Home » درس الحديث » دمجاهدوېښه اوخوب دواړه بهترین عبادت دي

دمجاهدوېښه اوخوب دواړه بهترین عبادت دي

عن النعمان بن بشير قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ((مثل المجاهد في سبيل الله كمثل الصائم نهاره القائم ليله حتى يرجع متى رجع)) .

له  نعمان بن  بشیر رض څخه  روایت  دی چې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :دالله تعالی دلاري  مجاهدداسي  دی لکه هغه  تن چې  دورځې  یې  روژه وي  اودشپي  عبادت  کوي  ترهغه چې بېرته مجاهد له جهادڅخه راستنيږي  .

تشریح  :  په ذکرشوي حدیث  کې رسول  الله صلی الله علیه وسلم  دیوه مجاهدداجراوثواب مثال ویلی  : یعني  لکه یوعابد چې  دورځې  يې  ښه روژه  وي ، ،اودشپي  بیاټوله شپه دالله تعالی په عبادت تیروي ،نوددغه سړي خوڅلورویشت  ساعته  دالله تعالی په یوه بهترین عبادت  کې  تېريږي  ،اوبي  شمیره اجر ترلاسه کوي ، همدغه  ډول مجاهدچې  دالله تعالی په لاره کې  ووزي  یعني  جهادته ولاړشي  تردغه عابدډیراجر ترلاسه کولای شي  . اوڅلورویشت  ساعته يې  په یوه بهترین  عمل کې  تېریږي  .لکه  په یوه بل حدیث کې  چې  راځې  : فان نومه  ونبهه  کله  لله . یعني  دمجاهدوېښه اوخوب  ټول  دالله تعالی  لپاره وي  ، پوره اجر به ورکړي  .

About admin