Home » دمېرمنو اسلام » د پاک لمنۍ او عفت ساتني اوچت ديوالونه

د پاک لمنۍ او عفت ساتني اوچت ديوالونه

ژباړه : محمد اکرم همت
لیکوال :عصام بن صالح العويد

په نني عصر کې دپاک دامنۍ او عفت جګړه اوج ته رسيدلی ، که څه هم ځينی داسی کورنۍ شتون لري چې خپل عفت او ابرو يي مکمله ساتلی ده خو ډير نور داسی شته چې په ډير کم څه يي خپل ارزښتناک څه ورکړل ،همدا لامل دی چې سورة النور هم نازل شوی دی ، پدی اساس چې دځوانانو فحش ته مخه شوی دهغی له عواملو څخه يو عامل داهم دی چې خپله خويندی خپل عفت او خپل عزت ته پاملرنه نه کوي او غفلت يي پکی اختيار کړی دی صرف پدی دامشکل نه رفع کيږي چې ځوان دی پری سترګی پټی کړي او خويندی چې څه کوي هغه دی وکړي نه دا کار يوجانبه ناممکنه دی چې دخطر تصور يي په عواقبو کې څرګنديږي .

خو بيا هم زمونږ دټولوخويندو څخه داغوښتنه ده چې له دوی سره ارزښتناک او ترټولو قيمتي څيز دهغوی عفت او ابرو عزت بلل کيږي که چيرته دغه جوهر له دوی واخيستل شي دوی بيا څه نه بلل کيږي بلکه هغه جوهر به يي له لاسه ورکړی وي او ژوند به يي له خفګانه او ستونزو ډک وي . په مختصره ژباړه کې چې ماکوشش وکړو دپنځوسو صفحو څخه يي وژباړم ، دخويندو لپاره دعفت ساتنی لاری چارې او کارونه دي چې ان شاء الله پدی دعمل سره به تغيير احساس کړي او عملا به يي وګوري نو هیله ده خويندی يي هم ولولي او ورونه يي هم ولولي

دعفت ساتنې لپاره ځينی اړينې لارې او دساتنی لپاره يي اوچت ديوالونه :

لومړی :صفا او منظمه په اسلام ملبسه ټولنه :

دغسی ټولنه هغه مهال رامنځ ته کيږي کله چې داسلام احکام تطبيق شي مثلا دزنا پرمهال دحدودو تطبيق الله عزوجل فرمايي ( الزانیة والزاني فاجلدوا کل واحد منهما مائة جلدة ….) که چيرته زاني واده کړی وي هغه به سنګسار کيږي ، او همداراز فرمايي ( ولاتأخذکم بهما رأفة في دين الله ) شفقت اصلاح ښه څيز دی خو پخپل ځای کې خو دحد دقيام او تطبيق پرمهال له شفقت څخه کار اخيستل دايمان عدم کمال بلل شوی دی بيا فرمايي ( وليشهد عذابهما طائفة من المؤمنين )اوعذاب به يي يوه ډله خلک دعبرت لپاره ګوري ،پدی هم اکتفاء نه کوي بلکه نفی ته خبره ځي ترڅو پری دائره تنګه شي ترڅو يي دماغ ځای ته راشي چې کله بيا دفحش او بدئ زړه کوي نو مخکی له کړنی سل ځل ورته سوچ وکړي پاک دامنه ښځه به زنا کار سړي سره واده نه کوي زنا کاره ښځه به پاک دامنه سړي سره واده نه کوي . دزاني او زنا کار ی ښځې سره واده کول دوسی بلل شویده او دغيرت منافي خبره ده همداراز حديث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (لايدخل الجنة ديوث ) په مسند احمد کې روايت شوی دی ، او روايت هم دابن عمر رضی الله عنه څخه شوی دی همداراز بل حدیث چې نسايي کی روایت دی هغه کی دری قسمه خلک دي چې يو دمور او پلار نه منونکی ، دويم مترجله ښځه (چې نارینه وو سره مشابهت کوي ) دریم ديوث .

همدی ته ورته واړه هغه ګناهونه چې هغه دفحش سبب ګرځي .

دويم :دشرمګاه ساتنه پرته دجوارحو له ساتنی ممکنه نه ده :

سترګه ، غوږ ، ژبه ، زړه ، لاسونه ، عورت ، پښته ، سر چې ذکر يي په خمرهن سره شوی دی سينه په (جيوبهن ) سره يي يادونه شوی ده دا لس هغه جوارح دي چې ايت ورباندی منصوص راغلی دی .

په بخاري او مسلم کې چې حديث راغلی دی ( دسترګی زنا کتنه ده ، دژبی زنا خبره ده ، دنفس زنا غوښتنه او اشتياه ده او دفرج زنا ددی رښتيا کول او يا يي دروغ کول دي ).

همداراز ډير ايتونه دفرج سترګی او نورو اعضاؤ دساتنی په اړه راغلي دي چې دلته يي ذکر اړين نه بولو ځکه ټولو ته بهتره معلومه ده .

دریم : خوويندو ته په احکامو مدلل قوي دلائل دقناعت سره ورکول او هغوی ته دا څرګندول چې ددوی عفت ددوی شرف او فضيلت دی :

له اړينو او قوی کارونو څخه اساسي کار دادی چې پيغلو انجونو ته داخبره په تأکيد سره وکول شي چې عفت څومره أهميت لري شرع ورباندی څومره ارتکاز کړی دی ځکه دغه توجيه او دهغوی پام راجلبول دی خبری ته دهغوی دقناعت ذريعه ګرځي اکثره انجونی چې دعفت خيال نه ساتيي په حقيقت کې هغوی دعفت په قدر او ارزښت نه پوهيږي خو چې کله هم پری پوه شي هيڅ کله به په خپل عفت لوبی ونکړي او دغه مسؤليت دعلماؤ دی چې پخپلو ويناو کې پری ډير ارتکاز وکړي ترڅو خپل مسؤليت دټولنی په وړاندی ادا کړي او ټولنه لدی قسمه فساد څخه وژغوري او دناپوهو انجونو دعفت سره لوبې ونشي .

ددی وضاحت لپاره باید ددنيوي ګټو او همداراز اخروي ګټو يادونه هم ضروري ده چې دعفت ساتنی دنيوي او اخروي ګټې څومره زياتې دي او تاوانونه او زيانونه يي په فردي او اجتماعي لحاظ څومره پرتله کيږي .

څلورم : عفت او پاک لمني په حقيقت کې دزړه او دوجدان قضیه ده :

په حقيقت کې دټولنی دسالمی روزنی او دنسل دمسلسل روزنيز تکامل ساتنه دپاکۍ په ساتنه کې ده او له بدۍ ځان ژغورنه کی ده که دی لفظ ته زير شو ( الخبیثت للخبيثين ) و( الخبيثون للخبيثات ) پرته له کنايي څخه دلته اوس کومه توريه او کنايه شتون نلري غوڅه خبره يي کړيده چې دخبيثو ښځو لپاره خبيث سړي او دخبيثو سړيو لپاره خبيثې ښځې دي ، اودغه نص چې تأييدوي (والطيبات للطیبين والطيبون للطیبات )دوه صفته دی يا ښه يا بد وي .

خو ددی خبرو بل ته کول نه بلکه دهغوی زړو ته ننوستل پکار دي چې هغه پدی وسائلو ترسره کيږي :

لومړی : قناعت ورکول چې ايا ته دی مور ته دا غواړی . دغه حديث په مسند احمد کی روایت شوی دی

دويم :دعفت او شرف دمنزلت پيژندنه : الله فرمايي ( ومريم ابنت عمران التی احصنت فرجها فنفخنا فیه من روحنا ) اوبيا ( والتي احصنت فرجها فنفخنا فیها من روحنا )

په بل حديث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي (که ښځی خپل پنځه وخته لمونځ وکړو ، او درمضان روژه يي مکمله ونيوله ، او خپل شرمګاه يي وساته ، او دخپل خاوند اطاعت يي وکړو ، ورته ویل کیږي به دجنت له هری دروازی چې غواړی جنت ته ننوځی کولای شی ننوځی ). دعبدالرحمن بن عوف په روايت ، مسندامام احمد کی روایت شوی دی .

څلورم : ددی ګناه له عاقبت څخه يره چې کوم قسم عذاب ورباندی مرتب کيږي .

پنځم : قصې لکه ديوسف علیه السلام قصې چې اوس يي وخت ندی

پنځم : خلکو ته دالله عزوجل مراقبت وريادول :

دايقین ورکول چې الله عزوجل مو هر ځای کی رقیب دي او مونږ هروخت دهغه دمراقبت او څارنی لاندی ژوند کوو .

دالله عزوجل له نومونو څخه يو نوم علیم دی چې په سورة النور کې لس ځل راغلی دی او دعلم صفت او دی ته ورته زيات راغلي دی لکه (والله عليم حکيم )، ( والله يعلم وانتم لاتعلمون ) ( والله عليم خبير ) او نور ايتونه خو دغه څارنه او مراقبت دمؤمن په زړه کې په دوه طريقو تحقق مومي :

لومړی : په قراني هغو ايتونو کې زيات تدبر چې وعيد او يرونه پکی راغلی ده ، مثلا ( ويوم يرجعون الیه فينبئهم بما عملوا ) ( ولهم عذاب الیم ) او نور
دويمه طريقه يا لاره چې ايمان ورباندی زيات شي :

په نړۍ کې او دنړئ په هرمخلوق کې متکرر فکر کول .( ولله ملک السموات والارض والی الله المصير ) ،( يقلب الليل والنهار …)

ابراهيم بن ادهم ته وویل شول چې ته زیات فکر کوی هغه ورته وويل : چې فکر کول دعقل دماغ دي .

سفيان بن عيينه وايي : فکر کول روښنايي ده چې زړه يي ننباسی .

داهغه سترديوالونه دي چې دننني فساد پرمهال دکوشش او هڅو سره کولای شو دعفت ساتنه پری وکړو دی ته ورته نو هم شتون لري خو ټول يي ددی پنځو لاندی راځي

الله عزوجل دی وکړي چې زمونږ دټولنی زمونږ دخويندو ميندو دعفت ساتنی احساس هرفرد ته ورپه برخه کړي او دغه احساس ملي احساس وګرځوي ترڅو موټولنه له بديو او فحشا څخه لری او دالله عزوجل درضا تمثيل مو هم کړی وي

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله وصحبه وسلم

About admin