Home » دار الافتاء » آیا په داډول خلګوپسي لمونځ صحیح ده ؟

آیا په داډول خلګوپسي لمونځ صحیح ده ؟

الاستفتاء رقم ………………….  محترم  مفتي صاحب !موږ  دلته دوبۍ  کې ژوندکوو،دمسجدمقرر امام  مو متشرع  سړی دی ،مګر دادوهم  اودریم  ځل چې په مسجدکې  جماعت کېږي بس هسي  یوږيرخریلی  ،پتلون  اوسرتورسری  راشي اومخ ته شي  اونورو خلګوته جماعت ورکوي . پوښتنه داده چې دغه ډول خلګوپسي  جماعت کول څرنګه ده ؟ شرعارواده اوکنه ؟ حاجي دوست محمد .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:علماء لیکلي  دي  چې  په ږيره خریلي پسي یاږیره  وهلي  پسي  دجماعت لمونځ مکروه تحریمي ده ،اوپه لوځ  ساري پسي  لمونځ  کول  خلاف  السنة ده ، اوکه پتلون  چست وي  یايې پایڅې  کښته وي  نوداحسن الفتاوی  مص رح   لیکلي دي چې لمونځ  يې  واجب  الاعاده ده .

الحاصل :په دغه ډول خلګوپسي  لمونځ کول دري ډوله ستونزي لري  خلاف السنة  ،مکروه تحریمي  ،واجب الاعادة .

في  الفتاوی  المحمودية  ۶\  ۱۲۴  ایسي شخص کوامام بنانا مروه تحریمي هي  اس  کي پیچي نماز مکروه هوګي .

وفي  احسن  الفتاوی  ۳\۳۱۸ اګرپتلون  چست هویاټخني چهپي هويی هون تونماز کااعاده واجب هي .

وکذافي  الفتاوی الفریدیة  ۲\۳۱۳ بغیرعمامه  یابغیر  ټوپي  کي نماز پړهنا یاپړاهانا خلاف  السنة هي .

وفي  کفایة المفتي  ۴\۱۸۸داړي منډهني  والا فاسق  هي اس کي پيچي  نماز مکوره هي .

والله تعالی اعلم

About admin