Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۸)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۸)

د روسانو او امریکایانو د یرغلونو توپیر او ورته والی په څه کې دی؟

لکه څرنګه چې مو په تېر بحث کې عرض کړی و چې په دې برخه او راتلونکوڅو نورو برخو کې 8 پوښتني مطرح شوي او د هغوی د ځوابولو هڅه شوي ده، چې دوې پوښتنې یې، لکه :
1 – په افغانستان کې مجاهدین ولي جهاد کوي، آیا افغانستان دار الحرب دی ؟ 2 – افغانستان د طالبانو له سقوطه وروسته څنګه ارزوو، آیا هلته د حاکمیت خلا شتون درلود ؟؛ په تېر یعني اووم بحث کې په مدلل ډول وڅیړل شوي.
اوس به په دې اتمه برخه کې لاندینۍ دوې مسئلې راوسپړو:
3 – د روسانو او امریکایانو د یرغلونو توپیر او ورته والی په څه کې دی؟
4 – د امریکایانو خلاف د جهاد مصالح او مفاسد، د شریعت له نظره څه ته باید ترجیح ورکړو؟

3 – د روسانو او امریکایانو د یرغلونو توپیر او ورته والی په څه کې دی؟

د روس د یرغل پر خلاف د افغانستان ټول خلک متحد شول، د هغوی پر خلاف يې مسلح جهاد پیل کړ، اوس هم هغو مبارزینو ته بالاتفاق مجاهدین ویل کیږي، چا چې د شوري د یرغل په وړاندي جهادي مبارزه کړې، خو بالمقابل د امریکایانو د یرغل په وړاندي چې کوم افغانان جهاد کوي، د هغوی جهاد فتنه بولي، او مجاهدینو ته ترهګر وايې، فرق يې په څه کې دی ؟
روسان هم کفار ول، او امریکایان هم کافران دي، روسانو هم پر افغانستان وسلوال هجوم راوړی و، او امریکایانو هم مسلح حمله وکړه، یعني پر افغانستان د دواړو یرغلګرو د هجوم توپير نشته.
روسانو هم افغانانو ته خپله دیني ازادي ورکړې وه، یعني لمانځه، روژه، حج او نورو هغو عباداتو ته يې په آزاده پرېيښوول؛ کوم چې به د اشغالګرو له برنامو سره په ټکر کې نه ول، او امریکایانو هم هر چا ته په هر ځای کې د داسي عباداتو د ادا کولو حق ورکوي؛ کوم چې د امریکا د اشغال لپاره نقصان نه وي، نه شورویانو افغانان په زور له اسلام منع کول او په دهریت کې یې داخل ول، او نه هم امریکایان افغانان له اسلام نه منع کوي، او په نصرانیت کې داخلوي، په دې کې هم د دواړو یرغلګرو فرق نشته.
روسانو هم د اشغال په وخت کې د افغانستان د باچاهي پر چوکۍ روسي جنرال نه و کښېنولی، او امریکایانو هم دا چوکۍ یو امریکایې ته نه ده سپارلې، یعني د روسانو د یرغل په وخت کې هم د روسانو ځای ناستی نور محمد ترکي و، او د امریکایانو د اشغال په وخت کې هم د هغوی ځای ناستی کرزی او اشرف غني دي، نو فرق يې څه شو ؟
روسان هم د افغانستان په طول و عرض کې با اختیاره ول، ځای ناستي يې د دوی تر امر لاندي کار کاو، نو ځکه په هغه وخت کې مسلمانانو نور محمد ترکي د مشروع باچا په حیث نه پېږاند، د امریکایانو په اشغال کې هم اصل واک او اختیار له امریکایانو سره دی، کرزی او اشرف غني د هغوی ستراتیژۍ پر مخ وړي، موږ يې وينو چې د افغانستان لپاره د هیواد په سطحه پوځي ستراتیژي چې تر ټولو زیات اهمیت لري؛ په امریکا کې جوړیږي، او په افغانستان کې عملي کیږي، نو د نور محمد ترکي او د کرزي و اشرف غني په منځ کې څه توپیر دی، چې نورمحمد مشروعیت نه درلود، او کرزی و اشرف غني د افغانستان مشروع باچاهان دي؟
روسانوهم په افغانستان کې عملیات پرخپل سر تر سره کول، او مریکایان هم د چا اجازې ته ضرورت نلري، له روسانو سره هم د افغانستان د زمکي او فضا کنټرول و، او له امریکایانو سره هم له زمکي نيولې تر فضا د هر څه اختیار ورسره دی، نو د دواړو اشغالونو ترمنځ د استعلا په اعتبار څه فرق ثابت نشو.
البته توپیر له یوې بلي نګاه هم شتون لري، هغه دا چې د روس پر خلاف جهاد تر یوه واحده قومنده نه و لاندي، مختلف تنظیمونو شتون درلود، او د امریکایانو خلاف جهاد بیا واحده قومنده، یو امیر او متحد صف لري.
خو بیا هم که څوک د امریکایانو خلاف جهاد ته فتنه او ترهګري وايې؛ د روسانو هغه پاک جهاد بولي؛ نه پوهیږم دوی يې څنکه توجیه کوي؟
حقیقت دا دی، چې روسان هم د شریعت د قانون مطابق یرغلګر و، او پر افغانستان يې هجوم را وړی و، د هغوی په مقابل کې جهاد فرض و، او امریکایانو هم پر افغانستان وسله واله حمله کړې ده، او د مسلمانانو پر هیواد يې هجوم او یرغل را وړی دی، د دوی په مقابل کې هم جهاد فرض دی، خو که بیا هم څوک ترینه انکار کوي، هغه به له خپل اسلامي قانون او له تاریخ نه نا خبره وي، لږ دي د اندلس د حالاتو او د تاتاریانو خلاف د مسلمانانو د مبارزې واقعات مطالعه کړي، بیا دي د افغانستان اوسنی وضعیت وارزوي.

4 – د امریکایانو خلاف د جهاد مصالح او مفاسد، د شریعت له نظره څه ته باید ترجیح ورکړو؟

د فقهي د دې اصل (من ابتلاء ببليتين يختار أهونهما) مطابق باید د هر څه مثبت او منفي اړخ وسنجول شي، که یو څوک د دوو مصیبتو په منځ کې راګیر شي، د عقل تقاضا هم دا ده، چې په دواړو مصیبتو کې به د کمي درجې د هغه انتخاب کوي.
د دې پر بنسټ ځیني خود غرضه علماء د امریکایانو سره جهاد نا روا او فتنه بولي، د هغوی استدلال دا دی، چې یو خو د امریکایانو سره جنګ نا ممکن دی، او بل څومره چې جنګ ورسره کوو، هغومره دوی موږ ته بالمقابل نقصان رسوي، نو لهذا روان جهاد د افغانستان د مفاداتو خلاف دی، باید د دې فتنې مخه ونيوله شي.
خو په حقیقت کې دا خلک د فقهي دروح او طبیعت نه واقفیت نلري، یاد اصل په غیر موضع کې استعمالوي؛ ځکه په دې اصل، مسلمان هغه وخت عمل کولای شي، چې ده ته الله رب العزت په هغه مسئله کې د اختیار حق ورکړی وي، او د کفارو د هجوم په صورت کې خو هیڅوک هم د دې حق نلري، چې پرته له عذره (لکه مرض او داسي نور…) جهاد پرېږدي، او مبررات ورته لټول پیل کړي، د کفارو د یرغل او هجوم په وخت کې مسلمانان یوه لاره په وړاندي لري؛ چې هغه په توره سره جهاد کول دی.
د فرض په وړاندي یو څوک هم بې له شرعي عذره دا نشوای ویلی، چې زه يې نه کوم، ځکه راته تکلیف دی، مثلا: لمونځ یو څوک هم بې له شرعي عذره نشوای پرېښودلای، او د جهاد لپاره دا بيخي عذر نه دی، چې کفار مو بالمقابل وژني، که دا عذر وايې، نو د جنګ موته نه به مسلمانان پر شا شوي وای.
د افغانستان جهاد په خپل ځان کې د جهاد له اقسامو نه، یو ډیر اهم قسم دی؛ ولي د امریکایانو پر خلاف مبارزه جهاد دفع دی، چې تر جهاد طلب زیات اهمیت لري، په دې کې مجاهد هم طالب وي، او هم مطلوب.
او موږ پوهیږو چې جهاد په حقیقت کې وراني او تخریب البلاد دی، نو که يې دې اړخ ته وکتل شي، په ټول وخت دي باید جهاد جائز نشي، حال دا چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل لاس له متجاوز کفارو سره هم په بدر او هم په احد او هم په نور ځایونو کې جهاد کړی دی، د شریعت له نظره دا کله هم زموږ لپاره عذر نشي کيدلای، چې له امریکایانو سره جهاد مه کوی، ولي چې بیا مو وژني او نقصان را رسوي.
که فرض کړو چې د یو چا پر کور دشمن حمله وکړي، کورته ور داخل شي، هلته يې وژني، وهي يې، تړي يې هر نوعه ظلم ورباندي کوي، په کور کې یو څو کسان د خپل کور د حریم او خپل ناموس نه دفاع کوي، خو په مقابل کې د کور نور وګړي ورته وايې: چې مه کوئ، جنګ مه کوئ، تاسو چې جنګ بس کئ دشمن ته به مو بانه ورختمه شي، په خپله به ولاړ شي، حال دا چې څومره له عقله ليري خبره ده
په جهاد کې عَدد او عُدد ته هم اعتبار نشته، چې څوک دا استدلال وکړي، چې د امریکایانو سره جهاد نا ممکن دی. دا ځکه چې د مسلمانو همیشه باید توکل د الله پر نصرت وي.
د جنګ احزاب په غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوازي 300 مجاهدین پاتي شول، او بالمقابل د مکي مشرکین له خپلو ټولو متحدینو سره د مسلمانانو په مقابل کې سنګر نيولی و، خو الله رب العزة، نصرت د مسلمانانو وکړ او فتح يې ور نصیب کړه.
په اردن کې چې په هغه وخت کې د شام مربوطه علاقه وه، د مؤته مقام باندي د مسلمانانو – چې له خپل مرکز مدېنې منورې نه هم ډیر لیري ول- د کفارو سره جنګ شو، مسلمانان درې زره مجاهدین ول، او بالمقابل یو لک رومي پوځیان او یو لک عرب نصارا او د لخم، جزام او قضاعه له قبېلو نه ملېشې ورسره ملګرې وې، بیا هم فتح د مسلمانانو وه، او په ټول تاریخ کې تر نن پوري چا دا خبره نه ده کړې، چې په جنګ احزاب او د مؤته په غزا کې د مجاهدینو مقاومت د عقل خلاف کار و، باید نه وای شوای.
موږ د دو انقلابو شاهدان یو، د روسانو خلاف مجاهدینو ته الله جل جلاله په تش لاس نصرت ور په برخه کړ، او دا دی اوس يې په سترګو وينو چې امریکایان د جنګ په میدان کې له ماتي سره مخ دي. ان شاء الله
د روسانو په وخت کې مو یو نیم لک شهیدان نه کړو ور، هجرتونه مو ونه کړل، وطن مو وران نه شو، ولي هلته د مصالحو او مفاسدو خبره مطرح نه وه.
حاصل دا چې د امریکایانو په مقابل کې د افغانستان مسلمانان یو اختیار لري، هغه دا چې امریکایان به له خپلي خاورې شړي، جهاد به ورسره کوي، او د دې لپاره که څومره قرباني ورکړي بیا هم لږ ده.

نور بیا….

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

About admin