Home » ځانګړي ليکني » موضوعي احادیث اوموخې يې

موضوعي احادیث اوموخې يې

دموضوعې  احادیثو دوضع  پیل  :

درسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب ټول اصحاب الصدق والعدل  و په همدي  داهل السنة والجماعت  اجماع ده چې  اصحاب النبی  صلی الله علیه وسلم کلهم عدول  .

دحضرت  عثمان رضی الله تعالی  عنه دشهادت سره اوڅه ورسته ډول ډول فتنې  اوفرقې  راپورته شوي .لکه خوارج  ،روافض  ،شیعه  اوداسي نور ..

بس  له همدغه مهاله  دحدیثووضع  پیل  شوه  . ابن حجر  رح  لیکلي  دي :چې  دموضوعې حدیثو پیل لمړی عبدالله بن سباء  کړی دی .

حضرت علی  رضی  الله تعالی عنه دابن سباء په هکله ویلي  : قاتلهم الله ای عصابة بیضاء سودوا وای حدیث من حدیث رسول الله    ہ ﷺ افسدوا۔

اوبیا.. :

 

  • ابویعلي خلیلي  وايې : وضعت  الرافضة  في فضائل  علي  رضی  الله تعالی عنه  واهل  بیته نحوثلاث مائة  الف حدیث  .
  • حمادبن زیدوايې :چې  زندیقانو دولس  زره حدیثونه له ځانه  وضع کړي و.
  • دهارون الرشید په وړاندي یوه زندیق اقراروکړچې څلورزره حدیثونه يې وضع کړي .
  • مهدي رح  وايې  :چې  یوه  زندیق  زماپه مخ  کې  اقرار وکړ چې یواځې ده  څلورسوه حدیثونه وضع کړي .
  • ابن لهیعه رح  وايې  چې دخوارجو یوشیخ  وویل  : ان هذه الاحادیث دین فانظروا عمن تاخذون  دینکم  فانا کنا اذاهوینا امرا صیرناه  حدیثا . ۔(الاثار المرفوعة  ۴۳)
  • حمادبن سلمة دروافضو له یوه شیخ څخه نقل کړي چې ويل  يې : کنااذا استحسناه شیئا جعلناه حدیث . الاثارالمرفوعة ص\ ۴۵

 

داحادیثودوضع  بیلابیل صورتونه  :

دموضوعي  حدیثو بیلابیل  صورتونه و مثلا :

  • دخپلې خوښې  په یوه جمله  باندي  له ځانه سندښودل اوبیارسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب کول .
  • یا کوم موضوعي  حدیث  پوري  قوي  سندلګول .
  • یاپه موضوعي روایت کې متهم  راوي  حذف  کول  اودهغه په ځای قوي  راوي  راوړل .
  • یامتهم راوي  حذف کول اودهغه  له شیخ څخه  روایت کول  .
  • یااسرائلي روایات  پوري  دسندالحاق اوبیارسول الله  صلی الله علیه وسلم ته  منسوب کول .
  • یاپه کوم صحیح حديث  پوري  دځانه یوه جمله یاڅوجملی  اضافه کول .
  • یاله صحیح حدیث څخه صحیح جمله لري  کول اوپه ځای يې بله جمله وراضافه کول .

داحادیثو دوضع  اهداف :

وروسته له هغه چې  داحادیثو دوضع  سلسله پیل شوه ،ډیرو خلګو دخپلوباطلو مقاصدو اواهدافوته درسیدولپاره په رسول  الله صلی  الله علیه وسلم پوري  حدیثونه وتړل ،ځيني  محدیثینو علماو يې  یوڅووجوهات په لاندي  ډول ذکرکړي دي :

۱=  داسلام  دسپېځلي  دين سره  دعناد اوددين  دله مینځه وړلو یا نقصان  درسولو  له امله :  دغه خلقو څوډوله حدیثونه وضع کول :

  • داسي حدیثونه چې  دغه دين  یوه مسخره وګرزوي  .
  • داسي حدیثونه چې داسلام  حیثیت  ورسره کمزوری  کړي .
  • داسي حدیثونه چې اصلا  حلال  ورباندي حرام اوحرام ورباندي حلال وګرزوي . اوداسي  نور

په  دغه ډله کې  ترټولو ډيرکار زندیقانو کړی  لکه  عبدالکریم  بن ابي  العوجاء  ،محمد بن سعید  ،حارث  کذاب  اوداسي  نور .

حماد بن زیدلیکلي  چې  دغې  ډلي : څوارلس  زره حدیثونه وضع کړي و ، ابن عدي  لیکلي  : چې  کله ابن ابي العوجاء  ونیول شو نوده په خپله اقرار وکړ چې  څلورزره حدیثونه يې  داسي  وضع کړي  چې حرام  يې په کې  حلال  اوحلال  يې په کې حرام ګڼلي  .

تنزیه الشریعة  ۱\۱۱  علم حدیث کيسي  پړهين  ص\ ۵۱

۲=  دخپلي  نظريې  دتائید لپاره :

ځیني  اهل الباطل  بیادخپلي  نظريې  اومذهب  دتائید لپاره حدیثونه وضع کول  .دغه ډول خلګوهم څوډوله حدیثونه وضع کول لکه :

  • ددې لپاره چې دخپل مذهب  اونظريې  ته ترغیب  ورباندي ورکړي
  • ددي لپاره چې دخپل مذهب  تائید ورباندي وکړي  .
  • ددي لپاره چې  له ځانه دفاع ورباندي وکړي  . اوداسي  نور ..

حاکم  رح  لیکلي  دي چې  محمدبن قاسم  طالقاني  چې دمرجئي فرقې  له موسسینو څخه و دخپل مذهب  اونظريې  لپاره يې  ډیر حدیثونه وضع کول .

ابن عدي  رح  لیکلي  : چې  محمد بن شجاع به دخپل مذهب دتائید لپاره حدیثونه وضع کول . همداراز شیعه وبي  شمیره حدیثونه دخپل مذهب  لپاره وضع کړي .

پاتې لري ……

مفتي ابویاسرعفی عنه

About admin