Home » درس الحديث » په جهادکې دمجاهدينو رښتوني ډله :

په جهادکې دمجاهدينو رښتوني ډله :

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ قَالَ: «النَّاسُ فِي الْغَزْوِ جُزْءَانِ: فَجُزْءٌ خَرَجُوا يُكْثِرُونَ ذِكْرَ اللَّهِ وَالتَّذْكِيرَ بِهِ، وَيَجْتَنِبُونَ الْفَسَادَ فِي الْمَسِيرِ، وَيُوَاسُونَ الصَّاحِبَ، وَيُنْفِقُونَ كَرَائِمَ أَمْوَالِهِمْ، فَهُمْ أَشَدُّ اغْتِبَاطًا بِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ مِنْهُمْ بِمَا اسْتَفَادُوا مِنْ دُنْيَاهُمْ، وَإِذَا كَانُوا فِي مَوَاطِنِ الْقَتْلِ، اسْتَحْيُوا مِنَ اللَّهِ فِي تِلْكَ الْمَوَاطِنِ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَى رِيبَةٍ فِي قُلُوبِهِمْ، أَوْ خِذْلَانٍ لِلْمُسْلِمِينَ، فَإِذَا قَدَرُوا عَلَى الْغُلُولِ طَهَّرُوا مِنْهُ قُلُوبَهُمْ، وَأَعْمَالَهُمْ. فَلَمْ يَسْتَطِعِ الشَّيْطَانُ أَنْ يَفْتِنَهُمْ، وَلَا يُكَلِّمَ قُلُوبَهُمْ، فَبِهِمْ يُعِزُّ اللَّهُ دِينَهُ، وَيَكْبِتُ عَدُوَّهُ. وَأَمَّا الْجُزْءُ الْآخَرُ، فَخَرَجُوا، فَلَمْ يُكْثِرُوا ذِكْرَ اللَّهِ، وَلَا التَّذْكِيرَ بِهِ، وَلَمْ يَجْتَنِبُوا الْفَسَادَ، وَلَمْ يُوَاسُوا الصَّاحِبَ، وَلَمْ يُنْفِقُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ، وَمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ رَأَوْهُ مَغْرَمًا، وَحَزَّنَهُمْ بِهِ الشَّيْطَانُ فَإِذَا كَانُوا عِنْدَ مَوَاطِنِ الْقِتَالِ كَانُوا مَعَ الْآخِرِ الْآخِرِ، وَالْخَاذِلِ الْخَاذِلِ، وَاعْتَصَمُوا بِرُءُوسِ الْجَبَلِ، يَنْظُرُونَ مَا يَصْنَعُ النَّاسُ، فَإِذَا فَتَحَ اللَّهُ لِلْمُسْلِمِينَ، كَانُوا أَشَدَّهُمْ تَخَاطُبًا بِالْكَذِبِ، فَإِذَا قَدَرُوا عَلَى الْغُلُولِ اجْتَرَأُوا فِيهِ عَلَى اللَّهِ، وَحَدَّثَهُمُ الشَّيْطَانُ أَنَّهَا غَنِيمَةٌ، إِنْ أَصَابَهُمْ رَخَاءٌ بَطَرُوا، وَإنْ أَصَابَهُمْ حَبْسٌ فَتَنَهُمُ الشَّيْطَانُ بِالْعَرَضِ، فَلَيْسَ لَهُمْ مِنْ أَجْرِ الْمُؤْمِنِينَ شَيْءٌ، غَيْرُ أَنَّ أَجْسَادَهُمْ مَعَ أَجْسَادِهِمْ، وَمَسِيرَهُمْ مَعَ مَسِيرِهِمْ، دُنْيَاهُمْ وَأَعْمَالُهُمْ شَتَّى، حَتَّى يَجْمَعَهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، ثُمَّ يُفَرَّقُ بَيْنَهُمْ»  الجهادلابن مبارک  حدیث  رقم  ۸  ص\۳۱

له عبدالله بن عمر  رضی  الله عنه  څخه روایت دی : چې د غزاء  اوجهادخلګ  په دوه ډوله دي :

  1. لمړی هغه مجاهدين دي چې  جهادته ولاړشي  ،[ اوددې  صفاتو لرونکي وي ]
  • دالله جل جلاله  ذکرډیرکوي .
  • نورو ته هم دالله تعالی دذکریادونه کوي   .
  • له لیږفسادڅخه يې هم ځان ساتلی وي .
  • اوله ملګري سره همدرده اودهغه خیرخواه وي .
  • خپل ښه مال په جهادکې  مصرف  وي  .اودوئ ددغه مال په مصرف  ترهغه ډیرخوښ  وي چې  ددنیاپه چاروکې  يې مصرف کړي .
  • اوکله چې دجګړي  وخت  وي  نوله الله تعالی څخه ډير ویریږي  .
  • که دغنیمت مال په لاس ورشي نوهم خپل  زړونه اوځان پاک ځيني ساتي  اوهیڅ ډول خیانت نه کوي .

په دې خلګودشیطان  وس  اوطاقت  نه رسیږي  ،اونه يې  زړونو کې  وسوسې  اچولی  شي  .

په همدغه مجاهدینو الله تعالی خپل  دين ساتي اوعزتمندکوي  يې اوپه  همدوئ خپل دښمن  ذلیل  کوي  ،اوماته ورکوي .

۲=  دوهمه  ډله هغه مجاهدين دي  چې  نه دالله تعالی  ذکرکوي  اونه يې نوروته  وریادوي ،نه له فسادڅخه ډډه کوي  اونه دخپل ملګري  خیرخواه  اوهمدردده وي  ،په جهادکې خپل مال نه مصرفوي ،مګرپه  ډيرجبراونا خوښي،دوی په دې لاره کې  دمال مصرفول  لوی  تاوان ګڼي   اوشیطان  يې ورباندي  پریشانه کوي   .دجنګ  په مهال ترټولوشاته وي ،له دښمن لیري  دیوه غره  په سرکې  وي  ،ګوري چې  خلګ [مجاهدين ] څه کوي ،که مجاهدين  بریمن شي  نودوی  خوراپه دروغوګډوي . اوکه په غنیمت  یې  لاس  برشي نوښه  په زړورتیاسره په کې خیانت کوي اوشیطان  ورته وايې چې  داخوغنیمت  دی . که دوئ  ته لیږخوښې  ورسیږي  نوتکبرکوي  اوکه  حبس  ورته ورسیږي  نوشیطان يې لاپه فتنه کې  اچوي  .

دغه  ډله دمجاهدينودلمړۍ ډلي په څېر ثواب اواجرنشي  ترلاسه کولای ،سره له دي  چې  دوئ خوله لمړيو مجاهدينو سره وو  اومسیريې  هم  دهغوئ  دی ،مګر  اعمال  يې  سره بیل دي ،تردي  چې دقیامت  په ورځ به راوپاځې  اوالله تعالی  به يې  سره بیل کړي  .

About admin