عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ , قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَوْصِنِي.قَالَ: ” عَلَيْكَ بِتَقْوَى اللَّهِ فَإِنَّهَا جِمَاعُ كُلِّ خَيْرٍ، وَعَلَيْكَ بِالْجِهَادِ فَإِنَّهُ رَهْبَانِيَّةُ الْمُسْلِمِينَ أَوْ قَالَ: الْمُسْلِمَ، وَعَلَيْكَ بِذِكْرِ اللَّهِ تَعَالَى وَتِلَاوَةِ الْقُرْآنِ، فَإِنَّهُ نُورٌ لَكَ فِي الْأَرْضِ وَذِكْرٌ لَكَ فِي السَّمَاءِ، وَاخْزُنْ لِسَانَكَ إِلَّا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّكَ بِذَلِكَ تَغْلِبُ الشَّيْطَانَ ” التنبیه  ص\۲۱۲

له ابوسعیدالخدري  رضی  الله تعالی عنه څخه روایت  دی چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته یوتن راغی  ورته ويې  ويل : توصیه  راته وکړه ! رسول  الله  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل : تقوی  په ځان لازمه کړه [ یعني  دالله تعالی څخه ویریږه اودالله تعالی  داوامرواونواهیووبابندي  کوه ]ځکه تقوی  دخیردهرعمل بنیاددی ، اوجهاد په ځان  لازم  کړه  [یعني  جهادکوه ]ځکه دمسلمانانو  رهبانیت [ترټولوغوره عمل ] همدغه  جهاد ده . اودالله تعالی  ذکر اودقرآن کریم تلاوت  کوه  ځکه دابه په ځمکه کې ستالپاره رڼا [ثواب ] ده ،اوپه اسمانو کې  ستایادونه ورباندي کېږي .اوژبه دي  خاموشه لره مګر که دخیرخبره وه ،ځکه په دي سره په شیطان  برلاسی  کیږي  .

تشریح  : په دې حدیث  کې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم  یوه صحابي  ته  دڅلورو مهمو څېزونه لارښوونه اوتوصیه کوي :

  1. لمړی تقوی  : تقوی  چې  دالله تعالی څخه ويري  ته ویل کیږي یا دالله تعالی هرامر منل  اوعمل  ورباندي کول اوله هري ګناه اونارواڅخه دځان ساتل دي .همدغه تقوی دټولوښېګڼو بنیاد اواساس  دی .
  2. دوهم جهاد : دالله تعالی  ددين  دساتني  یاددين دخپرولو اوقائمولو لپاره په نفس  ،مال اولسان  سره جهاد کول  دي ،جهاد دمسلمانانو ترټولو هغه غوره عمل دي چې نه يې  په اسلام  اونه هم په نورودینونوکې  ساری  شته  البته په نورو دینونو کې ترټولو غوره عمل  رهبانیة  ګڼل کیدو.
  3. دریم دالله تعالی ذکر اودقرآن کریم  تلاوت   : دقرآن کریم  تلاوت  اودالله تعالی ذکر که هرذکر اوهروخت کې وي  دادانسان  لپاره په دي دنیاکې  نوراودالله تعالی  درحمت  ذریعه ده ،اوپه آسمانو کې  يې ملائکه  یادوي  يايې  الله تعالی ملائکه وته  یادونه کوي  .
  4. اوڅلورم دژبي ساتنه  : اودژبي په ساتنه  سره انسان  دشیطان  له شره خلاصيږي  .

About admin