Home » درس القرآن » الله تعالی دهغوئ تدبیرونه شنډکړي :

الله تعالی دهغوئ تدبیرونه شنډکړي :

قال الله تعالی  : وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ(42)رعد

ژباړه : له دې کفارو وړاندي نوروکافرانو هم [دالله تعالی  درښتوني بندګانو خلاف ]دغه ډول  سازشونه اوتدبیرونه په کاراچول [خوګټه به يې  ورته ونه کړه ] ځکه الله تعالی  ددوئ  په ټولو تدبیرونوخبردی ، انسان چې  هرڅه کوي  الله تعالی ورباندي عالم دی .

لنډتفسیر: په دارالندوة کې کفارو درسول  الله صلی الله علیه وسلم  خلاف  څوډوله مشوري  وکړي  ، مګر دعمل لپاره درې  رايې  ځيني  غوره شوي :

  • لمړی داچې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم  ونیسي  اوقیديې کړي ترڅوله خپله دې  دعوت  څخه لاس په سرشي .
  • دوهم داچې  هغه له مکې  مکرمي  څخه وایستل شي  .
  • دریم داچې  هغه قتل  شي  . داوروستۍ  رایه انتخاب  شوه ، اودرسول الله صلی الله علیه وسلم  دشهیدولو لپاره يې  تدبیرداسي  ونیول  چې دځايې  قومونو څوتنه غښتلي  ځوانان  به دشپي  له مخې  دهغه په کورچاپه وهي  اوپه ټولو به يې شهیدوي  ،دوئ  همداسي  اراده  باندي راووتل  ،مګر الله تعالی  ددوئ  ټولو تدبیرله خاوروسره  خاوري  کړو،اورسول  الله صلی  الله علیه وسلم  په  همدغه مهال چې  ډيرکفاريې  دکور څخه چاپيره و  له کوره  راووت  اودابوبکررض  په ملتیا لمړی غارثور اوبیا مدیني  منوري  ته ولاړو ،اوبالاخرة بیاالله تعالی هغه مکه درسول  الله صلی الله علیه وسلم په لاسونو فتح  اوپه ټوله سیمه داسلام  بیرغ  ورپیده .

له دي  وړاندي هم دالله تعالی  په رښتونو بندګانو باندي  داسي  ستونزي  اوتکالیف  راغلي ،اوکفارو ددوئ  خلاف  ډول ډول تدبیرونه جوړکړي  مګر الله تعالی دهغوئ  ټول تدبیرونه خاوري  کړي ،اوفتح نصرت  يې  دخپلو دوستانو په برخه کړی . وماذلک علی الله  بعزیز .

About admin