Home » جـــــهاد » اعداد يو شرعي مسؤوليت او جهادي ضرورت

اعداد يو شرعي مسؤوليت او جهادي ضرورت

ليکنه: مولوي عدالهادي مجاهد

– په اسلام کې چې د جهاد عبادت ته (ذورة سنام الاسلام) ویل شوي او د لوړې مرتبې عبادت ګڼل شوی دا له دې امله ده چې په جهاد د اسلام ساتنه کېږی، د جهاد په وسیله هغه خنډونه لیرې کېږي چې د الله تعالی بنده ګانو ته د حق د دعوت د ورسېدلو مخنیوی کېږي، د هغه په وسیله د ظالمانو  او مفسدینو د ظلم او  فساد مخه نیول کېږی ، او د همدی جهاد په وسیله د اسلامي امت معنوي ارزښتونه او زمکني سرحدونه خوندي کېږي.

خو جهاد په هغه وخت کې خپل پوره افادیت ښئي چې په شرعي ډول ترسره شي، او په پوځي، معنوي او روحي لحاظ د هغه لپاره پوره تیاری ونیول شي.

که له یوې خوا الله تعالی مسلمانانو ته د کفر او فتنې په مقابل کی د جهاد د کولو امر کړی او فرمایلي دي: (وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ) الأنفال/۳۹.( تر هغه د کافرانو په خلاف وجنګېږئ چې فتنه (شرک) له منځه ولاړ شي او يوازې د الله دين حاکم شي). نو له بل لوري یې مسلمانانو ته د جهاد لپاره د تیاري د نیولو او د اعداد د فریضې د ادا کولوامر هم کړی او فرمایلي يې دي:(وأعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم وآخرین من دونهم لاتعلمونهم الله یعلمهم) الأنفال/۶۰.

ترجمه: (څومره چې کولی شئ د کافرانو د مقابلې لپاره قوت او زين کړي اسونه تيار کړئ چې د الله دښمنان، خپل دښمنان او او نورهغه دښمنان پرې ووېروئ چې تاسې يې نه پېژنئ الله يې پېژني).

دا چې د اسلام دین د الله تعالی ورستی حق دین دی او مسلمانان یی د نړۍ خلکو ته پر رسولو او د هغه د رسولو پر لاره د پرتو خنډونو پر لیرې کولو مکلف دي نو ځکه خو باید دا امت د تل لپاره یو قوي، مستعد، او متحرک امت وي، او د دین د رسولو او له هغه څخه د دفاع په لاره کې باید د هر ډول مادي او معنوي وړتیاوو درلودونکی او د هغه لپاره  د قربانۍ ورکولو ته تيار وي.

که له یوې خوا مسلمانان انسانانو ته د الله تعالی د دین په ور رسولو مکلف دي او د دی کار لپاره له تېرو څه باندې څوارلس سوه کلونو په مسلسل جدوجهد کې راروان او له ډېرو لوړو او ژورو راتېر شوي او د عروج او تنزل پړاونه یې وهلي دي نو له بل لوري د شیطان  پلویانو او له الله تعالی سره په دښمنۍ اخته خلکو هم د تل لپاره د اسلام د خپرېدو د مخنیوي او د مسلمانانو  د له منځه وړلو او یا کمزوري کولو لپاره خپلې هر ډول هڅې کړې او په هره زمانه کې یې خپلې ټولې مادي او معنوي وړتیاوې او  وسایل په کار اچولي او د حق په مقابل کې د قوي جبهې د جوړولو په مقصد يې  یو بل ته سره په خپلو کې لاسونه ورکړي دي، او د مسلمانانو په خلاف یې لوېې او اوږدې جګړې کړې دي چې د فارسیانو، رومیانو، د اروپا صلیي او استعماري جګړې، د کمونیزم د خپراوي لپاره د شوروي اتحاد جګړې او بالآخره د دیموکراسۍ د کفري نظريې او نظام د خپرولو لپاره د امریکا او ټول غرب اوسنۍ روانه جګړه یې واضح مثالونه دي.

د رسول الله صلی لله علیه وسلم اصحابانو او د هغوئ تابعینو هم د اسلام د خپرولو په لاره کې جهاد او اعداد ته دومره لویه توجه کړې وه چې د مادي وسائلو او د حمل او نقل د قوي او لویو ذرائعو له نه شتون سره سره یې بیا هم د اسلام پیغام له جزيرة العرب څخه د اروپا تر غربه او د هند، چین، روسي او قوقاز ترهېوادونو ورساوه. هغوئ د خپلې زماني بهترین توره وهونکي، غره ختونکي، صحراپیمایان، اسپ سواره، نښه ویشتونکي، لامبو وهونکي او د نورو رزمي استعدادونو لرونکی ول. هغوئ په اعداد او تمرین کې داسې رالوی شوي ول چې عسکریت او د رزمي وړتیاوو درلودل یې نور د ژوند بڼه ګرځېدلي وو.

صحابه کرامو رضي الله عنهم به له جهاد او اعداد څخه کښیناستل هلاکت ګاڼه، ځکه چې الله تعالی په قران کریم کې دې کښیناستلو ته (تهلکه) ویلي وو او هغوئ یې ورڅخه منع کړی وو:(ولاتلقوا بأیدیکم إلی التهلکة) يعنې (د جهاد اعداد او رباط په پرېښودلو او د دنیا په کارونو د پوره مصروفېدلو له امله ځان په هلاکت کې مه غورځوئ). ابو ایوب انصاري رضي الله عنه هم صحابوؤ او تابعینو ته د دې آیت همدغه تفسیر کړی وو.

د اعداد شرعي دلائل:

الله تعالی په سورة الأنفال کې مسلمانانو ته له دښمن سره د مقابلی لپاره د هر ډول اعداد او د مطلوب قوت د برابرولو امر کړی دی، الله تعالی فرمایلي :(وأعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدولله و عدوکم وآخرین من دونهم لا تعلمونهم الله یعلمهم) الأنفال/۶۰.
ترجمه:(څومره چې کولی شئ د کافرانو د مقابلې لپاره قوت او زين کړي آسونه تيار کړئ چې د الله دښمنان، خپل دښمنان او نور هغه دښمنان پرې ووېروئ چې تاسې يې نه پېژنئ الله يې پېژني).

د تفسیر علماء وایي چې پدې آیت کې د (قوة) لفظ نکره دی، او نکره عام وي او په هر ډول قوت باندې دلالت کوي.

د جهاد لپاره ‌اعداد نه کول په قرآن کریم کی د منافقانو له صفاتو څخه ګڼل شوي دی، الله تعالی د جهاد لپاره د منافقینو د اعداد  د نه کولو په اړه فرمایي:(وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَٰكِن كَرِهَ اللَّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ)التوبة/ ۴۶.

ترجمه:(که هغوئ (منافقانو جهاد) ته د وتلو اراده درلودی نو تياری به يې ورته نيولی وو، خو د هغوئ راپورته کېدل د الله خوښ نه وو، نو ځکه يې سست کړل، او ورته وويل شول چې له کښېناستونکو سره کښېنئ).

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو احادیثو کې مسلمانان د جهادي اعداد بېلابېلو ډولونو ته تشویق کړي دي او هغوئ یې اسپ سوارۍ، نښه ویشتلو، لامبو زده کولو او د پوځي وسائلو جوړولو ته هڅولي دي.

نن چې په نړۍ کې کافران د جنګ، سیاست ، تعلیم او اقتصاد په ډګرونو کې برلاسي شوي او هره خوا یې په اسلامي نړۍ کې پر مسلمانانو او نورو ولسونو او مجاهدینو حملې دي سبب یې دا ندی چې هغوئ  پرحقه دي، او یا دا چې د الله توفیق او نصرت یې په برخه دی. بلکه اصلي سبب یې دا دي چې هغوئ د جګړو لپاره پوره اعداد او منظم پلانونه لري، او د جګړه ییزو مهارتو او پوځي صنعت په ډګرونو کې یې پوره کار کړی دی، او  لوی زمکني، هوایي او سمندري پوځونه او پوځي وسائل یې جوړ کړي دي، او هم هغوئ په رواني او فکري لحاظ خپلو پوځیانو ته پوره روزنه ورکوي.

کفار نه یوازې دا چې د بدني او فکري اعداد او د پوځي وسائلو او وسلو په جوړولو کې د خپلې برلاسۍ لپاره مسلسلې او په خپلو منځونو کې هم آهنګې هلې ځلې کوي، بلکې په ټول توان او د هر ډول توطیو او فشارونو په استعمال د دې لپاره هم په سیمه ییزه او هم په نړیواله سطحه کوښښ کوي چې مسلمانان له عسکري وړتیاوو او د پوځي صنعت له درلودلو محروم کړي، ترڅو یا د خپلې کمزورۍ له امله له منځه ولاړ شي، او یا هم د کفارو قوت او د هغوئ شرطونو ته غاړه کېږدي.

د اسلام دښمنان او له مسلمانانو سره په جګړه کې اخته اوسنی نړیوال صلیبي ایتلاف او د هغه فکري او اقتصادي ملګري او پر اسلامي نړۍ د هغوئ له لوري تپل شوي حکومتونه او سیاسي احزاب ټول له یوې مخې د خپلې زورورې میډیا، تعلیمي نصابونو، فرهنګ او ادبیاتو، ټولنیزو رسنیو او نورو اجتماعي او فکري سازمانونو له لارې کوښښ کوي چې د اسلامي امت ځوانان او راتلونکي نسلونه له جهادي اعداد او د وسلې له استعمال څخه متنفر کړي، او  د هنر، عدم تشدد د مبارزې، نړیوالتوب او نورو واردو شویو  فکري ګمراهیو له لارې یې د ذلت او بې غیرتۍ  په ژوند او د کفارو د اهدافو لپاره په کار کولو قانع او مصروف کړي.

د دې لپاره چې له اسلام سره په جګړه کې اخته اوسنی نړیوال صلیبي ایتلاف او د هغه محلي ملګري د اسلامي نړۍ ځوانان د جهاد او  دفاع له میدانونو لیرې وساتي او په بېهوده مصروفیتونو یې مصروف کړي، نو په منظم شکل یې هغوئ د جنون تر حده په بېلابېلو سپورټونو لکه کرکټ، فوټبال، د میراتون په منډو، د باډۍ د ښکلا په کلپونو، موسیقۍ ، ګډاوو، د ښځو او نرو  په اختلاط ، په رومانټیکې شاعرۍ، عشق او عاشقۍ، غربي ډوله فیشنونو او نورو بیهوده مصروفیتونو اخته کړي دي، او غربي دولتونه او موسسې د هغوئ لپاره د ځوانانو کلپونه، د لوبو میدانونه، تیاترونه، خارجي سفرونه، تش په نامه د ځوانانو پارلمانونه او کنفرانسونه، ادبي بهیرونه او د خوشګذارانۍ بنډارونه او د ماډلنګ نندارتونونه جوړوي، او په ملیونونو ډالر  ورباندې پدې مقصد مصرفوي چې د امت ځوانان له علم، دعوت، جهاد، صنعت، زراعت، مسؤولیت پېژندنې او له دین او  وطن څخه د دفاع له کاره راوګرځوي، او د ریښتنې اتلولۍ له ګټلو څخه یې د کرکټ، ګډاوو، سندرو، او فلمونو په اتلولۍ تېرباسي.

د دې لپاره چې د پرديو لخوا تپل شويو حکومتونو له يوې خوا نور ځوانان هم د جهاد او دفاع له سنګرونو ليرې ساتلي وي، او  د پرديو فرهنګونو په خپلولو  يې مصروف کړي وي، او له بلې خوا يې له لويو ستونزو د ولسونو پام بل لوري ته اړولی وي په لويه پيمانه بېهوده مصروفيتونو ته د ځوانانو د ورتشويقولو پر پروګرامونو درانه مصرفونه کوي او د داسې لوبغاړو او سندرغاړو استقبال ته ساده ولسي خلک له ډولونو او سورنيو سره لويو لارو او بازارونو ته راوباسي چې له لهو او لعب پرته يې بل څه نه وي تر سره کړي، خو د غرب پلوې مېډيا له لوري اتلان بلل کېږي.

د جهادی اعداد ډولونه :

لکه څنګه چې جهاد یو ایماني،عسکري، سیاسي او اجتماعي عمل دی او نتائج یې هم  د اسلامي ټولنې پر ایمان، پوځي غلبې او شکست او  د ټولنې په سیاسي او اجتماعي وضعیت مرتبیږي، نو همدارنګه باید اعداد هم ورته پدې ټولو ډګرونو کي ونیول شي. او که چېرې په دې ټولو ډګرونو کې د جهاد لپاره اعداد ونه نیول شي نو هر وخت د دې وېره شته چې یا دې جهاد او مجاهدین د دښمن په مقابل کې مغلوب شي، یا دې جهاد په فساد او طغیان بدل شي، او  په نتیجه کې دې یې یو فاسد او مستبد نظام رامنځته شي، او  یا دې هم دښمن په دې وتوانیږي چې د جهاد د لارې لارویان د خپلو پټو او ښکاره دسیسو او توطیو په نتیجه کې په خپل صف کې ودروي، چي په تاسف سره دا ټول حالتونه زمونږ په جهادي بهیرونوکي ولیدل شول.

نو د دي لپاره چې منفي تجربې بیا بیا تکرار نشي، د جهادي اعداد لپاره باید په لاندي ډګرونو کې ډېر کار وشي.

۱ –  ایماني او شرعي اعداد :

مخکې تر دې چې مجاهد ته ټوپک په لاس ورکړ شي هغه باید د ایماني اعداد له مرحلې تېر شي. په ایماني اعداد کې باید مجاهدین پدې معتقد شي چي :

الف: جهاد یوشرعي عبادت دی چې د الله له لوري پر مسلمانانوفرض شوی دی:(كتب عليكم القتال وهو كره لكم وعسى أن تكرهوا شيئا وهو خير لكم وعسى أن تحبوا شيئا وهو شر لكم والله يعلم وأنتم لا تعلمون)البقرة/۲۱۶.

ترجمه:(پر تاسې جنګ فرض کړای شوی دی که څه هم تاسې يې نه خوښوئ، شايد تاسې يو شی بد وګڼئ خو هغه به ستاسې لپاره غوره وي، او شايد تاسې به يو شی ښه وګڼئ خو هغه به ستاسې لپاره شر وي، الله ښه پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ).

جهاد نه کومه سیاسي مبارزه ده، نه د آزادۍ لپاره جنګېدل دي، نه کوم ولسي پاڅون دی، او نه هم د مال، تنخوا او یا نورو امتیازاتو په مقابل کی جنګېدل دي. بلکې جهاد یوازې د دې لپاره جنګېدل دي چې د الله تعالی کلمه دې لوړه شي، شریعت دې نافذ شي، مسلمانان دې نورو خلکو ته د اسلام پیغام او دعوت ور ورسولی شي او د ظالمانو او کافرانو له ظلم او تجاوز څخه دې خوندي وي.

ب: لکه څنګه چې په اسلام کې نورعبادتونه خپل شروط، آداب، او احکام لري همدارنګه جهاد هم خپل شروط، آداب، احکام او خپلې تقاضاوې لري چې باید وپېژندل شي او مراعات شي. که چېرې په جهاد کې د جهاد خپل شروط، آداب، احکام، او د هغه تقاضاوې پوره نشي نو بیا جهاد یو شرعي عبادت نه پاتې کېږي، بلکې د یوې ورانوونکې جګړې حیثیت او شکل غوره کوي چې د الله تعالی د رضاکولو لپاره نه بلکې د نورو سیاسي، قومي او یا اقتصادي مقاصدو لپاره تر سره کيږي.

نو په کار ده چې مجاهدین د جهاد پر فقه وپوهول شي، او د جهاد د مشروعیت او فرضیت له دلائلو خبر کړی شي، د قتال، فرار، غنیمت، شهادت، طاعت، رازساتنې او  ولاء او براء احکام ورته معلوم شي. همدارنګه  د نیت او عمل اصلاح ته متوجه کړای شي، له الله تعالی، د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د اسلام له مبارک دین سره مینه یې په زړه کې ځای کړای شي، د دنیا او دنیاوي خوندونو په اړه د زهد او بې رغبتي او  د آخرت د نعمتونوپه اړه  تلقین او ترغیب ورته وشي. د ذکر، تلاوت، تزکية النفس، توکل علی الله، نېکو اخلاقو، د مسؤولیت د پېژندنې صفات ورکې پیدا کړل شي، او د امت د علیا مصالحو په خا‌‌طر  له خپلو شخصي مصالحو د تېرېدنې احساس ورکې راوستل شي.

مجاهدينو ته د دې ورښوول هم ضروري دي چې د جهاد د ډګر کې له حلالو او حرامو خبر شي، د دعوت، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د الله تعالی د حدودو د ساتلو استعدادونه ورکې وروزل شي. که مجاهدينو ته دغه ډول ايماني اعداد ورکړ شي نو په هغه وخت کې به بیا یو مجاهد په حقیقي معنی مجاهد وي، او هغه صفات به ورکې راځي چې الله یې د مجاهدینو په هکله یادونه کړی ده چې فرمایي:(التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ)التوبة ۱۱۲.

ترجمه:(هغوئ توبه کوونکي، عبادت کوونکي، ثنا ويونکي، د الله په لار کې وتونکي، رکوع او سجده کوونکي، پر نېکيو امر کوونکي او له بديو منع کوونکي او د الله د حدودو ساتونکي دي، او (ای پيغمبره) مؤمنانو ته د خوښۍ زېری ورکړه).

ج: د ایماني اعداد په لړکې دا هم ضروري ده چې مجاهدین د خپلې قضیې په حقانیت وپوهولی شی، د دښمنانواو مرجفینوله لوري پر راپورته کړل شویوشبهاتو وپوهول شي او د هغو پر شرعي او معقولو ځوابونو آګاه کړل شي. ځکه چې شبهې، وسوسې او تشویشونه هغه څه دي چې د مجاهد عزم سستوی، د خپلې قضیې په حقانیت یې شکمن کوي، او بالآخره یې له جهاده منصرف کوي، چې په عسکري اصطلاح کې همدې ته رواني ( روحي) جګړه ويل کېږي.

همدارنګه باید مجاهدین د جهاد په خلاف له پټو او ښکاره توطیو خبرکړل شي، د دښمن داخلی او خارجي ملګري او له هغه سره متعاون حکومتونه، ارګانونه او مؤسسات ور وپیژندل شي، او هغه مطبوعاتي او اقتصادي مؤسسې، مفکرین، لیکوالان، رسنۍ او نور  مؤثر جهتونه هم ورته معرفي شي چې د جهاد او مجاهدینو په خلاف منفي تبلیغات کوي او د دښمن تله درنوي. د دغو جهتونو پېژندل او د هغو په اړه مناسب اقدامات ځکه ضروري دي چې نن ورځ  د اسلام دښمنان خپله اتیا فیصده جګړه د همدغو جهتونو له لارې کوي، او  یوازې شل فیصده جګړه د پوځي وسائلو په استعمال کوي.

د ایماني اعداد په لړکې د هغو مطبوعاتي وسائلو او نشراتو درلودل هم ضروري دي چې له جهادي قضایاوو دفاع کوي، مجاهدینو ته حقائق روښانه کوي، خلکو ته د جهادي پرمختګونو او د مجاهدینو د بریاوو خبرونه رسوي، د دښمنانو د تبلیغاتو او دسیسو ځواب وایي، په جهادي صف کې ایماني احساسات پالي او څپاند یې ساتي، او د حق غږ  پورته کوي.

د ایماني اعداد په لړ کې پدې خبرې د مجاهدینو پوهول هم ضروري دي چې جهاد  کومه سیاسي یا وطني جګړه نه ده چې په  سولې، متارکې، سیاسي جوړجاړي او یا دې له دښمن سره په کوم ډول پخلاینې پای ته ورسیږي. بلکې جهاد هغه جګړه ده چې د کفر تر زوال او د الله تعالی د کلمې تر پوره لوړوالې،د ژوند په ټټولو چارو کې د دين د حاکم کېدلو او پر زمکه د کفر او  شرک تر نه پاتې کېدلو به دوام لري.

په جهادي نظریه کې له دښمن سره په جګړه کې تکتیکې اوربند او موقته هدنه شته، خو دائمي سوله او د نړۍ له کفري هېوادونو سره د سوله ییز ګډ ژوند نظریه وجود نه لري.

په ایماني اعداد کې د مجاهدینو فکر پر دې خبره هم جوړول ضروري دي چې جهاد په کومې سیاسي جغرافیې پورې نه محدودیږي، او نه هم سیاسي سرحدونه په امت کې د جهاد د فرضیت مانع ګرځي. بلکه د جهاد عیني او کفایي فرضیت د مسلمانانو په ضعف او قوت پورې اړه لري.

بدني او عسکري اعداد:

په جهادي اعداد کې د شرعي او ایماني اعداد تر څنګ اصلي او مهم اعداد بدني او پوځي اعداد دی. بدني اعداد دا دی چې مجاهدین باید جسماً داسې تمرین شي چې په هر ډول حالاتو اوهر ډول اراضي کې د تحرک او مانور وړتیا ولري، او له هر ډول جوي حالاتو سره تعامل وکولي شي. د دې تر څنګ باید د امکان تر حده رزمي هنرونه لکه کراټې، جمناستک، اسپ سواري او نور هنرونه هم حاصل کړي.
عسکري اعداد لاندې دوه عمده برخې لري چې د وسلو او وسائلو صحیح استعمال او عسکري صنعت دي.

۱ــ. د وسلو او وسائلو صحیح استعمال:

په عسکري اعداد کې د وسلو استعمال او په خاص ډول د هدف ويشتل ډېر اهمیت لري، او په اسلام کې هم همدې کار ته (قوت) ویل شوی دی. د الأنفال په سورت کې چې الله د اعداد امر کړی او فرمایلي یې دي: (وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ)الأنفال/ ۶۰.

ترجمه: (څومره چې کولی شئ د کافرانو د مقابلې لپاره قوت او زين کړي اسونه تيار کړئ چې د الله دښمنان، خپل دښمنان او او نور هغه دښمنان پرې ووېروئ چې تاسې يې نه پېژنئ الله يې پېژني).رسول الله صلی الله علیه وسلمپه دې آيت کې د (قوت) تفسیر په (رمیې) یعنې ویشلو سره کړی، او پر دې موضوع یې د تأکید له امله په تکرار سره فرمایلي:(ألاإنّ القوةالرمي، ألا إنّ القوة الرمي، ألا إنّ القوة الرمي). مسلم، ترمذی، ابوداود، ابن ماجه، احمد). خبر اوسئ چې قوت (ویشتل) دي، خبر اوسئ چې قوت (ویشتل) دي، خبر اوسئ چې قوت (ویشتل) دی).

په احادیثو کې د هغه چا په هکله وعید راغلي چې نښه ویشتل یې زده کړي وي او بیا یې بېرته هېر کړي وي:(من علم الرمي ثم ترکه فلیس منا، ـ أوـ قد عصی). مسلم.

ترجمه: (څوک چې نښه ويشتل زده کړي او بيا يې پرېږدي هغه زموږ له ډلې نه دی) او يا دا چې(ګناه يې وکړه).

د هدف ویشتلو لپاره د هرې زمانې خپلې وسلې او وسائل وي. که په پخوا زمانه کې ویشتل په غشو، نېزو، منجنیقونو او نورو ابتدايي وسائلو کېدل نو پدې زمانه کې په ټوپکو، توپونو، میزائلو، بمونو او نورو  پرمختللو وسلو او وسائلو ترسره کېږي.

په اوسنۍ زمانه کې د کفارو د پوځي قوت برلاسۍ او پر اسلامي نړۍ او نورو ولسونو د هغوئ د غلبې اسبابو ته که  وکتل شي نو وینو چې همدغه (ویشتل) د هغوئ د قوت راز دی. هغوئ د ویشتونکو وسلو او وسائلو په جوړولو کې دې حد ته رسېدلي چې له زمکې څخه په فضا کې، له فضا څخه په زمکه کې، له وچې څخه په سمندر کې، او له سمندر څخه په وچه کې، او له یوه براعظم څخه په بل براعظم کې خپل اهداف په نښه کوي او  ولي یې. داسې ښکاري لکه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر دې حدیث چې فرمایي: (ألا إنّ القوة الرمي) د دې زمانې تر مسلمانانو کافران ښه پوه شوي وي.

په جهادي اعداد کې په بېلابېلو وسلو د رسا ویشتلو تمرین د پوځي تمرینونو تر ټولومهمه برخه ده، خو په تأسف سره باید ووایو چې په افغانستان کې مجاهدین پدې ډګر کې مطلوب تمرین نه حاصلوي، او تر ډېره ځايه  وسلې د مسلکي استعمال پر ځای په غیر مسلکي او اټکلي ډول استعمالوي چې د دي کار نتیجه له یوه لوري د مرمیو د بې حده زیات مصرف او له بل لوري دښمن ته د لږ زیان د وراووښتلو په شکل کې راووځي.

۲ــ پوځي صنعت:

په جهادي اعداد کې پوځي صنعت د اعداد تر ټولو مهمه برخه ده، او هرهغه جهت چې د جګړې د پرمخ بیولو لپاره خپل پوځي صنعت ولري او پر خپلو وسائلو متکي وي، هغه په پوره ډاډ او کفایت د اوږدې مودې لپاره د دښمن په خلاف جنګېدلی شي، او د چا تر فشار لاندې نه راځي.

د افغانستان د جهاد په اوسني جهادي اعداد کې دا  ضروري نده چې مجاهدین دي ارومرو د ټانګونو، طیارو، کشتیو، او درنو توپونو او میزائلو صنعت ولري، او دا ځکه چې مجاهدین نه د دغه ډول صنعت وړتیا لري، او نه یې هم حالات ورته برابر دي، خو یو لړ نور واړه صنعتونه او د ضروري وسائلو تولید هم م ورته مکن او هم ضروري دي چې له هغو پرته ښایي په پوره استقلالیت او اطمینان خپل جهاد ته دوام ورنه کړای شي، دغه ضروري کارونه په لاندې ډول دي:

۱ ــ د بارودو بېلابېل ډولونه جوړول.

۲ــ د بمونو او ماینونو بېلابېل ډولونه جوړول.

۳ــ د لنډې مسافې د ویشتلولپاره د میزائلو جوړول.

۴ــ د بېلابېلو وسلو د ترمیم لپاره محلي ورکشاپونه جوړول.

۵ــ د ځینې ساده بيولوژيکي وسلو او سمومو جوړول.

۶ــ بېلابېل نقلیه وسائط لکه موټر، موټرسایکلونه، او نور  وسائط پداسې ډول عیارول چې د پوځي مقاصدو لپاره ورځخه کار واخستل شي، او د دې کارونو لپاره د خرادۍ او وېلډنګکارۍ په مسلکونو کې د ځينې مجاهدینو ښه روزل.

۷ــ له بېلابېلو برقي سامان آلاتو څخه د تعليمې، دعوتي او پوځي وسائلو په حیث د کار اخستلو هنر زده کول.

دا او دې ته ورته نور ډېر کارونه دي چې په افغانستان کې یې مجاهدین  ترسره کولی شي، خو په هغه صورت کې که د جهادي قیادت له لوري دې ډول کارونو ته توجه وشي.

دتعجب ځای دی چې که په عراق، شام، او فلسطین کې مجاهدین ټوپک، میزایل، راکټ لانچرونه او حتی داسې بې پیلوټه طیارې جوړوي چې د اسرائیلو پر سر کامیاب پروازونه کوي، نو موږ چې له څلوېښتو کلونو راهیسې له لویو قدرتونو سره په جګړه اخته یو ولې دغه ډول کارونو ته په مسلکي ډول توجه نه کوو؟ په کار خو دا وه چې په دې ‌ډګر کې د افغانستان د مجاهدینو تجربه تر نورو مجاهدینو زیاته وای، خو داسې ښکاری چې زمونږ جهادي قیادتونه په هر وخت کې په دې مجال کې د غفلت او بې توجهۍ ښکار شوي دي.

پوځي صنعت که هر څومره وړوکي او ساده هم وي بیا هم د پوځي وسائلو په خود کفايۍ او د دښمن په خلاف کې د مقابلې په کار کې مهم رول لري.

پر افغانستان د امریکا او اروپا د اوسني یرغل په مقابل چې مجاهدینویوازې د بارودو اوپه خپلو لاسونو د بمونو د جوړولو صنعت درلود نو دې صنعت د جهاد صف دومره قوي کړ چې د هغه په وسیله مجاهدینو وکولی شول چې د نړیوال صلیبي ایتلاف قواوو ته داسې ضربې ورکړي چې په نتیجه کې يې د تقریبا پنځوس هېوادونو پوځیانو د مجاهدینو په مقابل ماتې وخوړه.

د صلیي ایتلاف د غړو د خپلو احصائیو له مخې د هغوئ پوځیانواو پوځي وسائلو ته تر ټولو لوی زیان هغو بمونو وراړولی چې مجاهدینو په خپل لاس له هغو بارودو جوړ کړي چې دوئ په خپله جوړ کړي وو.

د مجاهدینو په یوه ساده ماین چې یوازې سل يا دوه سوه ډالره مصرف به ورباندې کېده د امریکایانو او د هغوئ د ملګرو هېوادونو داسې ټانګونه او پوځي وسائل له منځه تلل چې د هر یوه قیمت به یې تقریباً یو ملیون ډالره وو.

په جهادي اعداد کې د پوځي صنعت شتون د جهاد د تداوم او د مجاهدینو د پوره استقلالیت د ضمانت په معنی ده، او که چېرې مجاهدین پدې ډګر کې اعداد  ونه لري نو طبیعي ده چې د بارودو او مرمیو په لاسته راوړلوکې به له ډېروستونزو اوسختو شرائطو سره مخ کیږي.

د پوځي صنعت د برکت او اهمیت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې دا هم راغلي چې د غشي جوړونکی به د هغه له ویشتونکي او ویشتونکي ته له ورکوونکي سره درې واړه جنت ته ځي: (إنّ الله لیدخل بالسهم الواحد ثلاثة الجنة، صانعه یحتسب في صنعته الخیر، والرامي به  والممد به). المستدرک علی الصحیحین.

ترجمه: (په يقيني ډول الله به په يوه غشي درې تنه جنت ته داخلوي: د هغه جوړوونکي چې په جوړولو کې يې د ثواب اراده لري، د هغه ويشتونکی، او ويشتونکي ته د هغه ورکوونکی).

پدې حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غشي جوړونکی د هغه له ویشتونکي سره په اجر کې یو ډول ګڼلی دی.

پوځي صنعت په قرآن کریم کې هم یاد شوی  دی، الله تعالی فرمایي (وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ) الحدید: ۲۵.

ترجمه: (او هم مو وسپنه پيدا کړې ده، په هغې سره سخت جنګ کېدی شي، او خلکو ته ورکې ډېرې ګټې دي، تر څو الله ښکاره کړي هغه خلک چې د الله له ليدلو پرته د هغه او د هغه د رسولانو مرسته کوي، بې شکه الله قوي او پر هرڅه غالب دی).

امام ابن کثیر د پورتني آیت په تفسیر کې وایي:له (بأس شديد) څخه د تورو، برچو، نېزو او زغرو په څېر وسلې مراد دي). که پرون له وسپنې مخکنۍ یادې شوې وسلې جوړېدې نو نن ورڅخه تر ټولو پرمختللې وسلی او وسائل جوړیږي.

الله تعالی پر خپل ګران پیغمبر داود علیه السلام باندې یوه لورینه دا هم کړې وه چې وسپنه یې ورته نرمه کړې او د وسلو او وسائلو د جوړولو هنر یې ورزده کړی وو:(وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ) الأنبیاء/ ۸۰.

ترجمه : (او د زغرو جوړول مو ورښوولي وو تر څو تاسې يو د بل له ګوزار نه وساتي، نو آيا تاسې شکر کوونکي ياست؟).

د مجاهدینو لپاره د ایماني او  پوځي اعداد ترڅنګ یو بل ډول اعداد هم ډېر ضروري دی  چې د هغه په نه شتون کې کېدی شي ډېر مجاهدین خپل ژوند له لاسه ورکړي، او یا له ډېرو روغتیایي ستونزو سره مخ شي. دغه ضروري اعداد ( طبي اعداد) دی. په طبي اعداد کې هم دا ناممکنه ده چې هر مجاهد دې ډاکټر شي او د طبابت په ټولو چارو دې پوه شي، خو دا ډېره ضروري ده چې مجاهدینو ته د دوئ په تمرین ځایونو او یا يې د اوسېدلو په ځایونوکې د (لومړنیو طبې مرستو) مختصر تعلیمات ورکړل شي، تر څو دعمومي حفظ الصحې، له زخمې سره د عاجلې مرستې، د زخمیانو د مناسب انتقال، د وینې د درولو، د ځینې ضروری درملو د استعمال او د طبابت د ځینې ضروري وسائلو د ساتلو درسونه او عملي تمرین ورکړای شي.

مجاهدینو ته د ابتدایي طبي تعلیماتو ورښوول ځکه ضروري دي چې هغوئ اکثراً په داسې سیمو کې اوسېږي چې هلته طبیب، درمل او د درملنې آسانتیاوې نه وي، او یاهم  د جګړې په محل کې ورته د طبیب وررسېدل مشکل وي. د همدغه ډول حالاتو له امله په ډېرو وختونو مجاهدین یا دوینې د ضایع کېدلو او یا هم د هغوئ د زخمونو د شدید مکروبي کېدلو له امله له ډېرو ستونزوسره مخ کېږي.

په اوس وخت کې چې اکثره مجاهدین طالبان،عالمان، د مکاتبواو پوهنتونولوستي ځوانان دي په ډېرې اسانۍ  سره کولی شي په لنډه موده کې ابتدایي طبي اعداد حاصل کړي. نو په کار ده چې جهادي قیادتونه په هر ځای کې او په خاص ډول په افغانستان کې طبي اعداد ته ډېره پاملرنه وکړي.

About admin