Home » بېلا بېلي لیکني » په امت کې خپرې فتنې

په امت کې خپرې فتنې

لیکوال : محدث العصر مولانا محمد یوسف بنوري  رحمه الله تعالی

ژباړه : م/ ابو عمیر

ترټولو ستر مشکل دادی چې دمصلحینوپه ډلو کې چې کومي فتنې نن راښکاره شوي  له انتهایي سترخطره ډکي دي ، ددې فتنو تفصیل خورا ډیر دی خو د فهرست په توګه  به  دیو څو یادونه وکړو

 دمصلحت  فتنه 

نن سبا دافتنه بیخي ډیره  ، که کوم دیني یاعلمي خدمت کیږي نوپه هغه کې لمړی دنیاوي مصالح لټوي، چې ددې فتنې بنیاد نفاق دی همدا وجه ده چې ډیر دیني اوعلمي خدمتونه  له برکت څخه  تش اوخالي دي

دهرچا خیال ساتل

چې کومه خبره هم  کیږي په هغه کې  داخیال ساتل کیږي چې دکوم چا خوا بده نه شي او ناراض نه شي ، باید یوه داسي خبره  وشي چې ټول خلک خوښ وي ، چې ددې فتنې  اساس  حب جاه دی

په خپله رایه ټینګیدل

خپله خبره صحیح ،حقه اوقطعي اویقیني بلل ، دنورو خبروته التفات نه کول ، بس همدا یقین کول چې زما موقف اوخبره سل په سله کې حق اوصحیح ده،  اودنورو رایه  سل په سله کې غلطه  اوباطله ده ، چې دا داعجاب بالرای فتنه ده ، او نن سبا سیاسي ډلي دهمدي مرض ښکار دي  یوه ډله دبلي ډلي خبري اوریدل نه شي زغملی ، نه  هغه ته داحق ورکوي چې ممکن دمخالف رایه په یوه درجه  کې صحیح وي یا داچې ښایې هغه هم هغه څه غواړي چې موږ یې غواړو یواځي به دتعبیر اوعنوان فرق وي  یا به دالأهم فالأهم اختلاف وي

دبدګماني فتنه

هرسړی یا هره ډله دافکرکوي چې زموږ دډلې هر فردمخلص دی اودهغوی نیت دخیر دی پاتي دنورو ټولو ډلو چې زموږ له ډلي سره اتفاق نه لري هغه خودغرضه دي ، دهغوی نیت نه دی صحیح بلکه دهغوی هرڅه په اغراضوپوري تړلي  چې ددې فتنې منشاء  عجب اوکبر دی

دبدفهمې  فتنه :

کله چې کوم څوک دمخالف خبره اوري نو سمدستي هغه خپل مخالف بللوسره نه یواځي داچې ترې نظر اړوي بلکه  په یوه ناړه طریقه سره دهغه تردید فرض بلل کیږي ، دمخالف لوري یوه داسي خبره چې هغه څو محمل  او مختلف توجیهات ولري بس یواځي هم هغه توجیه  غوره کوي چې په هغ کې دنوموړي تحقیر اوتذلیل کیږي ( ان بعض الظن اثم ) بېشکه بعض ګمانونه ګناه دي  ا و ایاکم والظن فان الظن اکذب الحدیث   یعني له بدګماني څان ساتئ ،ځکه چې بدګماني ترټولو درواغ خبره ده  اوغټ غټ درواغ له همدي پیداکیږي )

دبهتان ویلو فتنه :

دمخالف لوري تذلیل اوتحقیر کول ، له کوم لاسوند اوسند  پرته  په هغوی پوري ناوړه خبري تړل ، که دکوم مخالف ډیره کمه خبره هم څوک نقل کړي ، له تحقیق کولو پرته په هغه باندي یقین کول اوبیاپه مزه مزه یې په نورمجالسو کې کول ،که بالفرض بهتان هم نه وي نو دنورو خبري له تحقیق پرته صحیح بلل  ایا دا  د قرآن کریم ددې صریح نص-ان جاء کم فاسق بنبأ فتبینوا-  یعني کله چې کوم څوک یوه  خبره درته راوړي  نوتحقیق  یې وکړئ- خلاف  نه دی ؟

دانتقام اخیستني فتنه :

دیوه سړي له بل سره عداوت اودښمني ده یابدګماني ده ، لیکن فی الحال خاموش وي خوکله چې لږ اقتدار ته ورسیږي ، لږ زور پکې پیداشي نوبیا دخاموشي سوال هم نه پیداکیږي ،ګویا دهغه دغه خاموشي دمعافي او درګذر له امله نه بلکه  دبیچارګي اوناتواني له امله ؤ چې کله یې طاقت اوزور پیداکړنو انتقام اوبدل اخستل یې پیل کړل ، رحم  اوعفو  اوبل هرڅه ختم

دشهرت فتنه :

که  کوم دیني ، علمي یاسیاسي کار وکړي ، نو هیله اوآرزو یې همداوي چې ترټولو زیات تقدیرشي، چې داپه حقیقت کې داخلاص دکموالي یاهم د اخلاص دفقدان  او دځان ښکاروني اوریاکاري له امله رامنځ ته کیږي ،په سمه توګه کارکونکوکې دامرض پیداکیږي خوپه حقیقت کې دا خفي شرک دی ، دالله تعالی په دربار دکوم دیني یاعلمي خدمت وزن په اخلاص سره زیاتیږي اوهمدااخلاص دالله تعالی په وړاندي د ټولو اعمالو دقبلیدلو معیاردی ، اخبارونه ، غونډي ،جلسې، اودورې بلکه هرڅه دهمدي سلسلې کړۍ دي

دخطابت یاتقریرفتنه

دافتنه هم په عامیدلوده چې خلک په خوله لویي لوي دعوي کوي خوپه عمل کې هیڅ نه وي ، خطیب یامقرر په داسي انداز تقریرکوي لکه دټولي نړۍ درد چې دده په زړه کي وي خوکه تقریر یې له عملي ژوندسره پرتله کړئ نوپه صفرکې به وي  اوددې آیت مصداق ګرزي ، ( لم تقولون مالاتفعلون ، کبرمقتا عندالله ان تقولوا مالاتفعلون) ژباړه: ولي هغه څه نه کوئ چې وایاست یې،دالله تعالی په وړاندي داډيره بده خبره ده چې په خوله څه وایاست اوعمل ورباندي نه کوئ

د پروفاګند فتنه :

کومي ډلي چې رامنځ ته شوي ،بیاپه خاصه توګه سیاسي ډلي په دوی کې دغلطو پروپاګند اودواقعاتوخلاف نشریات دومره زور اخیستی چې نه پکې ددین لحاظ شوی اونه هم داخلاقو،نه دعقل اوانصاف په تله تلل کیدی شي،بس هسي د یورپ اولویدیځ په نقالي کې خلک بوخت دي ،اخبارونه ،مجلې، اشتهارونه ، رادیو اوتلویزیون ټول دهمدي سلسلې کړۍ دي

دمجلسونو جوړلوفتنه :

یوڅوتنه په یوه خبره سره متفق شي ، یاله کومي ډلي سره مخالف شي ، بس سم دستي یواخبار راوزي بیانونه نشریږي چې بس اسلام اوهیواد بس هم دازموږ دډلي په تګلاره پاتي کیدی شي ، په زړه پوري عنوانونه  اوپه زړه راښکونکو الفاظواوجملوسره داسي قراردادونه اوتجویزونه چاپ اونشرته سپاري چې له امله یې په امت کې  تفرق انتشاراو ډلبازیو آفت له همدي لاري راځي
دعصبیت جاهلیت فتنه:

دخپلي ډلي هره خبره که هغه هرڅومره غلطه وي،دهغې حمایت اوتائید کول کیږي اودمخالف په هره خبره باندي تنقیدکول ترټولومهمه فریضه بلل کیږي،داسلام دعوه  دارو ډلو اخبارونه اومجلې،عکسونه، کارټونونه، دسینمااشتهارونه ،دسوداوقمار اشتهارونه اوچټل مضامین نشرته سپاري،مګرڅرنګه چې دخپلي ډلي ښه یې ورباندي کیږي نودجاهلي تعصب په بناء دې ټولوکارونوته په ښه نظرکتل کیږي

مطلب داچې خپل ملګری که هرڅومره بدکاروي خوترهغه ښه مسلمان نه ورته ښکاري اودمخالف لوري لمونځ اوروژي هم ددوی له ټوکو اومذاق نه نوي خلاص
د حب مال فتنه

په حدیث کې خو راغلي چې ”حب الدنیا رأس کل خطیئة“ یعني ددنیا مينه  دټولو ګناهونه اصل دی ، په حقیقت کې د ټولو فتنو  قدر مشترک  حب جاه یا حب مال دی، ډېر خلک ”ربنا آتنا في الدنیا حسنة “ د دنیا د طلب  او محبت لپاره د دلیل په توګه وړاندي کوي، حال دا چې دا خبره بلکل څرګنده ده چې یو له دنیا سره تعلق او د ضروریاتو حصول دی، له دې خو انکار نه شي کېدای ،همدارنګه یو طبعي محبت او مینه ده چې له مال او اسانتیاوو سره وي له دې هم انکار نه شي کیدی ، مقصد خو دادی چې د حب مال یا حب  دنیا دومره غلبه نه شي پیدا چې د شریعت محمدیه  او دین اسلام ټولي تقاضاوې ختمي او یا مغلوب شي

د میانه روي او اعتدال ضرورت دی، له عامه مسلمانانو به څه ګیله وي ، نن  دا فتنه له عوامو راتېره شوي د خواصو په  زړونو کې یې ځای نیولی – الا ماشاء الله – ددې فتنې  د تفصیلاتو لپاره دیوې اوږدې  مقالې ضرورت دی  الله تعالی دي توفیق راکړي، نور به همدا په مختصره توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د محبت په یوه دعا سره  پای ته ورسوو

”اللهم  ارزقنی حبک وحب من یحبک وحب عمل یقربنی الیک‘  اللهم ما رزقتنی مما احب فاجعله  قوة فیما یحب، وما زویت عنی مما احب فاجعله  فراغاً لی فیما تحب، اللهم  اجعل حبک احب الاشیاء الیّ من نفسی واهلي  ومن الماء البارد․“ (بصائر و عبر)

 

About admin