Home » دار الافتاء » تېږي یامرۍ ترلاس یاپښې تړل !

تېږي یامرۍ ترلاس یاپښې تړل !

الاستفتاء  رقم  ……………  محترم مفتي  صاحب !  دوه  پوښتني  لرو : یوه داچې  ځيني  مېرمني  ماشومانو ته شني  مرۍ  یانور ټوکران  ورځړوي  چې  نظرنشي  اودوهمه   پوښتنه داده  چې ډيرخلګ  په لاس ياپښه باندي  یوشی وخوري  ،یادانه  ورباندي وخيزي  یابل  داسي  زخم  ورباندي واقع  شي  ،نوبیایوډول  تېږي  یامرۍ  ترلاس  یاپښه غوټه کړي  اووايې  چې  بدغږ يې  نه وي نودغه  دواړه  عملونه  دشریعت  له نظره څرنګه دي  . بینواتوجروا

الجواب  حامدا ومصلیاوبعد: دغه دواړه  عملونه  په دي عقیده چې  همدغه مرۍ  یاتېږي  مؤثري  دي اونظر یابدغږ دفع کوي  نودابیاناروا اوداهل الشرک عقیده ده ،مسلمان  ته له داډول عقیدوڅخه   ځان   ساتل ضروري ده  .

في  الطحطاوي  علی الدرالمختار ۴\۱۸۲ عن  ابن الاثیر  التمائم  جمع  تمیمة  وهي  خزرات  کانت  العرب  تعلقها علی اولادهم  یتقون  بها العین  في  زعمهم  فابطله  الاسلام  .

کذافي  حاشیة الشلبي  علی  التبین  ۶\۱۷

والموسوعة  الفقهیة  ۱۳\۲۲

وردالمحتار۹\۶۰۰

کتبه : مولوي  فیض  الرحمن  عفی  عنه

About admin