Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۷)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۷)

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

(اوومه برخه)

په دې او راتلونکوڅو نورو برخو کې دا لاندي پوښتني مطرح شوي او د هغوی د ځوابولو هڅه شوې ده:

1 – په افغانستان کې مجاهدین ولي جهاد کوي، آیا افغانستان دار الحرب دی ؟
2 – افغانستان د طالبانو له سقوطه وروسته څنګه ارزوو، آیا هلته د حاکمیت خلا شتون درلود ؟ 
3 – د روسانو او امریکایانو د یرغلونو توپیر او ورته والی په څه کې دی؟
4 – د امریکایانو خلاف د جهاد مصالح او مفاسد، د شریعت له نظره څه ته باید ترجیح ورکړو؟
5 – د جګړې اصلي عاملین څوک دي؛ طالبان که امریکایان ؟
6 – د امریکایانو په وړاندي مقاومت، سپیڅلی جهاد دی او که بین الافغاني جګړه؟
7 – د کابل د اوسني حکومت، او په مقابل کې یې د مقاومت کوونکو شرعي حیثیت څه دی؟ 
8 – آیا طالبان اهل عدل نه دي؟ نو ځکه یي حاکمیت هم صحي نه دی؟
9 – د اسلامی حاکمیت د وجود عناصر څه دی؟
10 – او په آخیر کې له کفارو سره د همکارۍ ګټي او تاوانونه، د تاریخ له نظره را سپړو.

د دې مسائلو د حقیقت څرنګوالي معلومولو ته ځکه اړتیا ده، چې د افغانستان د اشغال سره دلته د ډېرو فتنو مخه خلاصه شوي، او بالخصوص په دین کې د لاس وهلو له امله، د دین حدود له بل هر علم نه زیات تر پښو لاندې شوي، هر کس او ناکس په روا او ناروا کې فتواوې ورکوي، د لسګونو زرو مؤمنانو د قتل، وژني او له ټولو اسلامي او انساني حقوقو نه د محرومیت، او پر اسلامي هیواد د کفارو د یرغل د پټولو لپاره په شعوري اوغیر شعوري توګه له اسلامي فقهي نه تراشلي مبررات راوړي، د بیلګې په توګه څو ورځي وړاندي مي د « د امریکایانو له خوا د افغانستان د اشغال مسأله د شریعت او حقیقت په رڼا کې» تر سرلیک لاندي د یوچا لیکنه ولوسته چې ډېری احکام یې په تحریفي بڼه پکي راوړي وو. په دې سره هغوی غواړي چې عام افغانان په تیره بیا ځوان کهول مو پر نا سمه لاره سوق کړي، د دې لپاره چې عام مسلمانان او بالخصوص افغان غیور قوم مو په اسلامي او افغاني ازښتنو پوهولی وي؛ لاندي حقائقو ته د شریعت د اصولو په رڼا کې اشاره کوو.

1 – په افغانستان کې مجاهدین ولي جهاد کوي، ایا افغانستان دار الحرب دی ؟

د اسلامي شریعت له نظره د مسلمانانو هیواد ته د کفارو داخلېدل یو جواز هم نلري، البته د ضرورت په وخت کې د وخت د حاکم په اجازه غیرمسلح داخلیدای شي.
علامه سرخسي رحمه الله په مبسوط کې لیکي: (لأن المستأمن يدخل دارالإسلام تاركاً للحرب. 10/136)، نو که کفار د مسلمانانو له اجازې پرته، دار الاسلام ته د وسلې په مټ داخل شي؛ د فقهي په اصطلاح کې دې ته هجوم (یرغل) ویل کیږي.
علامه شيخي زاده په مجمع الأنهر کې د المغرب په حواله لیکي: هجوم یو نا څاپه او بې له اجازې داخلېدو ته ویل کیږي، شیخي زاده وايې: چې که دښمن د دارالاسلام پر یو ښار او یا یوه ناحیه باندي هجوم راوړي؛ نو د هغه ځای پر مسلمانانو جهاد فرض عین دی.
(فإن هجم) أي: غلب (العدو) أي: على بلد من بلاد الإسلام، أو ناحية من نواحيها. وفي المغرب الهجوم الإتيان بغتة، والدخول من غير استئذان (ففرض عين) . 1/633).
په 2001م کې امریکایانو پر افغانستان د اسلحې په زور په داسي قوت سره حمله وکړه، چې د نړۍ ډیر قوي ځواکونو هم په جواب کې ورته څه نشوای ویلای، دا په داسي حال کې و، چې په افغانستان کې یو شرعي نظام موجود او حاکم و، د افغانستان پر 95٪ سلنه خاوره يې سلطه درلوده.
خو له دې سره سره د امریکا په مشرۍ د ناټو کفري ټلوالي په ډېر وحشت سره پر افغانستان مسلح هجوم راووړ، افغانان يې شهیدا کړل، بندیان يې کړل، له خپل کور، کلي او هیواده يې وشړل.
نو په داسي یو حالت کې چې کفارو هجوم (یرغل) کړی؛ د شریعت له نظره د افغانستان پر هر مسلمان د امریکایانو پر خلاف، جهادِ دفع فرض دی. له دې کبله نه، چې ګویا افغانستان دارالحرب وګرځید.
مګر ځیني ناخبره او یا ماديات پرسته خلک له مسؤلیته د تېښتي لاره خپلوي، او د افغانستان مسئله د هجوم او یرغل پر ځای، د دار الحرب او دار الاسلام له نګاه څخه څيړي، د دې لپاره نا کام کوشش کوي، چې خپله ناروا مدعی ثابته کړي، او وايې: چې ګواکي افغانستان دار الاسلام دی، او دار الحرب نه دی، نو لهذا دلته جهاد هم نه دی روا.
دوی په دې پوهیږي نه او یا تجاهل کوي، چې په دار الحرب کې جهاد ته، جهادِ طلب ویل کیږي، او په دارالاسلام کې جهاد ته، جهاد دفع وايې، نو موږ هم وايو چې افغانستان دار الاسلام دی، دارالحرب نه دی. خو چونکه د کفارو لخوا هجوم (یرغل) ورباندي شوی؛ نو په مقابل کې یې دفاعي جهاد فرض دی.
دویمه خبره چې هغه ناپوه او یا ماده پرسته خلک یې کوي، ځانونه ورباندي تیر باسي او یا نور ورباندي دوکه کوي؛ هغه دا ده چې وايې: امریکایان په افغانستان کې استیلاء نلري، له افغانو يې زمکه نه ده قبضه کړې، د افغانانو مالونه يې نه دي قبضه کړي او افغانان د لمانځه، روژې او نورو عباداتو اجازه لري، نو په داسي صورت کې بیا جهاد ولي روا شي؟
دا خلک دلته بیا د نورو مسلمانانو پر سترګو لاس نیسي، د بني اسرائلو د علماء په شان په ښکاره په شرعي حکم کې د تحریف او تغیر هڅه کوي.
دوی سلطه او استیلاء صرف د ځمکي او پټي نیولو ته وایي، د امریکایانو دا په سلهاو جنګي طیارې، ټانګان او رنګارنګه اسلحې نه ويني چې له افغانانو یې تر ځمکي او مالونو اهم شی؛ چې حریت او آزادي ده؛ ورنه سلب کړي ده. د ځمکي او فضاء ټول واک یې د امریکایانو په ولکه کې ده چې څه یې زړه غواړي هغه کولای شي،
ستر هوائي میدانونه د هغوی تر ولکې لاندي دي، په خپل اختیار د افغانستان په هره برخه کې ګرزي را ګرزي، او په هر ځای کې چې وغواړي، هلته خود سري عملیات کولای شي، د یو چا اجازې ته هم ضرورت نلري، او نه يې څوک منع کولای شي،
خو افغانان له حکومته تر رعیته یو فرد هم د امریکا له خوښي پرته پخپل وطن او خپله خاوره کې څه نشي کولای.
په یاد به مو وي، چې کله افغانان د امریکایانو له وحشي شپنیو چاپو ډیر په تکلیف شول، حامد کرزي د خلکو د غوښتنو پر آساس ډیري هڅي وکړې، چې شپنۍ چاپې بندي کړي، تر دې پوري، چې امنیتي تړون يې تر دې پوري مشروط کړ چې شپنۍ چاپې دي بندي شي، خو بیا يې هم بندي نکړای شوي.
نو په داسي حال کې هم چې څوک د امریکایانو دا بربنډ هجوم او یرغل ته مبررات تراشي کوي، او وايې: چې د امریکایانو پر افغانستان استیلاء نشته، نو جهاد هم غیر جائز دی؛ ښکاره خبره ده، چې دا تحریف بلل کیږي، د شریعت له نظره هیڅ توجیه هم نلري، په داسي حالت کې له کفارو نه د آزادۍ او خلاصون پخاطر پر مسلمانانو خپله دفاع فرض ده.
علامه زحیلي رحمه الله خو لا دا وايې: چې که دښمن د مسلمانانو پر هیواد حمله نه وي کړې، بلکي د مسلمان هیواد حدودو ته رانږدې شوی وي؛ بیا هم پر مسلمانانو لازمه ده چې ويې شړي او جهاد ورسره وکړي، د دې لپاره چې د کلمة الله بلندي ثابته شي، او د مسلمانانو د هیواد حفاظت وشي، او دښمن شرمنده شي. المنير للزحيلي: 10/ 225.

2 – افغانستان د طالبانو له سقوطه وروسته څنګه ارزوو، ایا هلته د حاکمیت خلا شتون درلود ؟

د مجاهدینو د هرج و مرج په وخت کې د افغانستان وضعیت ټولو ته معلوم دی، چې د هیچا سر، مال او ناموس په امن نه و، او نیږدې وه، چې هیواد مو تجزیه شوی وای، په هغه وخت کې یوازي دا طالبان او هغه مجاهدین چې په ټوپک مارۍ کې ښکیل نه ول، د هر رنګه نقص او بدي نه پاک ول، هغوی ته دا حالت د زغملو نه و، هغوی دا عزم او توکل وکړ، چې له ګران هیواد نه به فساد ختمه و، او امن به راولو، شریعت په نافذه و، عملا يې داسي و هم کړل، هیواد مو له تجزيې وساتل شو، د الله حدود نافذ شول، هیوادوال مو په امن شول، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قرآني حکم پلی شو، تر دې چې په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او د ژوند په هره برخه کې هره فیصله یوازې د قرآني او نبوي ارشاداتو له مخې کیدله، نړۍ ته د یو اسلامي نظام او حاکمیت عملي نقشه له ډیر ځنډ نه یو ځل بیا وړاندي شوه.
مګر د اسلام تاریخي دښمنانو هغوی چې په تیرو څوارلس پیړیو کې یې همیشه له اسلام او په خاص ډول د اسلام له سیاسي حاکمیت سره دښمني پاللې ، هغوی چې د صلیبي او استعماري جګړو پر مهال یې اسلامي امت ته نه جبیره کیدونکي زیانونه اړولي ؛ د اسلام هماغه تاریخي غربي دښمنان دا ځل د امریکا په مشرۍ سره متحد شول ، د اسلامي امارت په وړاندې یي د دښمنۍ موقف اعلان کړ ، لومړی يې تبلیغاتي جګړه پیل کړه ، ورپسې یي د اقتصادي تعزیراتو او سیاسي کلابندۍ نقشه عملي کړه او په درېیم قدم کې یې مخامخ زموږ پر خپلواک هیواد او اسلامي نظام پوځي یرغل وکړ، چې په پایله کې یې موجود د اسلامي امارت حاکمیت سقوط شو.
اوس خبره دا ده چې آیا د امریکایانو په دې ظلم سره د مسلمانانو حکومت ختم شو، او امیر معزول شو، د حاکمیت او امارت خلا رامنځته شوه،؟ او که بیا هم همغه امیر بر قرار او د مسلمانانو مشروع امیر بلل کیږي؟
شرعي حکم دا دی، چې د مسلمانانو د دیني او دنیوي امورو د انسجام لپاره پر هغوی واجب دي، چې شرعي امیر او حاکم ولري، ځکه ډیری داسي کارونه وي، چې هغه په یوازي سر نه تر سره کیږي، یو اجتماعیت ته اړتیا لري، د امام نصب او عزل د امة مسلمه ذمه واري ده، یو کافر نشي کولای چې د مسلمانانو لپاره امیر مقرر او یا يې معزول کړي، علامه ابن عابدین رحمه الله وايې: (وفي المواقف وشرحه:للأمة خلع الإمام وعزله بسبب يوجبه، مثل أن يوجد منه ما يوجب اختلال أحوال المسلمين وانتكاس أمور الدين كما كان لهم نصبه وإقامته لانتظامها وإعلائها. الدر المختار وحاشية ابن عابدين: 4/ 264) د امام خلع یعني له امامته ليري کول، د امة مسلمه کار دی، چې په یو معقول دلیل يې معزول کړي، لکه د مسلمانانو امور چې ترینه مختل شي، او یا په امورو دینيه و کې سستي وکړي.
نو امریکایانو چې پر افغانستان حمله وکړه، افغانان يې له ښارو پر شا کړل، په دې سره د افغانانو شرعي امیر نه معزول کیږي، ولي چې کفار پر مسلمانانو استعلا نشي لرلای {وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا} [النساء: 141].
نو د شریعت له نظره د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله امارت باقي و، همدا وجه وه چې د کفارو پر خلاف يې د علماء د فتوی سره سم جهاد پیل کړ، او خپل ملت یې داسي رهبري او منظم کړ، چې د نړۍ د زبرځواک شکست يې یقیني کړ، نو په کوم دلیل به ووايو: چې هلته د امارت خلا موجوده وه، او هغه خلا امریکایانو په کرزي ډکه کړه .

د دې لپاره چې پر لوستونکو دا بحث اوږد نشي؛ نو دا پاتي پوښتني به په راتلونکو برخو کې را وسپړو.
نور بیا …

About admin