Home » عصري مسائل » داسي کورس ویل چې فرضي سودي حساب کتاب پکې درسیږي

داسي کورس ویل چې فرضي سودي حساب کتاب پکې درسیږي

پوښتنه : محترم مفتي صاحب زه یوکورس وایم چې په هغه کې دبانکونو سودي نظام اوحساب کتاب ورښودل کیږي،خوزه داکورس ځکه وایم چې له بانک پرته په نورو حسابونوکې هم ډېره ګټه ترې اخیستل کیږي،نوایاماته داسي کول جائزدي؟ځکه مااوریدلي چې دسودلیکل هم حرام دي . المستفتي محمدعثمان

الجواب حامداومصلیاوبعد: که  په دې کورس کې دسودپه اړه یواځي فرضي حساب کتاب ورښودل کیږي او داحسابونه هم همداسي وي چې په نورواداروکې کارترې اخیستل کیږي نودزده کول یې جائزدي[1]،اوکه یواځي داسي حساب کتاب وي چې له سودي کاروبارپرته په بل څه کې نه استعمالیږي نوبیایې زده کول دوخت ضیاع ده،اودمسلمان لپاره عملا دسودي کاروبارحساب کتاب لیکل هم جائزدي نه دي[2]. والله سبحانه وتعالی اعلم

………………………………………………..

[1]    لما في ’’ الأشباه والنظائر لإبن نجیم ۱/۱۱۳، ‘‘ : الأمور بمقاصدها ۔ کذا في قواعد الفقه ۶۲ ، قاعدۃ :۵۱ ، ومثله في ’’ اعلام الموقعین ۳/ ۱۷۵ فصل في سد الذرائع ‘‘ : وسیلة المقصودتابعة للمقصود وکلاہما مقصود ۔

[2]    لما في ’’ سنن ابن ماجة  ۱/۱۶۵ ‘‘ : عن  عبدالله  بن مسعود عن ابیه قال : ’’ لعن رسول الله -صلی الله علیه وسلم – أکل الربوا وموکله وشاهدیه وکاتبه  ‘‘ ومثله في سنن أبي داود :۲/۳۷۴ ، با ب في اکل الربوا

 

 

م/محمد

About admin