Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شريعت له نظره (۳)

د افغانستان معاصر جهاد د شريعت له نظره (۳)

ليکوال: مفتي عبدالله رشاد افغاني

درېیمه برخه :
د جهاد عامه معنا :
په دې معنا سره د جهاد عمومي انواعي اخیستل کیدلای سي، لکه د نفس ، هوا ، شیطان ، منافقین ، کفارو او داسي نورو سره جهاد کول .
علامه قسطلاني رحمه الله د جهاد اصطلاحي معنا داسي کوي : ( قتال الكفار لنصرة الإسلام وإعلاء كلمة الله، ويطلق أيضًا على جهاد النفس والشيطان ) د اسلام د نصرت او د اعلاء کلمة الله لپاره د کفارو سره قتال ته جهاد ویل کیږي ، او دا شان د نفس او شیطان سره پر مقابلې يې هم اطلاق کیږي . إرشاد الساري لشرح صحيح البخاري: 5/31 .
په فتح الباري کې جهاد داسي تعریف سوی دی : ( بذل الجهد في قتال الكفار ويطلق أيضا على مجاهدة النفس والشيطان والفساق) د کفارو سره په جګړه کې د خپل توان مصرفولو ته جهاد ویل کیږي ، او دا شان له نفس ، شیطان او فاسقانو سره پر مقابله يې هم اطلاق کیږي . فتح الباري لابن حجر : 6/3 .
د جهاد عامه معنا په ډیرو احادیثو کې هم یاده سوې ده ، لکه : المُجَاهِدُ مَنْ جَاهَدَ نَفْسَهُ . ترمذي : 4/165 .
ژباړه : څوک چې د نفس سره مقابله کوي ، هغه مجاهد دی .
جهاد چې کله مطلق ذکر سي :کله چې د جهاد کلیمه غیر مقیده ذکر سي ، د شرعي د اصولو سره سم ، د جهاد فرد کامل ترینه مراد وي، یعني : له جهاده د الله په لار کې له کفارو سره جهاد بالسیف مقصد دی ، او له دغې خاصې معنا سره د فقهي احکامو او مسایلو تعلق دی ، لکه معاهدات ، جزیه ، صلح او داسي نور .
ابن رشد رحمه الله فرمايې : ( فكل من أتعب نفسه في ذات الله فقد جاهد في سبيله إلا أن الجهاد إذا أطلق لا يقع إلا على مجاهدة الكفار بالسيف ) هرچا چې د الله د ذات لپاره ځان ستړی کړي، بس همدغه د الله جل جلاله په لار کې جهاد وکړ ، خو د جهاد کلیمه چې کله مطلقه یاده سي ، له کفارو سره جهاد بالسیف ترینه مراد دی . التاج والإكليل لمختصر خليل : 4/536 .
په حدیثو کې چې هم د جهاد کلیمه مطلقه یاده سي ، جهاد بالسیف ترینه اخیستل کیږي ، لکه :
عن أبي هريرة رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «من آمن بالله وبرسوله، وأقام الصلاة، وصام رمضان كان حقا على الله أن يدخله الجنة، جاهد في سبيل الله أو جلس في أرضه التي ولد فيها»، فقالوا: يا رسول الله، أفلا نبشر الناس؟ قال: «إن في الجنة مائة درجة، أعدها الله للمجاهدين في سبيل الله، ما بين الدرجتين كما بين السماء والأرض . صحيح البخاري : 4/15 .
ژباړه : چا چې پر الله او د هغه پر رسول ایمان راووړ ، لمونځ يې قایم کړ ، روژه يې ونيوله ، پر الله يې دا حق دی چې جنت ته به يې داخله وي، نور نو که د الله په لار کې جهاد وکړي، او که هلته کښېني، چرته چې پیدا سوی وي . هغوی (صحابه وو) ورته وویل : اې د الله رسوله ! موږ پر خلکو باندي زېری ونه کړو؟ ده (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل : په یقین سره په جنت کې سل درجې دي ، دا ( درجې ) الله تعالی، د الله په لار کې مجاهد ته برابرې کړې دي ، د دوو درجو په منځ کې د زمکي او آسمان په اندازه فاصله ده .د دې حدیث نه دا واضحه سوه چې څوک په خپله کور کې کښېني او د الله په لار کې قتال ونکړي؛ هغه د دغو سلو درجو مستحق نه دی ، که څه هم هغه د نفس سره جهاد کوي، لمونځ کوي، روژه نیسې او داسي نورو عباداتو کې مجاهده او کوشش کوي .
عن أبي هريرة رضي الله، قال: جاء رجل إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقال: دلني على عمل يعدل الجهاد؟ قال: «لا أجده» قال: «هل تستطيع إذا خرج المجاهد أن تدخل مسجدك فتقوم ولا تفتر، وتصوم ولا تفطر؟»، قال: ومن يستطيع ذلك؟، قال أبو هريرة: «إن فرس المجاهد ليستن في طوله، فيكتب له حسنات» .بخاري : 4/15.
ژباړه : رسول الله صلیالله علیه وسلم ته یو سړی راغلی، ورته ويې ویل : ما ته یو داسي عمل را وښایه چې د جهاد بدیل وي؟ ده (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل : داسي عمل نسته ! ورته ويې ویل : آیا داسي کولای سې، چې مجاهد (له کوره ) ووزي، ته مسجد ته ورسې، هلته (پر لمانځه) ودرېږي او نه ستړی کیږي، (مسلسله) روژه نيسې او ماته وې يې نه ؟ دغه سړي ځواب ورکړ: څوک به دا وس ولري؟! ابو هریره (رضي الله عنه) وايې: په یقین سره د مجاهد آس چې له مېږوي سره پليتي کوي ، د دې په بدل کې ( مجاهد ) ته نيکي ليکل کیږي.
د دې حدیث نه دا په ښکاره معلومه سوه ، چې له جهاد نه مراد ، جهاد بالسیف دی ، ځکه څوک چې روژه نیسي، او د شپې لمونځ کوي ، دا دواړه د نفس سره مجاهده ده ، خو سره له دې بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ( لا اجده ) د جهاد معادل نسته . له دغو روایاتو دا خبره معلومیږي، چې کله جهاد مطلق یاد سي ، هلته جهاد بالسیف ترینه مراد دی .
خلاصه دا چې : په څومره آیتونو او احادیثو کې چې د جهاد فضایل ذکر سوي دي ، له هغه نه مراد، حقیقي جهاد دی، یعني: د اعلاء کلمة الله لپاره د کفارو سره جهاد بالسیف.هغه فضایل چې د جهاد په باره کې ذکر سوي دي، کله هم پر جهاد بالنفس نه حمل کیږي، همداسي د اسلامي امت علماو، محدیثینو او فقهاو چې په خپلو کتابو کې د جهاد لپاره بابونه دایر کړي دي؛ له هغو نه هم د کفارو سره جهاد بالسیف مراد دی ، نه د نفس ، هوا او شیطان سره جهاد.
خو د دین دښمنانو په معاصر وخت کې د جهاد اصطلاح د تشدد ، دهشت ، او ترور مترادف ګرزولې، او د دې لپاره کوشش کوي، چې شرعي دلایل او مستدلات هم ورته راوباسي، په نتیجه کې د امت محمدي نه هغه څه (جهاد) ترور کړي؛ کوم چې د مظلومو ولسونو د نجات لاره او د الله تعالی د قانون د پلي کېدلو او پر زمکه د عدل او انصاف جاري کولو لامل ګرزي ، دوی کوښښ کوي ، چې جهاد غلط تعبیر کړي ، تر څو په زمکه کې فتنه او فساد خپور کړي ، او ځان د ﴿أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ﴾ [البقرة: 12] مصداق جوړ کړي .
خو د دوی دا هر څه به هلته په اوبو لاهو سي ، چې موږ د دې اصطلاح انځور په قرآن کریم ، سنت نبوي او سلف الصالحینو په تاریخ کې وګورو، د اسلام په تیر پېر کې کله هم د متجاوز دښمن سره نرمښت نه دی شوی، بلکي د هغوی سره مقابله کونکو ته مجاهد، او په دې لار کې سر بایلونکو ته شهید ویل سوی ، دا هر څه به په راتلونکو لیکنو کې په مدلل ډول ثابت کړو . ان شاء الله تعالی

نوربیا ……

About admin