Home » دار الافتاء » په عقیقه کې داضحيې شرائط اعتبارلري :

په عقیقه کې داضحيې شرائط اعتبارلري :

الاستفتاء  رقم  ………..  محترم  مفتي  صاحب ! زما اراده ده :چې  دخپل  زوی  (چې  الله تعالی  له ډيرې  مودي وروسته اولادراکړ )عقیقه وکړم  ،خودغوايې  اوپسه قدرت  نه لرم  ،نوکه څوکلوغوشه راوړم اوڅوتنه کلیوال  یاطالبان  رامیلمانه کړم  عقیقه  اداء کېږی  اوکنه ؟ یوسائل

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد:داولاد په نعمت  سره عقیقه  کول یومستحب  عمل ده . مګر په عقیقه کې هغه شرائط معتبردي چې  په  اضحیه کې ضروري دي  ،یعني  اهراق  الدم (دویني تویول ) غواړي  اوهغه به هم  له درواجناسو څخه یو وي : لکه  پسه ،غویی ،اواوش  مګرپه غوايې  اواوښ  کې اومه حصه کافي  ده . نودیوڅوکلو په غوښه یادچرګانوپه  حلالولو سره دعقیقې  مستحبه طریقه نه اداء کېږي .

في  ردالمحتار ۵\۶۳۵ وط  ۶\ ۳۳۶ يستحب لمن ولد له ولد أن يسميه يوم أسبوعه ويحلق رأسه ويتصدق عند الأئمة الثلاثة بزنة شعره فضة أو ذهبا ثم يعق عند الحلق عقيقة إباحة على ما في الجامع المحبوبي، أو تطوعا على ما في شرح الطحاوي، وهي شاة تصلح للأضحية تذبح للذكر والأنثى سواء فرق لحمها نيئا أو طبخه بحموضة أو بدونها مع كسر عظمها أو لا واتخاذ دعوة أو لا.

About admin