Home » عصري مسائل » دجامو پرېمنځلو ماشین کې مرداري جامې پرېولل

دجامو پرېمنځلو ماشین کې مرداري جامې پرېولل

پوښتنه :  محترم مفتي صاحب ! دلته  موږ اروپا  کې مسافر یو، خپلي  ټولي جامي په  واشنګ  ماشینونو(washing machine) یعني جامو مېنځلوماشینونو باندي  پرېولو، خو دلته   دجامو پرېولو ماشینان  دوه  برخې  لري  یوه برخه  خو یې هغه  ده چې  جامې  له  خیرو پاکوي  او یوه  بله  برخه یې  بیا اسپینر مشین بولي  هغه   داسي  وي چې  جامي  وچوي او نښتېځي یې   نوکه  کله  موږ  مرداري  جامي  په  دې  ماشین کې واچوو او په  همدي ماشین یې   وچې  کړو، هر ځل   یې  ونه نښتېځو  نو ایا جامي  مو پاکیږي اوکنه ؟  ځکه موږ اورېدلي چې مرداره جامه به خامخا ۳ ځله  نښتېځل کیږي  ،خو دلته چې کومو ځایونو کې ماشینونه  لګېدلي وي داسي  ځای نشته چې موږ  یې په لاس  باندي  ونښتېځو . ورورمو محمدعرفان

الجواب حامدا ومصلیا و بعد : که نا پاکه  جامې  په  واشنګ  مشین ( د جامو پرېولو ماشین ) کې  په  ښه توګه  پرېولل  شي  او بیا  په  اسپینر مشین کې ( یعني د ماشین  په  هغه حصه کې چې  جامي  نښتېځي ) واچولی شي  او سربېره  ورباندي  پاکي  اوبه  واچوي  ترڅو د خرابو اوبو په ځای  پاکي اوبه  له  لاندېني   پایپ نه  وبهېږي  نو بیا جامي  پاکي دي  په لاس  باندي  یې  نښتېځل  یې  ضروري نه دي .

والله تعالی اعلم

لما في ’’ الدرالمختار مع الشامیة ‘‘ : ا أما لو غسل في غدير أو صب عليه ماء كثير، أو جرى عليه الماء طهر مطلقا بلا شرط عصر وتجفيف وتكرار غمس هو المختار. ۔ (۱/۵۴۲ ، ۵۴۳ ، کتاب الطهارۃ ، باب الأنجاس ، قبیل مطلب في تطهیر الدّهن والغَسل)

وفي ’’ الموسوعة الفقهیة ‘‘ : ثم إن اشتراط الغسل والعصر ثلاثًا إنما هو إذا غمسه في إجانة ، أما إذا غمسه في ماء جار حتی جری علیه الماء  أو صب علیه ماء کثیر بحیث یخرج ما أصابه من الماء ویخلف غیره ثلاثًا فقد طهر مطلقًا بلا اشتراط عصر وتکرار غمس ۔ (۲۹/۹۹، طهارۃ ، تطهیر محل النجاسة ، حاشیة الطحطاوي علی مراقي الفلاح :ص/۱۵۹، کتاب الطهارة، باب الأنجاس والطهارة عنها)

مثله  في  فتاوی دار العلوم دیوبند، رقم الفتوی :۴۷۸۸۶

کتبه/ م محمد

About admin