Home » بېلا بېلي لیکني » یو مسلمان به دبل مسلمان سپکاوی نه کوي

یو مسلمان به دبل مسلمان سپکاوی نه کوي

 د اسلام  د مبارک  دین  ټول احکامات  د انسانیت  د  ښېګڼې  او د دنیا  او آخرت   دکامیابي  ضامن  دي ، ددې  احکامو په  سلسله  کې  یو هم  مسلمانانو د خپل  منځي  اړیکو او ښه  ژوند په اړه  د رسول الله  – صلی الله علیه وسلم –  مبارک  ارشادات  دي .

په  دې  ارشاداتو کې  راغلي  چې  په  تاسو کې  به  یو څوک  د بل چا  غیبت  او په  هغه  پسي  بدي  خبري نه کوئ ، ځکه  د یو چا  پسې  شا د هغه  د بد  ویل ، غیبت  کول ، او اورېدل  ټول ګناه  دي.

په یوه حدیث کې له رسول الله – صلی الله علیه وسلم – نه رانقل شوي چې ویې فرمایل : «الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يُسْلِمُهُ، التَّقْوَى هَاهُنَا، بحَسْبُ امْرِيءٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ»

یو مسلمان دبل مسلمان ورور دی، نه به ظلم ورباندي کوي،نه به یې آبه کوي، تقوی همدلته ده ، دیو چا د بد والي لپاره همداکافي ده چې دخپل مسلمان ورور تحقیر کوي.

په یوبل روایت کې راغلي :

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللهُ عَنْهُمَا، قَالَ: نَظَرَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى الْكَعْبَةِ فَقَالَ: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ مَا أَطْيَبَكِ، وَأَطْيَبَ رِيحَكِ، وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكَ، وَالْمُؤْمِنُ أَعْظَمُ حُرْمَةً مِنْكِ، إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ جَعَلَكِ حَرَامًا، وَحَرَّمَ مِنَ الْمُؤْمِنِ مَالَهُ وَدَمَهُ وَعِرْضَهُ، وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ ظَنًّا سَيِّئًا»

له  حضرت  عبدالله  بن  عباس – رضی الله تعالی عنهما- څخه  روایت دی چې : رسول الله  – صلی الله علیه وسلم –  کعبې  شریفي ته  وکتل اویې  فرمایل :  لا اله الاالله   الله تعالی څومره  ښه کړي یې ! ستا بوی یې ښه کړی. اوستا حرمت   او عظمت  یې ډېر زیات کړی. خو مؤمن  تر تاهم  په حرمت  کې  زیات  دی ، الله تعالی ته  حرامه  ګرزولي یې . او د مؤمن  مال ، وینه  ،  عزت او آبرو  آن  دا چې  په هغه باندي بد ګمان کول یې هم حرام ګرزولی .

همدا راز  له حضرت  عبدالله  بن مسعود-  رضی الله تعالی عنه –   څخه  روایت  دی  چې   :  ماله  رسول الله  –  صلی الله علیه وسلم –  سره  په کعبه  شريفه  باندي  طواف  کول  چې  رسول الله  – صلی الله علیه وسلم – وفرمایل :  ای  کعبې  ته څومره  مقدسه  یې ! څومره معظمه  یې !  بیا یې عبدالله  بن  مسعود – رضی الله  تعالی عنه –  وفرمایل : ای عبدالله !  دا د الله  کعبه څومره  مقدسه  او عزتمنده ده ،لیکن  په  دې  نړۍ کې  یو داسي څه  شته چې  دهغه  تقدس  د الله  تعالی  تر دې کعبې  هم زیات  دی . که  کوم  څوک  د بل  په  ځان ، مال  او عزت  باندي  ناحقه  حمله  کوي ، نو رسول الله – صلی الله علیه وسلم –   فر مایې : هغه د کعبې  له نړولو هم  زیات جرم  وکړ.

همدا راز له   حضرت  عبدالله  بن عمر – رضی الله تعالی عنهما-  څخه  روایت  دی، چې  یو ځل  رسول الله  – صلی الله علیه وسلم  –  په  کعبه  باندي  طواف  کول، د طواف کولو په مهال  کعبې ته  مخاطب شو  او ویې  فرمایل : ای  بیت الله ! ته  څومره  ستره یې! ستا حرمت څومره ستر دی! ستا تقدس  څومره  هسک دی !  لیکن  یو داسي څه شته چې  دهغه حرمت  تر تا هم زیات دی  هغه  د مسلمان ځان ، دهغه مال او عزت  او آبرو ده .

مطلب دا چې  که  کوم مسلمان د بل مسلمان په  ځان ، مال  یا عزت او آبرو باندي  حمله کوي نو دا ګناه  په کعبه  باندي تر حملې کولو هم  سخته  ګناه ده .

راشئ ! له ځان سره  لږ غور او فکر وکړو چې دیو مسلمان په عزت او آبرو باندي حمله  کول  ستره ګناه ده ، ، که یو څوک  د کعبې  شریفي بي حرمتي کوي په هغې  باندي حمله کوي ، یا دهغې د نړولو کوشش کوي ، دهغې د شهادت  کوشش وکړي ، نو ټوله  اسلامي  نړۍ به یې په  وړاندي  قیام وکړي، په ټوله اسلامي نړۍ کې به  د غم او غصې یو طوفان را وپاریږي، او هیڅکله  به  دا خبره ونه  زغمي ،خلک به د ځانونو نذراني او قربانۍ  وړاندي کړي ،خو د کعبې نړولو اود هغې بي حرمتي کول به  ونه  زغمي، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – فرمایې : بېشکه  د کعبې همدومره  حرمت دی چې  یو مسلمان خپل ځان ورباندي قربان کړي،لیکن دیوه مسلمان  ځان ، مال او عزت او آبرو حرمت  تر دې هم زیات دی ، را شئ  غور وکړو موږ  په ورځ کې د څومره مسلمانانو  په  عزتونو او آبرو  باندي  حملې کوو؟  مطلب دا چې موږ څوځله  کعبه  نړوو، او هیڅ پروا  یې هم نه کوو، زموږ په مجلسو نوکې  څومره کعبې نړول کیږي

د مسلمانانو په  ځان ، مال او دهغوی په  عزتونو او آبرو حملې کیږي ، که دیو مسلمان په ځان  د حملې یو صورت  دادی چې قتل یې کړو، بل  صورت یې دا هم دی چې هغه ته تکلیف ورسوو، دهغه په  مال باندي برید دا هم دی چې په ناحقه  طریقه سره یې مال ترلاسه کړو ، له هغه څخه رشوت واخلو یا هغه ته  دوکه   او چل ورکړو مال ترې واخلو دا ټولي په مال باندي  حملې دي

په  عزت  باندي د حملې صورت دا هم دی چې  د خلکو په وړاندي  یې  ووهو، سپکې سپوري ورته وکړو، او دا هم دی چې  دهغه په  نه شتون کې دهغه  عیبونه  بیانوو

م/محمد

About admin