Home » جـــــهاد » د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

اسلام له افراط او تفریط نه خالي، د ژوندانه په ټولو اړخونو، لکه سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کورنیزو ټولو چارو کې یو معتدل او منځلاری دین دی.
د متمدن ژوند په هره برخه کې انسان اعتدال ته را بولي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند امت ته د یو متوازن منهج درس ورکوي، او د انحراف د بدو عواقبو او نقصاناتو نه د ځان او ټولني د ساتلو سپارښته ورته کوي، دا هر څه د دې لپاره چې په ټولنه کې عدل او انصاف پلی شي، پر مستضعفو وګړو د ظلم مخنيوی وسي، او په ټولنه کې د الله رب العزت احکام نافذ شي، الله جل جلاله فرمايې : ﴿اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى﴾ [المائدة: 8]

علامه طنطاوي رحمه الله د دې آیة په تفسیر کې وايې : چې دا آیة یو صریح دلیل دی چې د عدل رامنځ ته کول او د هغه نفاذ واجب دی.

او عدل هغه مهال رامنځ ته کیدلای شي چې افراط او تفریط له منځه ولاړ شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د جهاد او جګړي په وخت کې هم خپل پيروان له افراط او تفریط نه منع کوي او فرمايې: د الله جل جلاله په نامه سره د الله جل جلاله په لاره کې غزا کوئ، له هغه چا سره قتال کوئ څوک چې په الله سره کافر وي، غزا کوئ، خو له میانه روۍ نه مه اوړئ، فریب او دوکه مه کوئ، مُثله مه کوئ او ماشومان مه وژنئ.

په ټولنه کې د عدل او انصاف د پلي کولو، د کفر، نفاق، انحراف، ظلم، فساد او فتنو د مخنيوي لپاره الله رب العزت پر مسلمانانو د جهاد د فریضې عظیم انعام کړی دی، تر څو خلک د بنده له بندګي آزاد او د یو الله عبادت ته راوبولي، بشري ټولنه ورسره متوازنه سي، هر حقدار ته خپل حق ورسيږي.

خو په معاصر وخت کې، هغه څوک چې د اسلام له روح، طبیعت او احکامو نا خبره دي، د جهاد په اړه په ملي او بین المللي سطح ډول ډول ناسم معلومات، شکوک او شبهات خپره وي، او په دې سره کمزوري مسلمانان چې علمي سويه یې ټیټه وي؛ له جهاد نه منحرف کوي، تر څو د عدل او انصاف مخه ډب او خپل شوم اهداف تر لاسه کړي.

د اسلام د دښمنانو دا اوسنۍ حربه نده ، بلکي تر دې وړاندي هم کله چې دوی د حقیقت په میدان کې له ماتي سره مخ سوي؛ نو یې د دین تحریف او په احکامو کې د شکوکو او شبهاتو پیدا کولو ته مخه کړې، تر دې چې د خپلي پلیتي ټولني له منځه يې، د دیني احکامو د انحراف لپاره په اسلامي تعلیم سنبال مستشریقین روزلي، د هغوی په واسطه يې په ډیر دقت، فریب او چل سره د اسلام په بنیادي اصولو او فروعي مسایلو کې د انحراف نا کام کوښښ کړئ .

چونکه د الله جل جلاله دا فیصله ده، چې د اسلام دین یو تل پاتی او همیشنی دین دی؛ نو د حفاظت او ساتني تدابیر يې هم په خپله ورته مهیا کوي، او په هر دور کې یې داسي راسخ علماء ورته پیدا کړي، چې د دې فساد او فتنې مخګیر سي، او مسلمانان له حقیقت او واقعیت نه با خبره وساتي.

د نن سبا تر ټول ستره مسئله د جهاد ده، باطل او طرفداران يې خپلو شومو اهدافو ته د رسېدلو لپاره په ټول توان سره، شپه او ورځ بوخت دي چې د اسلام دا عظیم حکم په رنګارنګه دسېسو بدنام، تر یوي جغرافيې پوري محدود، او یوې ټولني پوري تړلی وبولي، په داسي شرایطو مشروط؛ چې پلي کېدل يې ناشوني وي، او په داسي وېرونکو نومونو معریفي کړي، چې خلک يې له نوم اورېدلو سره لا حساسیت ولري .

حالانکه جهاد د اسلامي امت روح دی، رسول کریم صلی الله علیه وسلم ورته د اسلام سنام ویلي، په دغه جهاد سره د امت محمدي پر نورو امتونو امتیاز حاصل دی، د دې په برکت مسلمانان د الله پر زمکه د آزادۍ او حریت ژوند کوي، او پر جهاد کولو ورته عظیم اجر او ثواب رسیږي، او پر زمکه باندي قیادت او سیادت کوي، د اسلام د دښمانانو په زړونو کې رعب اچوي .

د اهل السنة والجماعة د عقیدې سره سم د جهاد کولو لپاره، د هغوی عقیده، منهج او تاریخ را سپړل لازم دي، ځکه د خلافت راشده او سلف صالحینو په وخت کې، چې په کومو حالاتو او په کومو شرایطو سره جهاد تر سره شوی؛ د هغوی د اصولو سره سم چې څوک نن سبا جهاد کوي؛ د مقدس شریعت په رڼا کې ورته مطلوب جهاد ویلای سو، او که له دې لاري منحرف سي؛ هغه ردوو .

دلته اړینه ده، چې د جهاد حقیقت، لغوي او شرعي معنا په واضحه او مُدلَـله توګه بیان کړو، ورسره يې اقسام چې کفایه په څه وخت او عین په څه وخت کې دی، جهاد بالمال پر چا واجب او بالنفس پر چا واجب دی ، په کومو حالاتو کې تغیر قبلوي ، د څومره وس سره په جهاد مکلف یو ، د جهاد په اړه د چا خبري قابل قبول دي ، د متجاوز دښمن سره د همکاري صورتونه کوم، او څه حکم لري، د جهاد آساسۍ اهداف څه دي، جهاد چې د عدل او انصاف د پلي کولو، د اشغال او استعمار د مخنیوي لپاره مطلوب دی؛ ورسره به دا هم را سپړو چې د همدې مطلوب جهاد نه د مخ ګرزولو عواقب څه دي او د جهاد په ترک کې مسلمانان له ذلت او خوارۍ سره څنګه مخ کیږي؟ دا او دې ته ورته چې څومره د وخت او زمان سره مناسب او ضروري بحثونه دي، په راتلونکو لیکنو کې به مفصل بحث ور باندي وکړو. ان شاءالله

نور بیا….

About admin