Home » درس القرآن » الله تعالی به دیرغلګرو ریښې قطع کړي

الله تعالی به دیرغلګرو ریښې قطع کړي

قال الله  تعالی  : وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ (7) لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ  ()

ژباړه : الله تعالی   دخپلوفیصلو له مخې اراده لري  چې  حق  [ اهل الاسلام  ]غالب کړي ،اودکافرانو ريښې  قطع کړي ،ددي  لپاره چې  حق  قائم  شي اوباطل  محوه شي  ،که څه هم  کافران  دانه خوښوي  .

لنډتفسیر  : دبدرپه  غزاکې  چې څوتش  لاسي  مجاهدين  دیوه زورور  دښمن  سره مخ شول  ،نوکافرانوته يې سخته اوشرمونکي ماته  ورکړه ،صحابه وته  په لمړي ځل زیات غنیمتونه په لاس  ورغلل . دوه سترې  صوبې  وي  : یو دکافرانو ځپل  اودوهم دکافرانو مالونه  غنیمت  ګرزول و،  .ددې غزاترپیل کیدو وړاندي  صحابه وخوښول چې که دکافرانو تجارتي  قافله په لاس  ورشي  اودراتلونکو غزاو لپاره تجهیز  ورباندي  وکړي  نوشه به وي  ،مګر الله تعالی بیاداخوښول  چې هم دوخت  سترسترکافران  ووژل  شي  اوهم  يې  هغه  دجنګ  مالونه مجاهدینوته په لاس  ورشي  اوهمداسي  وشول .

نوپه دې  آيت کې  الله تعالی دخپلي  فیصلي  یادونه کوي  ،اوصحابه وته  همداراز  ترقیامته  دحق  دلاري  غازیانوته  اعلان  کوي  چې  دحق  جهادپه ترڅ کې  به بالاخره دکافرانو ریشي  ایستل کیږي  اودحق  دلاري  لارویان  به بریمن  کیږي

وماذلک  علی الله بعزیز  . اللهم  انصرالاسلام  والمسلمین

About admin