Home » بېلا بېلي لیکني » نوروز او اسلام .

نوروز او اسلام .

نوروز په اصل کې د اور لمانځونکو یا عبادت کوونکو اختر دی، فقهاء کرام د نوروز د لمانځلو په هکله دا نظر لري چې، د تعظیم میلې یې نیول او د دغې ورځې احترام انسان د کفر تر کچې رسوي او مسلمانانو ته پکار دي چې له دغه عمل څخه ځان وژغوري او په لمانځلو کې یې ګډون ونکړي.

نوروز: د نوروز کلمه دا په اصل کې فارسي كلمه ده او د نوې ورځې په معنى ده، خو د مؤرخينو له انده نوموړې كلمه د نوبهار څخه را اوښتې ده يعنې په لومړيو كي نوبهار وو، د وخت په تېريدو سره په نوروز باندې بدل شو.

نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كې د هغه اور لمانځلو ځای نوم وو چې د زردشت او ذوالقرنين تر مړينې وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندې په بلخ كي جوړه شوه او په نوبهار باندې ونومول شوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځې لپاره نوم كېښودل شو چې دوی به د دغه اور لمانځلو عبادت ځای د پيل د ورځې د احترام په موخه لمانځل او د اور عبادت به يې پكې كولو او اختر به يې ورته ویلو، د هغوی د خوښې لپاره دا نهه ورځې ځانګړې شوې وې او دارنګه هغوی به ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل چې د زردشت او ذوالقرنين په دين كې پر دوی باندې حرام شوي ول.

دارنګه د نوروز د تاريخ په هکله اسلامي مؤرخين لیکي: نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندې پيل كړى او هركال به په بلخ، آذربايجان، ايران او ځینې نورو سیمو كې به د اور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كېدلو.   رواه ابوداؤد کذا في المشکات لومړی ټوک، پاڼه (١٢٦)

نبوي حدیث

اسلام كې د نوروز لمانځلو منعه راغلې او دارنګه په معاصر یا اوسني وخت کې خلک د کال نوې ورځې په خوښیو لکه میلې او جشنونو سره لمانځي او دا په اصل کې د زردشتیانو او مجوسیانو له اسلام څخه مخکې پيل کړی وو، خو کله چې د سلام دین په نړۍ کې روڼ وځلیدو او هغه وخت حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم چې دا دوه ورځې ولیدلې، لکه: یوه یې د نوروز په نامه وه او بله د مهرنجان په نامه وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغو ورځو لمانځلو څخه خلک منعه كړل:

عن انس قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر. رواه ابوداود

حضرت انس رضی الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې مدينې ته تشريف راوړ د مدينې خلکو په دوو ورځو کې خوشحالي کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: دا کومې ورځې دي؟ دوی ورته وويل : موږ د جاهليت (کفر) په وخت کې په دغو ورځو کې خوشحالي کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل : الله جل جلاله دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره در بدلې کړي چې تردغو ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله دکوچني اختر ورځ ده.

د پورتني حديث په تشريح کې اشعة اللمعات شرح د مشکاة ليکي چې دغه ورځې کومې چې د مدينې خلکو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه اوبله د مهرجان ورځ وه.

د امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه دریځ

امام بيهقي رحمه الله په سنن الکبري کې له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت کړيده چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز ده. ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على رضی الله عنه د نوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شويده امام بيهقي رحمه الله وايی چې د کراهت وجه يې دا ده چې دا ورځ شريعت نده ځانګړې کړې او دوى يې له ځانه ځانګړي کوي او لمانځي یې.

همدارنګه ملاعلي قاري رحمه الله لیکي: و سأل المعلم النيروزيه و لم يعطه المسئول عنه، يخشي علي المعلم الكفر، و لو اعطي المسئول عنه، يخشي عليه الكفر.

که معلم له زده کوونکو څخه د نوروزي سوغات وغواړي، او زده کوونکی هغه شی ورته ورنکړي، نو په معلم د کفر ویره ده او زده کوونکی یې خبره ومني او هغه ورته ورکړي نو پر هغه هم د کفر ډار شتون لري..

د احنافو په سترو کتابونو کې، لکه: فتاوي بزازيه جلد ۶ پاڼه ۳۳۳، خلاصه الفتاوی جلد ۴ پاڼه ۳۸۴، فتاوی تاتارخانيه جلد ۵ پاڼه ۳۵۴، ټول په دغه خبره تاکید کوي چې د نوروز لمانځل او ارزښت ورکول او دارنګه چاته سوغات ورکول، دا په اسلام کې ناروا او ناجایز دي ، ځکه په اسلام کې د اختر او خوښي ورځې معلومې دي لکه د لوی او کوچني اختر ورځې او مسلمانانو ته پکار ندی چې د مشرکینو په اخترونو کې ګډون وکړي یا د هغوی اخترونه ولمانځي.

About admin