Home » درس الحديث » ددښمن سره دمخامخ کیدو تمنی ؟

ددښمن سره دمخامخ کیدو تمنی ؟

عن عبد الله بن أبي أوفى رضی  الله تعالی عنه  أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (لا تمنوا لقاء العدو، وسلوا الله العافية، وإذا لقيتموهم فاصبروا فإن الجنة تحت ظلال السيوف).

ژباړه : عبدالله  بن  ابي  اوفی  رح وايې  :چې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : ددښمن  سره دمخامخ کیدوتمنی مه کوئ  ! بلکه له الله تعالی څخه  دعافیة  سوال کوئ! اوکله چې  له دښمن  سره مخامخ  شئ ! نوبیاصبرکوئ !بي  شکه چې جنت دتورو ترسایولاندي دی .

تشریح  : په وړانديني  حدیث کې رسول  الله صلی الله علیه وسلم مجاهدینوته  ددرې  څېزونو هدایت  کړی ،

  • لمړی ددښمن سره دمخامخ کیدو تمنی  مه کوئ .ځکه داپه حقیقت کې دعجب  اوتکبرله امله کېږي  او په جهاد کي دالله تعالی په وړاندي  دعجز  اوبي  وسۍ  ښکاره کيدل  غواړي .
  • دالله تعالی څخه  دعافیت سوال  کوئ   عافیت یوعام  مفهوم  لري :یعني  دالله تعالی دنصرت  ،په دښمن دبري ،ددښمن دذلت  ،ماتې،اوهلاکت سوال کوئ ،چې همدادمجاهدینوددنیا اوآخرة  عافیت  اوسرلوړي ده .
  • ددښمن سره دمخامخ کیدوپه صورت کې  صبراواستقامت کول .

په پای کې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم  ټول امت ته تنبیه ورکوي  :چې  جنت  دتورو ترسایولاندي  ده ،یعني جنت په توروسره ګټل کیږي .

About admin