Home » درس القرآن » کفاراوملګري يې :

کفاراوملګري يې :

قال  الله  تعالی  : مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ (15) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ(۱۶) هود

ژباړه : دچا چې  ددنیادژوند اوزینة  اراده  وي  نوموږ به يې داعمالو  پوره بدله ورکړو ،اوهیڅ  شی به کم ونه مومي ، نورنودا هغه کسان  دي  چې  دوی  په آخرة  کې دجهنم  له اورپرته هیڅ  برخه نه لري  ،ددوئ  ټول اعمال ضائع دي اوهرڅه چې  يې کړي  هغه باطل  دي .

لنډتفسیر : کفار اودهغوئ  ملګري  چې  مقصديې  دهمدغه ددنیا ژوند اوعیاشي  ده ،که دوی  دخیراوښېګڼې  کوم  عمل  وکړي الله تعالی يې په دنیاکې  بدله وکوي.مګر نورنو بیاپه آخرة  له جهنم پرته  بل هیڅ  ډول برخه  نه لري ،دوی چې هرڅه په دنیاکې کوي  هغه داخرة  په  اعتبار بي ګټې  اوباطل  دي .

About admin