Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۴)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره (۴)

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

څلورمه برخه:

په جهادي روحيه سمبال امت، د وخت اړتیا

په عربي قاموس کې د جهاد اصطلاح یو خالص اسلامي اصطلاح ده، تر اسلام وړاندي د عربو د جهالت په دور کې د جهاد په معنا مقابله چا نه پېژندله، نو ځکه د جهاد اصطلاح په اسلامي قاموس کې یو ځانګړی حیثیت او مقام لري، هغه دا چې یوازي د اسلام نه دفاع کولو ته جهاد ویل کیږي. قومي، ژبني او سمتي جګړو ته کله هم د اسلام له نظره جهاد نه دی ویل شوی.
د جهاد کلمه د قتال او حرب د کلمو په شان هم نه ده، چې جهادِ مقدس او غیر مقدس ورته وویل شي، بلکي چرته چې هم د جهاد کلمه یاده شي، له هغې نه مراد د اسلام نه دفاع او حقیقي جهاد دی.
نو ځکه الله رب العزت د مسلمانانو په مقدس کتاب قرآن کریم کې د جهاد کلیمه په مکرر ډول یاده کړې، او تقریبا په یوڅلویښت آیتونو کې د جهاد د کلیمې صریح ذکر شوی، او په مختلفو مفاهیمو سره شاوخوا 450 ځایه ورته اشاره شوې.
د جهاد د وجوب عقیده د مسلمان د ایمان یوه برخه ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم د ابو هریرة رضي الله عنه په روایت سره فرمايې: څوک چې مړ شي او غزا يې نه وي کړې، او نه يې له ځان سره د غزا تصور کړی وي، بس نو د نفاق پر یوه برخه مړ شو. (1) یعني دا سړی د منافق سره برابر دی.

له همدې امله پر علماو لازمه ده، چې امت د جهاد په روحیه سمبال جوړ کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک د غزا لپاره د لښکر په تیارولو بوخت وو، عثمان بن عفان رضي الله عنه د سرو زرو 1000 دیناره ورته راوړل. عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه پر اوږه باندي 200 د سرو زرو اوقيې ورته را اخیستې وې. د انصارو او مهاجرینو ښځو د دې لپاره چې د مجاهدینو لښکر مجهز کړي؛ خپلي د غاړو ګېڼې رسول الله ته ورکړې. نن هم که په هغه شان د جهاد روحیه را ژوندۍ شي، مسلمانان به د اوسني ذلت نه خلاص او د کفارو د شر او فتنې مخه به ډب شي.
دا روحيه په امت کې هغه وخت راتلای شي، چې امت مو د جهاد له هغه تصوره خبر شي، کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، د خلفاء راشدینو او زموږ د اسلافو په وخت کې و، نو ځکه اړینه ده، چې پر دې مفصل او مدلل بحث وکړو، او امت د پردیو د تبلېغاتو او نظریاتو نه آزاد او با خبره وساتو، او په دې يې وپوهوو، چې جهاد د دین د خپراوي او د کلمة الله د اعلاء لپاره یوه اړینه وسېله ده.

جهاد مقصود بالذات نه دی:

څرنګه چې الله رب العزت د ځمکي، آسمانونو او د هر څه خالق او مالک دی. نو ځکه د عقل تقاضا دا ده، چې حکم هم د مالک ورباندي نافذ شي، د الله تعالی په نزد اسلام یوازینی دین دی چې الله جل جلاله ته مقبول دی. الله رب العزت ته بل هیڅ یو دین هم قابل قبول نه دی. د دې لپاره چې پر زمکه د الله حکم نافذ، عدل او انصاف پلی شي، پر مسلمانانو لازمه ده، چې د اسلامي دعوت فریضه تر سره کړي، کفار او مشرکین اسلام ته را وبولې، که يې هغوی بلنه ومني، نو فبها والنعمة، او که د اسلامي دعوت او د اسلام د نفاذ په وړاندي خنډ شي؛ نو پر مسلمانانو فرض دی، چې د اسلام د نشر په مخ کې موانع له منځه یو شي.
او په دې هم باید ځان پوه کړو، چې په اسلام کې د یو انسان قتل بغیر د حق نه الله رب العزت د ټول انسانیت له قتل سره برابر ګڼلی، نو څنګه به اسلام په جهاد سره د انسانیت د وژلو حکم صادر کړي، بلکي جهاد د کفر، شرک، فساد او فتنې د مخنيوي، د عدل او انصاف د پلي کولو لپاره پر مسلمانانو باندي فرض کړل شوی دی، که دا هدف بې له قتلُ قتاله په لاس راشي؛ هلته د جهاد حکم نشته.
د الله تعالی په لاره کې جهاد کول، هغه که جهادِ طلب وي او که جهادِ دفع؛ دواړه فرض دي. خو فرض بیا کله کفایه او کله هم فرض عین شي، د وخت، زمان او حالاتو پر بنا يې په حکم کې تغیر راځي، ځکه جهاد اسلام ته د رابللو، او د فساد، فتنې او د کفارو د شر د مخنيوي لپاره فرض کړل شوی دی، جهاد د یو وسېلې او آلې حیثیت لري.
علامه منلا خسرو رحمه الله وايې: جهاد ځکه فرض کفایه دی، چې دا فرض لِعَینِه نه دی، ولي چې جهاد خو پخپله قتل او خرابي منځ ته راوړي، مګر د اعلاء کلمة الله، د دین د عزت ساتلو او له بندګانو نه د شر د دفع کولو او له ځمکي نه د فساد د ختمولو لپاره فرض شوی دی.– (2) چې دې ته نو لِغَیرِهِ فرض ویل کیږي.
ابن حجر هیتمي رحمه الله لیکي: چې امام زرکشي رحمه الله په دې باور دی، چې د جهاد وجوب، د وسېلې وجوب دی، نه د مقاصدو، (یعني: جهاد واجب بالذات نه دی، بلکي د اسلام د نشر لپاره یوه وسېله ده) نو ځکه که چیري د اسلام نفاذ د دلیل په مټ ممکن و، نو دا ډیره غوره او بهتره لاره ده، چې د دلیل پر بنا خلک دعوت او اسلام ته راوبلل شي.(3)
البته د کفارو او مشرکینو د تکبر له امله دا ډیره مشکله ده، چې کفار دي اسلام له چون او چرا پرته ومني، او پر خپله خاوره دي له جهاد نه بغیر اسلام عدل او انصاف ته د نفاذ موقع ورکړي؛ نو ځکه علامه ابن حجر رحمه الله د زرکشي د دې خبري په تعقیب وايې: د دلیل په زور، او بالخصوص په عامو حالاتو کې د کفارو اسلام ته غاړه ایښودل؛ ډیر نادر او کم پېښېدونکی کار دی، بلکي د عادت له مخي یو نا ممکن کار دی، خو له دې سره – سره بیا هم دعوت اصل او غایة دی، قتال ورته فرع او دوهمه درجه لري.
علامه كاساني رحمه الله هم په دې نظر دی او وایې: جهاد اسلام ته د دعوت، د دین او حق د برلاسي، د کفارو د شر نه د مسلمانانو د ژغورلو او د کفارو د حاکمیت د مخنيوي لپاره فرض دی. (4)
پر دې باندي د امت د ټولو علماو اتفاق دی، چې جهاد په اسلام کې د یوې آلې حیثیت لري، که مسلمانان د کفارو له شره؛ پرته د جهاد او قتال نه خلاص شي، قتال ته يې اړتیا نشته.
په راتلونکي ليکنه کې به د جهاد پر اقسامو: جهاد الطلب، جهاد الدفع، فرض عین او فرض کفایه باندي بحث کوو. ان شاء الله تعالی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1)- «من مات ولم يغز، ولم يحدث نفسه بالغزو مات على شعبة من نفاق». سنن أبي داود: 3/ 10.
(2)- وجه كونه فرض كفاية أنه لم يشرع لعينه ; لأنه قتل وإفساد في نفسه بل شرع لإعلاء كلمة الله تعالى وإعزاز دينه ودفع الفساد عن العباد. درر الحکام:1/282.
(3)- جزم الزركشي بأن وجوبه وجوب الوسائل لا المقاصد ; إذ المقصود منه الهداية , ومن ثم لو أمكنت بإقامة الدليل كانت أولى منه. تحفة المحتاج 9/211.
(4)- لأن ما فرض له الجهاد وهو الدعوة إلى الإسلام، وإعلاء الدين الحق، ودفع شر الكفرة وقهرهم. بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع: 7/ 98.

About admin