Home » درس القرآن » کله چې اهل علم دباطل لاره ونیسي ..

کله چې اهل علم دباطل لاره ونیسي ..

قال  الله تعالی :أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلَالَةَ وَيُرِيدُونَ أَنْ تَضِلُّوا السَّبِيلَ (44) وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ وَكَفَى بِاللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَى بِاللَّهِ نَصِيرًا (45)النساء

ژباړه : تاسونه ګورئ  !هغه خلقوته چې  یوڅه په کتاب  پوهیږي ،دوئ دحق په ځای دګمراهي لاره نیسي  اوغواړي چې خلګ له سمې لارې  واوړي . [دحق پلویانو ]الله تعالی ستاسودښمان ښه پېژني . بس  داکافي  ده چې  الله تعالی مو دامورو متصرف دی ،اوداکفایت کوي  چې الله تعالی ښه نصرت کونکی دی .

لنډ تفسیر : دیهودانو ځينو علماو چې  په تورات یوڅه پوهیده ددې په ځای چې  دحق  لاره ونیسي  اودالله تعالی دروستي  پیغمبرمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم تائید وکړي ،په هغه ایمان راوړي اوخلقوته په تورات کې ذکر شوې وړاندویني  بیان کړي ،دوئ  دباطل  نفس اوشیطان لاره ونیوه اوخلق  يې  تېرایستل ،الله تعالی ددوئ دغه کردار سخت وغندل  اودې امت ته يې ددغه ډول خلقو په اړه اعلان وکړ  چې دادحق  دلارویانو دښمان  الله تعالی ډيرښه پېژني  یعني  سزاء به ورکړي . اودحق پلویانوته  داکفایت کوي  چې  رب  يې  داموروتصرف کوي  اوداهم کافي ده چې رب مو ښه  مرسته کونکی  دی .

About admin