Home » دمېرمنو اسلام » د مشهورې شاعرې ‏”الخنساء” پر ژوند څو کرښې

د مشهورې شاعرې ‏”الخنساء” پر ژوند څو کرښې

تُماضر د عمرو بن الحارث لور، چې په “الخنساء” سره یې شهرت لاره، د “بني سُلَيم” له قوم نه وه. د عربو ټول منلي او تر ټولو مشهوره شاعره وه. دې زیات ژوند په کفر او جاهلیت کې تېر کړی و، له نېکه مرغه د اسلام زمانه یې وموندله، له خپل قوم بني سلیم سره رسول الله ﷺ ته راغله او مسلمانه شوه.

د الخنساء زیات او غوره شعرونه د خپلو دوو وروڼو: صخر او معاویه مرثیې دي، دوی دواړه د جاهلیت زمانه کې وژل شوي وو، دې به پخپلو وروڼو خورا زیات ژړل او د هغوی په اړه به یې شعرونه ویل. که څه هم هغې د خپلو وروڼو په ژوند کې ډېر شعرونه نه و ویلي.

دا چې مسلمانه شوه هم یې پخپلو وروڼو ژړل، یو وخت چې هغه زیاته بوډۍ شوې وه د هغې د تره زامنو عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته راوستله او هغه ته یې وویل: امیر المؤمنین! دا مشهوره شاعره خنساء ده، اوږده موده پخپلو او په جاهلیت او اسلام کې پخپلو وروڼو ژاړي، دومره چې مخ کې یې اوښکو لارې جوړې کړې دي، ته هغې ته نصیحتونه وکړه چې له ژړا منعه شي.

عمر رضي الله عنه هغې ته نصیحت وکړ چې له الله نه وویریږه او په مرګ یقین وکړه. هغې چې خپل دردونه او غمونه ورته بیان کړل او دا یې هم وویل چې په وروڼو ځکه زیاته خپه ده چې کفر کې وژل شوي دي. عمر هم د هغې په حال خپه شو، هغوی ته یې وویل: الله دې هدایت درته وکړي، بوډۍ پریږدئ، هر څوک خپل دردونه ژاړي او بېغمه خلک د غمژنو له حاله نه دې خبر.

‏ رسول الله ﷺ به هم کله کله د مختلفو شاعرانو شعرونه اوریدل او له شاعرانو به یې غوښتل چې خپل شعرونه ورته واوروي. علامه ابن حجر رحمه الله پخپل کتاب ( الإصابة في تمييز الصحابة ج8 ص110 ) کې د الخنساء په اړه لیکي: هغه له خپل قوم بني سلیم سره رسول الله ﷺ ته راغله او مسلمانه شوه، دوی وایي رسول الله ﷺ ته د هغې شعرونو خوند ورکوه او له هغې به یې د شعر اورولو غوښتنه کوله! هغې به چې شعر ورته وویلې ده به ورته وفرمایل: خُناس! نور هم ووایه او په لاس به یې اشاره ورته وکړه.

د الخنساء او دُرید کیسه

دُريد بن الصِّمَّة د هوازن مشهور مشر او سرخیل و، ده یوه ورځ الخنساء ولیدله چې خپل پمن اوښ یې د اوښانو په تېلو غوړوه، دا مهال هغه له خلکو پناه غوندي ځای کې وه، دې فکر کوه څوک یې نه ویني نو تقریباً نیمه بربنډ حالت کې وه، درید چې د هغې ټوله ښکلا ولیدله زړه ته یې د هغې میني لاره پیدا کړه، هغه هم شاعر و، د الخنساء په مینه کې یې شعرونه وویل او د هغې د ښکلا ستاینه او خپلي میني یادونه یې وکړه.

یوه ورځ درید د هغې پلار ته ورغی او هغه یې ورنه وغوښتله، پلار یې سمدستي موافقه ښکاره کړه او د درید د قومي لوړ حیثیت یادونه او ستاینه یې وکړه، خو هغه ته یې وویل: زما لور د عامو نجونو په څېر نه ده، هغه د کوژدن په اړه خپل اختیار پخپل واک کې لري، زه به ستا یادونه ورته وکړم او وبه ګورو چې د هغې خوښه ده که نه.

پلار یې هغې ته وویل: لورې! د هوازن مشر او سرخیل راغلی او تا غواړي او د هغه زیات صفتونه یې ورته وکړل. خنساء خورا هوښیاره پېغله وه، پلار ته یې وویل، زه به ځان سره فکر وکړم، بیا به ځواب درکړم. درید که څه هم د زیات شهرت خاوند و او نور صفتونه یې هم لرل. خو په عمر ډېر مشر و.

خنساء خپلي مینځي ته وویل: په درید پسې تر شا ولاړه شه! کله چې بولي وکړي هغه ځای وګوره، که یې په بولو ځمکه څېرلې وه نو بیا یو څه سېکه په کې پاته ده او که بولي یې په ځمکه مړې بهېدلې وې نو د نارینه توب ځواک یې ختم شوی دی! مينځه یې چې راغله د دویم افشن … یادونه یې ورته وکړه، خنساء وویل: دا ناپوهي ده چې خپل د ترونو چټ ځوانان زامن پریږدم او داسې بوډا کوم چې نن یا سبا به مري.

پلار یې درید ته وویل: فعلاً زما د لور خوښه نه شوه، شاید وروسته یې خوښه شي، بیا به زه حال درکړم، درید ورته وویل: ما ستا او هغې خبرې واوریدلې. درید خپه او غوسه شو او ولاړ. په دې خپګان او غوسه کې درید اوږده قصیده وویله، خنساء یې وغندله او هغې ته یې ښېرا وکړې چې ټول عمر پېغله پاته شې.

هوښیاري خنساء د هغه په ځواب کې هیڅ ونه ویل! چا ورته وویل: ستا په اړه د هغه د غندني قصیده مو ولې ځواب نه کړه؟! هغې وویل: دا مناسب نه ده چې د کوژدې بلنه مې یې هم رد کړه او د غندني ځواب هم ورکړم.

کال: (16ه – 638م) د قادسیې په غزا کې د خنساء څلور زامن په یوه ورځ شهیدان شول! هغې چې خپل زامن غزا ته لیږل د مېړانې او شهادت ته هڅونې خبرې یې ورته وکړې او په سبا چې د څلورو واړو په شهادت خبره شوه دا لاندې څو جملې یې تاریخ تر موږه رارسولې دي:

“الحمد لله الذي شرفني باستشهادهم جميعا في سبيل الله ونصرة دينه وأرجو من ربي أن يجمعني بهم في مستقر الرحمة”. الحمد لله چې زه یې د الله په لاره او د هغه د دین په مرسته کې د خپلو څلور واړو زامنو په شهادت عزتمنه کړم، له خپل څښتنه هیله لرم چې د هغه د رحمتونو ځای کې مې له خپلو زامنو سره یو ځای کړي!

مأخذونه: الاصابة لابن حجر، الأغاني للأصبهاني، الکامل للمبرد.

لیکوال : حامدافغان

About admin