Home » درس القرآن » هغه چې دالله تعالی ددین احکام نه مني :

هغه چې دالله تعالی ددین احکام نه مني :

قال  الله  تعالي  : وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا (16) وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِنْ بَعْدِ نُوحٍ وَكَفَى بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا (17) اسراء

ژباړه : کله چې  موږاراده وکړو دیوې سېمې  په اوسیدونکوعذابونه نازل کړو ،نودسېمې  واکمن خلګ  ددين په احکامو امر کړو ، هغه يې  ونه مني  نودعذاب [الهي]  فیصله  ورباندي  رامخته شي  اوداسي يې  ختم کړو چې  څوک  ورڅخه پاته نشي   . [لکه ]دنوح [ع] له قوم  څخه  وروسته چې مو څومره ډیر امتونو هلاک کړي ،بس داکافي دی چې رب دبندګانو په ګناهونو ښه خبر اوعالم دی .

لنډ تفسیر :له دې  دووآیتونوڅخه  یې  په لمړي  آية کې الله تعالی  دکافرانو اودهغوئ دملګرو دهلاکت  یوه  عجیبه  طریقه    بیان کړي  : وايې : چې کله دیوې  سیمې  خلګ  هلاکوو نولمړی  دانبیاء ،رسولانو  یادهغوئ  دوارثانو له لوري  ددين اوشریعت  په عملي  کولو اونافذولو خلګ  امر کړو، کله چې  خلګ  له دين څخه  اعراض  وکړي  ،ددین دنفاذاوخپریدومخه ونیسي ، دالله تعالی ددين د رښتونولارویانو سره مقابله اوجګړه کوي  نوالله تعالی دخپل  عذاب  فیصله  ورباندي  عملي کړي  اوداسي  يې  هلاک یاذلیل  کړي چې  هیڅوک  ورڅخه  پاتې نشي .

په دوهم  آيت کې  دهمدې  الهي  طریقې  څوبیلګوته اشاره ده : چې  له نوح  علیه السلام  څخه وروسته ډیرخلګ اوقومونه الله رب العزة تباه کړي بس داکافي  ده چې  رب   ددوئ  په جرمونو ښه خبرداراوعالم دی  .

تنبیه :نوهغه خلګ چې  دالله تعالی ددين اوشریعت دنفاذمخه نیسي  اودرسول الله صلی الله علیه  وسلم له وارثانوسره جګړه کوي  اودیرغلګرو کفارو ترڅنګ ولاړدي دوئ دي پوه شي چې دايې  په دنیاکې په الهي عذاب داخته کیدوپیلامه ده . نعوذبالله تعالی منه اللهم احفظنامن عذابک وقهرک ..

About admin