Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۵)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۵)

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

د اوسني یرغل په وړاندي د افغانانو د مقاومت انګیزه، شکوک او شبهات !!

حریت او آزادي د هر وګړي مسلم حق دی، استقلال او خپلواکي هغه ارمان دی، چې ملتونه يې د ګټلو لپاره حتی پیړۍ پیړۍ سرونه او مالونه نذرانه کوي.

د اسلام دین هم د حریت او استقلال درس ورکوي، د افغانستان د اوسني حالت او د حریت و استقلال د ګټلو لپاره د مقاومت په اړه اوس هم د ډیریو په اذهانو کې دا شکوک او شبهات شته، چې آیا أفغانستان رښتیا اشغال سوی هیواد دی او که آزاد، خپلواک دی؟ که چیري آزاد او خپلواک بلل کیږي نو بیا خو نه جهاد شته او نه کوم روا مقاومت، او که د کفارو له لوري هجوم ته یرغل او اشغال وویل شي، نو خبره بر عکس ده. په دې په اړه به په راتلونکو کرښو کې په لنډه توګه څو حقائق را وسپړو.

تر امریکايې یرغل واړندي افغانستان:

تر امریکايې یرغل وړاندي افغانستان یو آزاد مستقل اسلامي هیواد و، دلته واحده اداره، واحد نظام او یو داسي واحد امیر وجود درلود، چې د هیواد په طول و عرض کې یې حکم نافذ و، له ادنا شخصه نیولې تر والي او وزیر پوري، ټول ورته معتقد او

امر يې پر ځان واجب ګاڼه، د ملک پر %95 سلنه خاوره يې حاکمیت او سلطه درلوده، د هر ټبر افغانان ورباندي راټول ول، په ملک کې شرعي حدود او شرعي احکام نافذ ول، د کابل په شمول د هیواد په ډیرو ولایاتو کې د قصاص او نور ورته حدود، آن پر حکومتي چارواکو هم عملي کیدل، په هیواد کې مو یو مثالي امن درلود، په ليري پرتو سمو کې د هر قوم وګړو د آرام او سکون احساس کاوه، هغه ملکوک الطوائفي چې له امله یې په ټوله خاوره کې أنارشیزم، ګډوډي، غلاوي شوکي، قتل وغارت او داسي نور… مفاسد رامنځ ته شوي وو؛ هغه ټول له منځه ولاړل، د هیواد په هر ګوټ کې د هر چا سر او مال محفوظ شو، لنډه دا چې له ډېر یو بدمرغه حالت څخه وروسته په افغانستان کې داسي یو نظام رامنځ ته شو چې له ځینو فني نیمګړتیاوو سره سره یې د ځمکي پر کُره بل داسي مثالي نظام وجود نه درلود.

له یرغل نه وروسته افغانستان:

لکه مخکي چې ذکر شوه، افغانستان یو خپلواک اسلامي نظام درلود، سلطه او غلبه د مسلمانانو وه، هر مسلمان اسلامي شعائر او عبادات په آزاده فضا کې تر سره کول، د دې ټولو با وجود د نړۍ مستبد مستکبر د خپل غرور له امله پرې داسي یرغل او هجوم را ووړ، چې په سلهاو نه، بلکي په زرهاو جنګي وسایل، ټانګونه، طیاري، او په لکونو پوځ يې بدرګه کوله، د امریکا د هغه وخت واکمن جورج بوش په خپله خوله، دا صلیبي جګړه ونوموله، وحشت او بربریت يې دې اندازې ته ورسېد، چې آن ماشومان او ښځي هم د هغوی د ظلم او دهشت نه په امن کې نه وې، د هیواد په متدینو مسلمانانو يې بنديخانې ډکي کړې، د هغوی نه يې د انسانیت هر رنګه آزادي سلب کړه، تعذیب يې کړل، له کور، کلي او وطنه يې وشړل.

د هیواد زمکه، فضاء، فوځي بارکونه، نظامي مراکز، هوایي میدانونه او عمومي لارې د اشغالګرو په واک کې شوې، او همدارنګه د لوړپوړو چارواکو عزل و نصب، د کليدي

پوسټونو لپاره ګمارنې، داخلي او خارجي پالیسي، د معدنیاتو او زیربناوو اخراج او قراردادونه د اشغالګرو لخوا اداره کیږي.

یرغل له اسلامي نقطه نظره:

پر یو آزاد او خود مختار اسلامي هیواد چې د کفارو له خوا مسلح یرغل وشي، حریت او استقلال ترینه واخیستل شي، سلطه او اختیار یې له کفارو سره شي؛ د داسي یرغل او اشغالګرو په اړه اسلام یو واضح قانون لري، که د انصاف په نظر مطالعه شي، د یادو ټولو مسائلو حل په ډیر واضح انداز په کې موجود دی، او امت په ډیره اسانۍ د اوسني مشکلاتو د حل لپاره لار په کې موندلای شي.

فقها وايې: که پر یو اسلامي هیواد یا د هغه پر یوه ساحه او یا کنج وکنار باندي کفار هجوم ور وړي، په دې وخت کې په هیواد کې پر ټولو مسلمانانو د کفارو شړل، له هغوی سره جهاد کول او د هیواد آزادي داسي فرض ده لکه لمونځ او روژه چې فرض ده. په مقابل کې به یې د دې ځای ټول وګړي راوزي چې دې ته په شریعت کې نفیر عام وايې.

په (الاختیار) کې د نفیر عام تعبیر داسي شوی، کله چې د کفارو په شړلو کې ټولو مسلمانانو ته د وتلو اړتیا پيدا شي؛ نو دې ته نفیر عام ویل کیږي.

د نفیر عام په وخت کې پر نر او ښځه، حر او غلام، پر ټولو جهاد فرض دی، که هغه خلک د جهاد نه عاجز شي، او یا د ځان ساتني، منصب او پيسو له امله جهاد پرېږدي، نو پر نږدې مسلمانانو جهاد فرض دی، تر دې پوري چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته شرقا او غربا عام شي.

د جنګ احزاب په وخت کې هم ټولو کفارو او مشرکینو، د مسلمانانو خلاف تړون وکړ، تر څو پر مسلمانانو یو داسي حمله وکړي، چې د ځمکي له مخي څخه محوه

شي، رسول الله صلی الله علیه وسمڅ په مدينه کې میشت ټول مسلمانان د هغوی مقابلې ته را وايستل، یوازي ښځي او ماشومان يې په يوه کلا کې پرېښودل او حسان بن ثابت رضي الله عنه چې لوړعمره صحابي و؛ هغه يې د ساتونکي یا پیره دار په توګه ورباندي مقرر کړ.

د احزاب په یاده غزا کې هم د نفیر عام او جهاد دفع صورت و، نو ځکه په مدينه کې یو څوک هم ترینه پاتي نشول، هغه که ځوانان ول، او که بوډاګان ټول د کفارو د مخنيوي لپاره را ووتل او د مسلمانانو له حریم نه يې په ټول توان سره دفاع وکړه.

علامه داماد افندي رحمه الله لیکي: چې کله دشمن د مسلمانانو پر یو ښار او یا یوه ناحیه هجوم وروړي، له هجوم نه مراد پر هغه هیواد یو ناڅاپه حمله کول دی؛ په یاد صورت کې جهاد فرض عین دی، ښځه به د خاوند او غلام به د بادار له اجازې پرته ور وزي؛ ځکه په دې حال کې د ټولو له مقابلې پرته د اشغالګرو شړل نا ممکن دی، د خاوند او بادار حق د فرض عین نه وروسته دی، همدا شان زوی به د پلار او قرضدار به د دائن له اجازې بغیر جهاد کوي. مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر، احكام الجهاد: 1/ 633.

علامه زحیلي رحمه الله هم په دې نظر دی او لیکي: چې په نهمه هجري کې د تبوک له غزا نه یو څو کسانو د ضرورت، ضعف، د سفر د سختۍ او د اولادو پر بنا د پاته کېدلو غوښتنه وکړه، خو الله رب العزت يې عذر ونه مانه او حکم يې ورته وکړ، انْفِرُوا خِفافاً وَثِقالاً وَجاهِدُوا بِأَمْوالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ [التوبة:41] له هغه وروسته ټولو مسلمانانو د رومیانو سره په غزا کې ګډون وکړ. الوسيط للزحيلي: 1/ 864.

دشمن که د مسلمانانو پر هیواد حمله نه وي کړې، خو د ملک حدودو ته رانږدې شوی وي، بیا هم پر مسلمانانو لازم دی، چې ويې شړي او جهاد ورسره وکړي، د دې لپاره چې د کلمة الله بلندي ثابته شي، او د مسلمانانو د هیواد حفاظت وشي، او دشمن شرمنده شي. المنير للزحيلي: 10/ 225.

له دې ټولو نه دا واضحه شوه، چې زموږ پر هیواد هم امریکایانو یرغل کړی دی، او دې صورت ته په اسلامي قانون کې هجوم او اشغال وايې، د دې یرغل په وړاندي مبارزه کولو د نفیر عام او جهاد دفع په ډول فرض دی.

نو که چیري مسلمانان د شریعت په دې حکم عمل وکړي، وطن به مو له اشغال نه آزاد او هیوادوال به مو دامریکایانو له شر او فساد نه محفوظ شي.

طرسوس ته د غزا لپاره د حمص والي صفوان بن عمرو یو لښکر تیار کړ، حبان بن زید شرعبي رحمه الله وايې: چې په لښکر کې مي یو داسي سپین ږیری سړی پر آس سپور ولید، چې ورېځۍ يې پر سترګو راغلې وې، مخ مي ور واړاو، او ورته ومي ویل: چې اې اکا! ته خو الله معذور بللی یې؟ ده له سترګو نه ورېځۍ پورته کړې او راته يې وویل: چې اې وراره ! الله جل جلاله راته امر كړی، چې (خفافا وثقالا) که ځوانان یاست او که بوډاګان، جهاد ته ولاړ سئ. تفسير الطبري: 14/ 264.

د مخکنیو مسلمانانو په بې دریغه قربانیو الله رب العزت په ټوله نړۍ کې اسلام خپور کړ، خلک يې د بندګانو له عبادت نه د یو الله عبادت ته را وايستل، نن هم که اسلامي امت بېرته د خپلو اسلافو تاریخ را وسپړي، او د هغوی پر پل قدم کښېژدي ، په یقین سره به سر لوړي او د حریت و آزادي ژوند به تر لاسه کړي، کفارو به کله هم دا جرأت نه وای کړی، چې د ځمکي له بل پلوه راشي، د دومره مسلمانو هیوادونو په منځ کې راتیر شي او پر یو آزاد، خپلواک او خود مختاره اسلامي هیواد یرغل او ورباندي خپل غرور وتپي

نور بیا ….

About admin