Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۲)

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره(۲)

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

دویمه برخه :

له یوې پېړۍ راهيسي د ټولو اسلامي اصطلاحاتو په نسبت دښمن د جهاد د اصطلاح د تحریف کولو زیات کوشش کړی، بالخصوص د 11 ستمبر نه وروسته په خپل ټول وس او توان سره اخته دی ، تر څو د نړیوالو او کورنیو رسنیو په زور، جهاد د ارهاب، ویري او تشدد مترادف معرفي کړي، جهاد ته دهشت او ترهګري ووايې ، مجاهد دهشتګر او وېره اچونکی ښکاره کړي، تر څو د خلکو په ذهن کې جهاد یوه منفوره کلیمه وګرزي، د دې هدف لپاره د نړۍ په هره برخه کې مختلف کنفرانسونه او غونډي دايره وي، په بین المللي سطحه ورته کمپاین کوي، تر څو د مسلمانانو دا عظیمه هستي (جهاد) ترینه ترور کړي، په دې لار کې یې له هغو مسلمانانو نه هم ډیر کار واخیست، څوک چې د حریت پر ځای پر غلامۍ مین وي ، په غیر مستقیمه توګه جهاد تحریفه وي او مجاهد بدنامه وي .

جهاد یوه مقدسه سپڅلي کلیمه ده ، د مظلومو اقوامو د حریت او آزادۍ یواځنۍ لاره ده ، په اسلامي تاریخ کې د جهاد کلیمه، کله هم د وحشت او دهشت په معنا نده استعمال شوې، جهاد د اسلامي شریعت سره موافق اصول او ضوابط لري، داسي اخلاقیات او شرایط لري، چې د بشریت په ټول تاریخ کې یې مثال نه لیدل کیږي، که د جهادي معرکو او غربي معرکو تاریخ ته وګورو ، دا به واضحه سي، چې د جهادي معرکو په نسبت په غربي او کفري جنګو کې په څو چنده زیات انساني تلفات سوي، دا ځکه چې هغوی هیڅ ډول بشري اصولو ته ژمن نه دي اوسیدلي.

جهاد د اهل لغت له نظره :

جهاد د عربي ادب یوه مشهوره کلیمه ده ، د عربي ژبي په هر معجم کې تفصیل موجود دی ، ابن فارس رحمه الله وايې : جیم ، هاء او دال . دا ماده په اصل کې د مشقت په معنا ده . معجم مقایس اللغة : 1/184.

علامه راغب اصبهاني رحمه الله لیکلي : چې ( الجَهد والجُهد ) د طاقت او مشقت په معنا استعمالیږي . المفردات في غریب القرآن : ص : 208 .
ابن اثیر رحمه الله د جهاد معنا داسي کړې: په ټول وس، توان او طاقت ، د کفارو سره محاربه کول، هغه که په قول وي او که په فعل. عرب داسي وايې: (جهد الرجل في الشيء : اي جد فیه وبالغ، وجاهد في الحرب مجاهدة وجهادا) سړي په کار کې کوشش وکړ یعني په دې کې مبالغه وکړه، په جنګ کې کوشش وکړ او ښه مجاهده يې وکړه . النهایة فی غریب الحدیث : 1/848 .

ابن منظور رحمه الله جهاد داسي راپېژني : (جاهد العدو مجاهدة وجهادا: قاتله وجاهد في سبيل الله. وفي الحديث:لا هجرة بعد الفتح ولكن جهاد ونية) د دښمن سره يې جهاد وکړ: له هغه سره يې قتال وکړ او د الله په لار کې جهاد وکړ، په حدیث کې راځي، چې: د فتح (مکې) نه وروسته هجرت نسته، البته جهاد، او په جهاد کې اخلاص (پاتي دی)- بخاري. له دښمن سره په ټول وس او توان جنګ کول، یا په ژبه او یا څه چې په وس پوره وي ، دېته جهاد ویل کیږي .لسان العرب : 3/135 .

جهاد د شریعت له نظره :

د شریعت د قانون سره سم جهاد دوې معناوي لري: یوه خاصه او بله عامه، چې دا دواړي د جهاد د لغوي معنا سره نیږدې تړاو لري، او له دواړو معناو دا مفهوم واضح دی ، چې د الله په لار کې خپل ټول وس او توان کولو ته جهاد ویل کیږي .

د جهاد خاصه معنا:

د الله په لار کې د دښمن سره جګړې او قتال ته جهاد ویل کیږي .

امام راغب اصفهاني رحمه الله وايې : ( الجهاد هو: استفراغ الوسع في مدافعة العدو) په ټول وس او توان سره د دښمن دفع کولو ته جهاد وايې . المفردات في غریب القرآن : ص: 208.

د فقهي حنفي مشهور عالم امام کاساني رحمه الله لیکي : ( وفي عرف الشرع يستعمل في بذل الوسع والطاقة بالقتال في سبيل الله – عز وجل – بالنفس والمال واللسان، أو غير ذلك، أو المبالغة في ذلك والله – تعالى – أعلم ) جهاد په دې معنا استعمالیږي، چې د الله په لار کې په ټول توان او طاقت سره په قتال کې خپل وس

وکړې، هغه که په نفس، مال او یا په بل څه سره وي، او په دې کې ښه مبالغه وکړې . بدائع الصنائع : 7/97 .
د فقهې مالکي وتلی عالم ابن عرفه رحمه الله بیا وايې : ( قتال مسلم كافرًا غير ذي عهد لإعلاء كلمة الله ) له غیر متعاهد کافر سره ، د اعلاء کلمة الله لپاره جنګ کولو ته جهاد ویل کیږي . الفواکه الدواني : 2/ 879 .

د فقهي حنبلي مشهور عالم علامه بهوتي رحمه الله فرمايې : ( الجهاد قتال الكفار خاصًّة ) جهاد خاص د کفارو سره قتال ته ویل کیږي . دقائق أولي النهى : 1/617 .

علامه حصكفي رحمه الله د جهاد تعریف داسي کوي : ( وشرعا: الدعاء إلى الدين الحق وقتال من لم يقبله شمني. وعرفه ابن الكمال بأنه بذل الوسع في القتال في سبيل الله مباشرة أو معاونة بمال، أو رأي أو تكثير سواد أو غير ذلك. اهـ. ) د الله دین ته را بلل، او د هغه چا سره قتال کول څوک چې دعوت نه مني، ابن کمال وايې: د الله په لار کې په خپل نفس سره قتال کولو ته جهاد وايې، یا په مال سره د مجاهد تعاون کول، او یا په رايې سره او یا د مجاهدینو ډله لویه ول او داسي نور . الدر المختار ورد المحتار : 4/ 121 .

د جهاد د خاصي معنا حاصل دا دي ، چې د الله په لار کې د الله او د مسلمانانو له دشمن سره مقابلې او قتال ته جهاد ویل کیږي.

نور بيا…….

About admin