Home » عصري مسائل » دبي ستره ځوانانو په لوبوکې شرکت کول یاورته کتل ؟؟

دبي ستره ځوانانو په لوبوکې شرکت کول یاورته کتل ؟؟

پوښتنه : ډيرځوانان  لوبي کوي ، مثلا دوالیبال  ،پوټبال  ،کرکټ  اوداسي نور.. زه ددې لوبودجواز اوعدم جوازپوښتنه نه کوم ،بلکه پوښتنه مي داده :چې  په دغه لوبوکې  زیاتره ځوانان  عورت [دبدن مستوره برخه ] نه پوټوي  ،یعني  یواځې  نیکران يې  اغوستي  وي ،نودغسي  لوبوته کیناستل  ،ورته کتل  یادې ډول لوبوکې شرکت کول شرعا څرنګه دي ؟

جواب : د اسلام په سپېڅلي دين کې دنارینه لپاره دعورت  پوټول  یوله ډيرو مهمو اواساسي  احکامو څخه ګڼل کیږي  ،اوهغه څوک چې  دغه  حکم  نه مراعاتوي  سترفاسق بلل کیږي ، اوهغه تن  هم ګنهګار دی  چې  دنوروعورت  یعني  دبدن مستورې  برخې  ته ګوري .

خلاصه داچې  دغه ډول  لوبوکې شرکت کول ،ورته کیناستل  ، یادمعاصرو الاتو په ذریعه لیدل  ټول ناروا دي ،اجتناب  ځيني  لازم  دی .

في  المحیط  البرهاني  ۵\۰  ۳۳يجوز أن ينظر الرجل إلى الرجل، إلا إلى عورته، وعورته ما بين سرته حتى يجاوز ركبته، والأصل فيه حديث عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده؛ عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: «عورة الرجل ما دون سرته حتى تجاوز ركبته

وفي  المبسوط  ۱۰\۱۴۶ (وحجتنا) في ذلك ما روي «أن النبي – صلى الله عليه وسلم – مر برجل يقال له جرهد وهو يصلي مكشوف الفخذ فقال له – عليه الصلاة والسلام -: وار فخذك أما علمت أن الفخذ عورة» وحديث عمرو بن شعيب – رضي الله عنه – نص فيه

About admin