Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۶)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۶)

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

شپږمه برخه:

د اشغال تر چتر لاندي، د ملي اوردو، ملي پولیسو او اربکیانو حکم

نن سبا زموږ معاصر دښمن یو فریب چلولی هغه دا چې د ځوان کهول نه د وطن پالني تر شعار لاندي د اشغال په ساتلو، اوږدېدلو او پراخولو کې کار اخلي، د دې لپاره چې ځوانان مو د اسلام، وطن او خپل افغاني هویت پر خلاف استعمال نشي، اړینه بولو چې د یرغلګرو سره د همکارۍ صورتونه، د فقهي د مستندو کتابونو په رڼا کې را وسپړو ترڅو د هغوی روا او ناروا صورتونه معلوم کړو.

امریکایان، یرغلګر که مستامنین دي ؟

په دار الاسلام کې د کفارو اوسېدل به یا د امن د معاهدې پر بنا وي، او یا به په خپل زور او قوت سره دار الاسلام ته داخل شوي وي، اول ته مستأمن او دوهم ته محارب ویل کیږي، په افغانستان کې امریکان مستأمنین ندي، ځکه د مستأمن لپاره فقهاو دا شرط مقرر کړی، چې دار الاسلام ته به بې له جنګه داخلیږي، (لأن المستأمن يدخل دار الإسلام تاركا للحرب. المبسوط للسرخسي: 10/ 136)، او موږ ټول د صحنې شاهدان يو چې امریکایانو په خپل ټول قوت سره پر افغانستان هجوم او وسله وال یرغل راوړ، پر مسلمانانو يې حملې پیل کړې، چې تر اوسه پوري جریان لري. له همدې امله په افغانستان کې د اوسنیو بهرنیو ځواکونو حکم د مستأمین نه، بلکي د محاربو دی.

د اشغالګرو سره د همکارۍ صورتونه

پر هر مسلمان دا واجب دی، چې د شریعت احکام وپېژني، د جنګ او قتال احکام زده کړي، او تر ټولو مهم دا چې خپل دښمن او دوست وپېژني، د دې لپاره په لیکنه کې کوشش کوو، چې د یرغلګرو سره د دوستۍ او همکارۍ هغه صورتونو متعین شي، له کوم سره چې زموږ وطنوال مخامخ دي.
له کفارو سره همکاري دوه قسمه لري، اول: هغه کومک او همکاري چې سلطه د مسلمانانو وي، اختیار له مسلمانانو سره وي، رهبري د دوی وي، کفار د تابع په ډول ورسره ملګري شوي وي، او د نورو مسلمانانو پر خلاف يو ځای عملیات تر سره کوي.
دوهم: چې د کفارو له مسلمانانو سره جنګ وي، رهبري او اختیار له کفارو سره وي، قومنده د کفارو سره وي، او نور مسلمانانو يې د ځان تابع جوړ کړی وي، او له کفارو سره ملګري شي، په ګډه د مسلمانانو مقابله کوي.
په افغانستان کې د امریکایانو یرغل دوهم قسم دی؛ ځکه په هغه وخت کې چې امریکایانو پر افغانستان حمله کوله، نه اوسنۍ ملي اردو، نه ملي پولیس او نه نورو ارګانونه موجود ول، وروسته د یو منظم پلان پر اساس ځیني افغانان له دوی سره مل شول، په ځان، مال او سر ورسره ودرېدل، د هغوی ساتنه او دفاع يې پیل کړه، تر دې پوري چې کله به یو با احساس افغان عسکر پر امریکایانو حمله وکړه، د نورو افغان عسکرو له خوا به شهید کړل شو.
دا هم ښکاره خبره ده، چې رهبري او اختیار له امریکایانو سره دی، افغانان يې تابع دي؛ ځکه موږ وينو چې د علمیاتو پلان ګذاري، د عملیاتو لپاره وسائل او تجهېزات ټول یرغلګر ورکوي، پر کوم ځای چې د هغوی خوښه وي عملیات تر سره کیږي، او که يې هغوی منع کړي، نو هیڅوک هم د عملیاتو اجازه نلري، د یرغلګرو مشیرانو په بار بار دا اعلان کړی، چې موږ دلته د امریکا او متحدینو لپاره جګړه پر مخ وړو، حامد کرزي په څو واره دا کوشش وکړ، چې د امریکایانو شپني عملیات بند کړي، خو بیا هم چا يې خبره وانه ورېدله.
او که د مثال په ډول دفاع وزارت د یو ولایت لپاره اعلان وکړي، چې هلته نور عملیات نه تر سره کیږي، او امریکایان بالمقابل دا حکم صادر کړي، چې موږ هلته ضرورت محسوسه و، چې عملیات باید تر سره شي، نو په داسي شرائطو کې به خبره د چا عملي کیږي؟ ښکاره خبره ده، چي امریکایان څه وغواړي هغه به کیږي، که څوک ترینه انکار کوي، هغه به د افغانستان د اوسني وضعیت مطالعه نلري.

یاده همکاري د شریعت په تعبیر سره:

داسي همکاري ته په شریعت کې مناصرة الکفار علی المسلمین یا مظاهرة الكفار ومعاونتهم على المسلمين، او موالاة الكفار ویل کیږي.
د فقهي له نظره موالاة الکفار پر دوه قسمه دی ، یو هغه دی چې د ژوند په چارو، تمدني زندګي، لکه له هغوی سره معاملات، تجارت، اقتصاد، طب او نورو برخو کې هکماري وي، دا رنګه موالاة ته اسلام ډیر اهمیت ورکوي، په دې کې که کفارو ته فایده رسيږي، نو بالمقابل مسلمانان هم په هغه شان نفع وړي.
د موالاة دوهم قسم دا دی، چې په هغه کې د کفارو استعلا، د هغوی د قدرت مظاهره او پر مسلمانانو يې غلبه راشي، دا رنګه موالاة که په رايې، فکر او یا مشورې سره وي، که ښکاره او یا پټ، مباشر یا غیر مباشر وي، د اسلام له نظره بلکل حرام او نا روا کار دی، د دې لپاره که څومره اعذار او مبررات تراشي وشي بیا هم قابل قبول ندی، تر دې چې دا رنګه موالاة ته ډېریو ارتداد ویلی، ځکه دا شان همکاري تر ټولو خطرناکه، د الله او د الله د رسول او له مسلمانانو سره ستر خیات دی، د دې په اړه الله رب العزت فرمايې: {یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ} [المائدة: 51] ژباړه: اې ایماندارو ! یهود او نصارو دوستان مه نيسئ، دوی خپله یو د بله دوستان دي، او له تاسو نه چې څوک دوی دوستان ونيسي، نو بیا هغه له دوی نه دی، یقینا الله ظالمانو ته هدایت نکوي.
په تفسیر طبري کې د دې په تشریح کې لیکي: الله تعالی مؤمنان د مسلمانانو په مقابل کې د یهودو او نصاری له کومک او تحالف نه منع کړي، او اعلان يې ورته کړی، چې که له تاسو نه یو چا د الله او د الله د رسول او د مسلمانانو په مقابل کې یهود او نصارا د ځان دوستان جوړ کړل، نو هغه له دوی (یهود او نصاری) څخه دی. ځکه چې دغو مسلمانانو هم د یهودو او نصاراو په شان د الله او د الله د رسول او د مسلمانانو پر خلاف تړون وکړ، او خبردار! چې الله او رسول يې له داسي خلکو بېزاره دی. تفسير الطبري = جامع البيان ت شاكر (10/ 398)
دې ته ورته نظر د علامه ابن تیمیه رحمه الله هم دی، چې وايې: په یاد آیة سره چې څوک د یهودو او نصارا و د موالاة نه منع شوي، هغه د ردة په آیة سره هم مخاطب دی، د یادو آیتونو دا حکم د امت ټولو پېړیو ته شامل دی، الله رب العزت دا خلک په دې تهدید کړل، چې که داسي وکړئ، نو د دغو کفارو له ټولۍ نه حسابل کیږئ، ابن تیمیه وايې: چې له دېنه دا په ښکاره معلومیږي، چې دا کسان د اسلام له دائرې خارج او مرتد دي، خو دوی به هیڅکله هم اسلام ته ضرر ونه رسوي. مجموع الفتاوى (18/ 300)
د الجزائر ځینو قبایلو د مسلمانانو خلاف له فرانسویانو نه کومک وغوښت، د مغرب مشهور فقیه ابو الحسن التسولي د کفر حکم ورباندي صادر کړ. أجوبة التسولي على مسائل الأمير عبد القادر الجزائري: ص 210
همداسي فرانسویانو او فرنګیانو د مصر پر مسلمانانو حمله وکړه، شیخ احمد شاکر اعلان وکړ، چې له دغو یرغلګرو سره که چا هر رنګه تعاون وکړ، هغه که لږ وي، او که ډیر، دا په ښکاره مرتد او صريحي کفر دی، په دې کې هیڅ عذر هم قابل قبول ندی، په دې باره کې نه جاهلانه قومیت او نه هم شیطاني سیاست معتبر دی، دا تعاون که د افرادو لخوا وي، او که د حکومت یا د قومي مشرانو له لوري؛ ټول په کفر او په ارتداد کې سره یو دي، د ښځو سره يې نکاح ماته ده، لمونځ يې نه دی صحیح، زکات يې نه دی صحیح، تر دې چې یو رنګه عبادت يې هم نه صحیح کیږي، ځکه د عبادت لپاره ایمان شرط، او دوی له ایمانه وتلې او مرتد دي. کلمة الحق: ص: 130.
له یادو روایاتو نه دا خبره واضحه شوه، چې د مسلمانانو پر خلاف له محاربو کفارو سره مرسته کول، هغه که هر رنګه وي، او هر قسمه عذر تراشي ورته وشي؛ د اسلام له نظره څومره ناروا او خطرناکه خبره ده، د الله او د الله له رسول او له ټول امت سره یو عظیم خیات دی، نو ځکه یادو علماو ورباندي د ارتداد حکم کړی دی.
البته زموږ د احنافو مذهب پر داسي کسانو د ارتداد فیصله نه کوي، علامه طحاوي رحمه الله د حاطب بن أبي بلتعة په کيسه سره دلیل نسې، او مرتد يې نه بولي، چې هغه هم د مکې د فتح خبر کفارو ته ورکاوه، خو په لار کې ګرفتار شو، نبي علیه السلام ورباندي د مرتد حکم ونه لګاو.
خو تر ارتداد را لاندي په اوله درجه فسق، ناروا او حرام کار دی، د داسي مسلمانانو حکم د کفارو په شان دی، یعني مجاهد ته يې وژنه روا ده، ځکه کفار چې په ظلم مسلمانان بندیان کړي، او د خپل صف په مخ کې را روان کړي، په دې صورت کې د مجبوریت او اضطرار له امله مجاهدینو ته روا ده، چې پر کفارو حمله وکړي، اګر که هغه مظلوم مسلمانان هم ورسره ووژل شي.
نو هغه مسلمانان چې په خپل سر او مال د محاربو کفارو نه په وسلې دفاع کوي، د مسلمانانو جاسوسي ورته کوي، د متجاوز دښمن په دفاع کې خپل مسلمان ورور وژني، بندي کوي يې، او هر رنګه تعاون ورسره کوي، نو د دغو مسلمانانو مرګ به بیا په کوم دلیل جائز نه وي؟ او که د یرغلګرو په دفاع کې مړ شي، نو په کوم دلیل به شهید ورته وویل شي؟، او بالمقابل هغه مجاهد چې په ډیر سخت حالت کې د اسلام او وطن له حریم نه په خپل سر دفاع کوي، څرنګه به د اسلام له قاموس سره سم دهشتګر وبلل شي؟
که موږ فرض کړو، چې مسلمانان امریکا ته ولاړ شي، او هلته امریکایان په خپل کور کې وژني، تړي يې، او له آزادۍ نه يې محرومه وي، او نور داخلي امریکایان يې کومک کوي، جاسوسي ورته کوي، په سر او مال سره يې ساتنه کوي، نو هغه مقابل لوری امریکایان به دغو ته په کومه سترګه ګوري؟
له هغو افغانانو، چې د کفارو سره څنګ په څنګ ولاړ دي، وسله واله همکاري ورسره کوي، دفاع يې کوي، او یا په بله نوعه کومک ورسره کوي، نه مو دا هیله ده چې اې زموږ مسلمانو ورڼو! الله درته یاد کړئ، خپل سپېڅلی اسلامي تاریخ لږ وګورئ، او د یهودو او نصارا و دښمني د قرآن او حدیثو په رڼا کې ځان ته معلومه کړئ، الله رب العزت فرمايې: {یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَاعَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ} [آل عمران: 118] ژباړه: اې ایماندارو ! له تاسو نه خارج څوک رازدار مه جوړه وئ، دوی ستاسو په بدخواهي کې یوه موقع هم ضایع کوي نه، د دوی د زړه خواهش دا دی، چې تاسو په تکلیف کې یاست، بغض د هغوی له خولو نه ښکاره شوی، او کوم (عداوت) چې د دوی په سينو کې پټ دی، هغه تر دې ډیر زیات دی، موږ تاسو ته د علامو خبري خلاصي خلاصي وکړې، په دې شرط که تاسو له عقل نه کار واخلئ.
ټول امة مسلمة پر دې مامور دی، چې د الله د دین حفاظت وکړي، په هر وخت او هر حال کې به دا فریضه تر سره کوي، او هر څوک د الله په مخ کې مسؤل دي، کوم چې په لاس کړي وي، او څه چې يې په ژبه ويلي وي، او څه چې په زړه کې راګرزېدلي وي، د هر څه جواب به د الله په وړاندي ورکوي، نو هر مسلمان هغه که په ملي اردو، ملي پولیس او یا اربکیو کې وي، هر یو دي له خپل ځانه سوال وکړي، چې د چا لپاره ځان، مال او سر قربانه وي، او د قیامت په ورځ به د الله په وړاندي څه ځواب وايې .

نور بیا ……

About admin