي هغه چا ته ویل کیږي ، چې د شرعي امام د اطاعت نه ځان وباسي.
علامه زیلعي رحمه الله لیکي : (لا بد من معرفة أهل البغي ، فأهل البغي هم الخارجون على الإمام الحق بغير حق، بيانه أن المسلمين إذا اجتمعوا على إمام وصاروا آمنين به ، فخرج عليه طائفة من المؤمنين. تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق : 3/ 293)
ژباړه : د باغي پيژندل اړین دي، نو باغي هغه چا ته ویل کیږي چې پر مشروع امام باندي خروج وکړي، هغه داسي چې مسلمانان یو امام مقرر کړي، او پر هغه یې اتفاق راشي، بیا یوه ډله د دې امام د اطاعت نه ځان وباسي .
علامه مرغيناني په (الهداية في شرح بداية المبتدي : 2/ 412) ، علامه بدر الدین عیني په ( البناية شرح الهداية : 7/ 298) ، علامه ابراهيم الحلبي په (ملتقى الأبحر : ص: 514) او علامه شيخي زاده په (مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر : 1/ 699) او داسي نور د فقهي حنفي مشهور علماء هم په دې نظر دي، چې باغي هغه چا ته ویل کیږي چې د شرعي امام د اطاعت نه ځان وباسي .

د فقهي په یادو جزیاتو کې دوه شیان قابل غور دي :

1 – باغي هغه څوک دی، چې د یو مشروع امام د اطاعت نه ځان خارج کړي .
2 – د داسي امام له اطاعت نه ځان ایستلو ته بغاوت ویل کیږي، چې هغه امام د شریعت له لید لوري مشروع امام وي، د هر متغلب په مقابل کې قیام کولو ته باغي نه ویل کیږي.

اوس باید د فقهي اسلامي نه دا واضحه کړو، چې امام مشروع څوک دی.

علامه عبد الغني الغُنیمي الدمشقي او علامه ابن عابدین رحمها الله تعالی د خانیې په حواله د مشروع امام تعریف داسي کوي : (قال في الخانية من السير : قال علماؤنا : السلطان يصير سلطاناً بأمرين : بالمبايعة معه ، ويعتبر في المبايعة مبايعة أشرافهم وأعيانهم ، والثاني : أن ينفذ حكمه في رعيته خوفا من قهره وجبروته ، فإن بايع الناس ولم ينفذ حكمه فيهم لعجزه عن قهرهم لا يصير سلطاناً ، فإن صار سلطاناً بالمبايعة فجاز ، إن كان له قهر وغلبة لا ينعزل ؛ لأنه لو انعزل يصير سلطانا بالقهر والغلبة ، فلا يفيد ، وإن لم يكن له قهر وغلبة ينعزل . اهـ . اللباب في شرح الكتاب : 4/ 154 ، الدر المختار وحاشية ابن عابدين: 4/ 263)
ژباړه : د خانیې په السیر کې راغلي چې : علماء وايې : امام په دوو شیانو سره شرعي امام بلل کیږي : اول : په بیعیت سره ، او بیعیت هم د اشرافو او مخورو معتبر دی . دوهم : دا چې د قدرت او زور له امله يې پر رعیت حکم نافذ وي .
او که خلکو بیعیت ورسره وکړ ، خو د ضعف له امله د خپل حکم پر نفاذ باندي قادر نه و ، نو په یواځي بیعت سره هم امام مشروع نه بلل کیږي، او که بیعت ورسره وشي ، نو که يې پر رعیت غلبه درلوده ، بس نو شرعي امام ورته ویلای شو، او عزل يې روا نه دی، ولي که يې معزول کړي ، نو فایده نشته ، ځکه چې د قدرت په استعمال سره به بيرته ځان امام جوړ کړي .

علامه ابن عابدین د بیعت د اهلیت په اړه لږ نور وضاحت کوي وايې :
(وإما ببيعة جماعة من العلماء أو من أهل الرأي والتدبير) الدر المختار وحاشية ابن عابدين : 4/ 263 .
د علماء و او اهل رايې او تدبير په بیعیت سره مقرر شي . یعني بیعیت د علماء او اهل رایې والاو معتبر دی ، نه د هر کس او نا کس .
اوس نو که لږ غور او فکر وکړو، چې کرزی او اشرف غني د شریعت د کوم اصل پر بنا شرعي امامان شول، چې په افغانستان کې د محارب امریکایانو او د هغوی له همکارانو سره د طالبانو مبارزې ته د بغاوت رنګ ور کړو. در حقیقت د امریکایانو تر یرغل وړاندي په افغانستان کې یو شرعي نظام موجود و، یو مشروع امام د اهل حل او عقد په بیعت ، چې تقریبا یو نیم زر علماء کرامو بیعیت ورسره وکړ موجود و، د افغانستان پر 95 سلنه خاوره يې سلطه درلوده ، او د افغانستان په طول او عرض کې یې د 5٪ سلني نه علاه – حکم داسي نافذ و، چې په یو فرمان سره به يې ډیر لوړ رتبه منصوبین نصب او عزل کړل ، د افغانستان په هر ځای کې حدود او قصاص نافذ ول ، یو مثالي امن موجود و .
په داسي حال کې د نړۍ زبرځواک امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ ، افغانستان يې عملا اشغال کړ ، د زمکي او فضا کنټرول يې په خپل لاس کې واخیست ، او دا هم واضحه خبره ده ، چې د کفارو په یرغل سره یو مشروع امام نه مغزول کیږي، اګر که کفار غالب هم شي ، او د وخت امام محبوس کړي ، خو د خلاصون امید يې وي ، بیا هم د مسلمانانو امام غیر معزول دی ، نو د امریکایانو په یرغل سره به د افغانان مشروع امام څنګه معزول شي، چې پر ځای يې کرزی یا اشرف غني مقرر شي او د یو مشروع امام لقب ورکړل شي ؟
له یاد تحقیق نه دا ثابته شوه ، چې کرزی او اشرف غني یوازي د امریکایانو ځای ناستي دي ، د افغانانو مشروع حکمرانان نه دي، نو په کوم شرعي دلیل به دا وویل شي ، چې د اشغالګرو محاربو امریکایانو او د هغوی د ملګرو او غلامانو پر خلاف جهادي مبارزه کونکي باغیان وبلل شي ؟
بلکي بالمقابل کرزی او اشرف غني د افغانانو د مشروع امیر نه باغیان دي، د مسلمانانو د هیواد په اشغال کې د محاربو امریکایانو سره همکاران او ملګري دي ، او په افغانستان کې د محارب کفارو سره مبارزه د یو شرعي اصل -جهاد دفع- پر بنسټ یو افضل ترین جهاد دی، او هر څوک چې د کفارو د اشغال نه دفاع کوي، د هغوی سره هم د ﴿ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ﴾ [المائدة: 51] د اصل پر بنا جهاد یو مشروع او سپڅلی عمل دی‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍.
ځیني اشغال پلوي د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ د کفارو اشغال ته د دوام ورکولو هڅي کوي ، عملا همکاري وسره کوي ، بلکي ځيني بیا د بني اسرائلو د علماء و په شان د شریعت د اصولو تحریف ورته کوي، موږ افغانان په دا لنډ وخت کې د دوو- دروو یرغلونو شاهدان یو، او په هرهر یرغل کې د امریکایانو په شان محارب کفار ول، او په څنګ کي د دوی د غلامانو په شان د هغوی د ګټو ساتونکي ول ، خو د الله په نصرت سره نن نه هغه کفار او نه يې هم غلام پر میدان پاتي دي ، اوس هم موږ د الله پر نصرت ایمان لرو، چې دا کفار به ماتیږي، او غلامان به يې له شرمندګۍ سره مخ کیږي؛ اوس لا وخت شته ، الله ته دي راجع شي ، که د محارب امریکایانو سره وسله واله مبارزه نشوای کولای، نو لږ تر لږه همکاري خو مه ورسره کوئ ، دین او شریعت خو مه ورته تحریفه وئ ، کنه حشر په مو له دوی سره وي .

وما علینا إلا البلاغ

نور بيا …..

About admin